د کلاشینکوف جوړوونکی میخایل کلاشینکوف ومړ

په نړۍ کې د تر ټولو پېژندل شوې او زیاتې کارېدونکې وسلې، یعنی کلاشینکوف، جوړوونکی میخایل کلاشینکوف د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د تېر نومبر په میاشت کې له ناروغۍ وروسته په روغتون کې بستر و.
میخایل کلاشینکوف د ۱۹۱۹ میلادي کال د نومبر په لسمه نېټه په لویدیځه سایبیریا کې زېـږېدلی و او ۱۷ خویندې او ورورڼه یې درلودل.
STYکلاشینکوف د نړۍ تر ټولو ډېره منل شوې وسلهکلاشینکوف د نړۍ تر ټولو ډېره منل شوې وسلهکلاشینکوف یوه ساده وسله ده، چې کارول او ساتنه یې اسانه دي او د نړۍ په هر ګوټ کې کارول شوې وسله ده.2013-12-24T05:38:02Z2013-12-24T05:41:17ZPUBLISHEDpstopcat2
میخایل کلاشینکوف وروسته هغه کلاشینکوف جوړ کړ چې یوه بل روسي عسکر ورته وویل ولې روسان په خپله داسې یو ټوپک نه جوړي چې د هغه ټوپک سره سیالي وکړای شي چې د جرمني پوځیان یې کاروي.
د کلاشینکوف د جوړولو چارې په ۱۹۴۷ کال کې بشپړې شوې او دوه کاله وروسته د روسیې پوځ د دې وسلې په کارولو پیل وکړ.
میخایل کلاشینکوف د خپل عمر تر اتیا کلنۍ پورې د همدې ټوپک کلاشینکوف د مشر ډیزاینر په توګه کار وکړ.
میخایل کلاشینکوف دا خبره ردوله چې ګواکې د ده له خوا په جوړ شوي ټوپک ګڼ خلک وژل شوي.
هغه په دې هکله ویل چې دا د نورو هېوادونو تګلارې دي چې کلاشینکوف ته اړتیا لري.
میخایل کلاشینکوف په ۲۰۰۸ کال کې ویلي وو دا ماته ډېر دردونکې ده چې هر ډول مجرمان زما ټوپک کلاشینکوف کاروي.
دغه اتومات ټوپک په نړېواله کچه منل شوې او کارېدلې وسله ده.
د کلاشینکوف ښه والی په دې کې دی چې جوړول یې اسانه او ساده دي، د باور وړ وسله ګڼل کېـږي او ساتل یې هم دومره ګران کار نه دی.
میخایل کلاشینکوف که څه هم د خپل دولت له خوا په دې لاسته راوړونه ونازول شو، خو له دې لارې یې ډېرې پیسې پيدا نه کړې.
یو ځل یې په یوه مرکه کې آن دا هم وویل چې که د کلاشینکوف پرځای یې د وښو ماشین جوړ کړی وای نو له دې به ډېر شتمن و.








