د روسیې او هند دفاعي تړون امریکا ناراضه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شکیل اختر
- دنده, هند
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د پنجنشبې په ورځ هند ته په دوه ورځني سفر ځي.
دا لیدنه هم د نوي ډېلي او مسکو د کلنۍ سرمشریزې برخه ده.
خو دا ځل ځکه اهمیت لري چې پکې روسیه پر هند د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د خورا پرمختللي دفاعي توغندي سیستم پلوري.
امریکايي چارواکو د دې تړون خلاف هند ته خبرداری او د بندیزونو لګولو ګواښ کړی دی.
هند او روس د ۲۰۱۶ کال اکټوبر کې د اېس- ۴۰۰ پنځو توغندیو پر پلورلو هوکړه کړې ده.
دواړه هېوادونه د کاموف- ۲۲۶ په نوم دوه سوه چورلکو پر معامله هم پایلې ته رسېدلي دي.
خو پوښتنه دا ده چې د امریکا له خبرداري وروسته به دا مهمې دفاعي هوکړې بشپړې شي که نه.
د ۲۰۱۷ کال اګسټ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې له تورونو وروسته پر مسکو څو ډوله بندیزونه ولګول.
هغو کې د روس پر ۳۹ کمپنیو د سوداګرۍ بندیز هم لګول شوی او هغه دفاعي کمپنۍ هم پکې دي چې اېس- ۴۰۰ توغندي سیستم جوړوي.
د امریکا د بندیزونو د اصولو له مخې له دې کمپنیو سره پر معامله کوونکو شرکتونو او هېوادونو هم بندیزونه لګېږي.
دوه سوه روسۍ چورلکې پېرل

د عکس سرچینه، Getty Images
نوي ډېلي ته د ویلادیمیر پوتین له روانېدلو مخکې مسکو کې د کرېملین رسنیو دفتر یوه بیان کې وویل:
"د دواړو هېوادونو د مشرانو په لیدنه کې به د پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د اېس-۴۰۰ توغندي په ګډون هند ته د وسلو ور کولو تړون لاسلیک شي".
د چارشنبې په ورځ د ولسمشر پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف وویل، چې د ښاغلي پوتین په شتون کې به د اېس- ۴۰۰ توغندیو تړون لاسلیک شي.
هند د دې معاملې د پرېکند کولو په تړو تراوسه څه نه دي ویلي.
دواړو لورو داسې څرګندونې هم کړې چې پر دفاعي معاملو سربېره د انرژۍ او تشیال په ګډون مختلفو برخو کې ۲۰ تړونونه لاسلیکوي.
د ځینې معلوماتو له مخې روس د هند له خوا سپوږمۍ ته د انسان له لېږلو مخکې دغه هېواد ته وړاندیز کړی و چې خپل نړیوال تشیالي مرکز ته یې یو ستور مزلی واستوي.
خو اوسنۍ لیدنه کې ټول پام اېس ۴۰۰ ترایموف توغندي تړون ته دی.
هند ته د امریکا خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
وروستیو کې د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ناسته هم وه.
په دغه ناسته کې له روس د دفاعي وسلې پر اخیستلو ځانګړی بحث وشو.
هند دا دلیل وایه چې د امریکا له بندیزونو یو کال مخکې یې د دې وسلې د را نیولو هوکړه کړې، ځکه له بندیزونه پرته دی.
ویل کېږي امریکا جولای کې هند له بندیزونو د پرته کولو له پرېکړې خبر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د هند او روس ترمنځ د تړون په هکله یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل:
"تراوسه په دې تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې".
په زړه پورې خو دا ده چې د امریکا له خوا له ایران سره د اټومي تړون له یو لوریز ختمولو او د تهران پرضد له نویو بندیزونو اعلانولو وروسته هند وویل، د کوم ځانګړي هېواد بندیزونه نه مني او یوازې د ملګرو ملتونو پر پرېکړو عمل کوي.
خو له امریکايي چارواکو سره تر خبرو وروسته نوي ډېلي له ایران په بله میاشت کې د تېلو ترلاسول کم کړل.
شنونکي وايي، هند به له ایران سره د تېلو د معاملې په څېر له روس سره له دفاعي تړونونو هم شا ته شي.
د اېس-۴۰۰ توغندي ځانګړنې

د عکس سرچینه، Getty Images
اېس- ۴۰۰ توغندی د نورو هېوادونو کروز توغندي یا ډرون بریدونو د دفاع یو خپل چاری سیستم دی.
ځواکمن رادار یې په یو وخت فضا کې سل بریدګر او هدفونه په نښه کولی شي.
د څلور سوه کیلومترو دایره کې د ۳۰ کیلومترو په لوړوالي توغندي، بمونه او ډرون او نور له منځه وړلی شي.
روس اول ځل پر ۲۰۰۷ کال د مسکو د هوايي دفاع لپاره دا توغندی ولګاوه.
پر ۲۰۱۵ کال سوریه کې د روس او سوریې د هوايي او سمندري اډو د دفاع لپاره وکارول شو.
ولې هند اېس-۴۰۰ توغندی غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دفاعي شنونکي وايي، چې دې سره څو هېوادونو کې د دې دفاعي سیستم سره زړه را ښکون پیدا شوی دی.
چین له دې مخکې دا سیستم اخیستی او راتلونکې جنورۍ کې به یې ترلاسول پیل شي.
هند هم د پاکستان او چین له امله د دې توغندي ترلاسول غواړي.
ځکه داسې ښکاري چې د ولسمشر پوتین او لومړي وزیر مودي د جمعې ورځې لیدنه کې د دې سیستم د پېرلو تړون لاسلیک شي.
دا تړون نوي ډېلي او مسکو ته ډېر مهم دی او دا هم شونې ده چې امریکا پر روس له لګېدلو بندیزونو هند پرته یا استثنا کړي.
دا به هم معلومه شي چې د هند او روس خپلمنځي جنجال کې واشنګټن ته په نږدې پاتېدلو کې نوی ډېلی څومره بریالی کېږي.








