د روسۍ وسلې د پېرلو له امله امریکا پر چین بندیزونه ولګول

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل کېدونکو توغندیو د اخیستلو له امله د چین پر پوځ بندیزونه ولګول.
واشنګټن وايي، د بېجینګ دا معامله د متحده ایالتونو د هغو بندیزونو سره ټکر دی چې اوکراین کې د چلن او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ادعايي لاسوهنې له امله یې پر روسیه لګولي دي.
چین په وروستیو کې لس روسۍ سوخو (Su-35) جنګي الوتکې او (S-400) توغندي رانیول.
بېجینګ د هغو بندیزونو ملګری نه دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې امریکا او د هغې لوېدیځوال ملګري پر روسیه لګوي.
دغه هېواد د روانې میاشتې لومړیو کې د روسیې تر ټولو لویو مانورو کې هم ګډون وکړ.
پر ۲۰۱۴ کال له روسیې سره د اوکراین د کریمیا یوځای کېدلو پسې د مسکو او واشنګټن اړیکي هم خراب شول.
پر روسیې دا تور هم لګېږي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې او سوریه کې پوځي ښکېلتیا یې د دغه هېواد روانه کورنۍ جګړه کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
بندیزونه څوک اغېزمنوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چینايي تجهیزاتو د پرمختیا اداره او مشر یې لي شنګفو د روسیې له حکومتي وسلو صاردوونکي روسبورن سره "د پام وړ معاملې" له امله له دې بندیزونو سره مخ شول.
دا اداره او ښاغلي لي د امریکا د بندیزونو سره مخ شوو کسانو نوملړ ته ور زیات شوي دي او په دې مانا ده چې په امریکا کې یې هر ډول شتمني کنګل شوې او امریکایان له دوی سره له معاملې "په بشپړ ډول منع" شوي دي.
پر دې سربېره د چین د تجهیزاتو پراختیا اداره یا اي ډي ډي له لېسنس یا کاري اجازې صادرلو منع او امریکايي مالي سیستم ته له لاسرسي بې برخې شوه.
واشنګټن د روسیې له پوځ او استخباراتو سره تړاو لرونکي ۳۳ کسان او ادارې هم تور نوملړ ته ور زیات کړي دي.
د امریکا د کوم قانون له مخې پر چین بندیزونه ولګېدل؟

د عکس سرچینه، EPA
د بندیزونو له لارې د امریکا له مخالفانو سره د مقابلې قانون پر ۲۰۱۷ کال پاس شو او د ډونلډ ټرمپ ادارې ته یې لار برابره کړه چې د اړتیا پر مهال پر روسیه، ایران او شمالي کوریا اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د یوه اجرايي فرمان په لاسلیکولو سره د دې بندیزونو پلي کولو ته لار برابره کړه.
یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې دا بندیزونه په اصل کې روسیه په نښه کوي.
"دا بندیزونه د دې لپاره نه دي چې د کوم ځانګړي هېواد پوځي وړتیا په نښه کړي، بلکې موخه یې دا ده چې روسیه د خپلو ناسمو چارو بیه ور کړي".
د روسیې غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د پارلمان غړی فرنز کلیت سویچ وايي، د امریکا بندیزونه به د دغه هېواد د جنګي الوتکو او توغندیو پر پلور اغېز ونه کړي.
"زه باوري یم چې دا تړونونه به له خپل مهال سره سم اجرا شي".
نوموړی دروسیې له اینټر فاکس خبري اژانس سره مرکه کې زیاتوي، دا پوځي وسایل د چین لپاره ډېر مهم دي.
مسکو ته اسیا د روسۍ وسلې د بهرني مارکېټ په توګه ډېره مهمه ده او د رپوټونو له مخې له ۲۰۰۰ کال راهیسې یې ۷۰ سلنه صادرت دغې لوې وچې ته شوي دي.
د چتم هاوس د وروستي رپوټ له مخې هند، چین او ویتنام په سیمه کې د روسیې د وسلو د غوښتنې اصلي لوري دي.









