چین پر امریکايي هدفونو 'د ګوزارونو لپاره تمرین' کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، داسې ګومان کېږي چې چین په ارام سمندر کې د امریکا او متحدینو پر هدفونو د بمبارۍ لپاره تمرینات کوي.
دغه کلني رپوټ کې چې کانګرس ته وړاندې شوی، راغلي چین د جنګي الوتکو لا مخکې لېږلو لپاره پرلپسې خپله وړتیا ډېروي.
رپوټ کې د چین دفاعي بودیجې ډېرېدو یادونه هم شوې چې وايي، ۱۹۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې او په وینا یې دا د امریکايي بودیجې درېیمه برخه ده.
چین تر اوسه د دغه رپوټ په تړاو څه نه دي ویلي.
رپوټ کې راغلي:
''پي ایل اې یا د خلکو ازادۍ پوځ تېرو درېیو کلونو کې پرلپسې د سمندرونو پر سر په لانجمنو اوبو کې او دغه راز احتمالاً د امریکا او متحدینو پر هدفونو د بمبارۍ ساحې پراخولو وړتیا ډېره کړې ده. ''
رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې معلومه نه ده چین له دې الوتنو څه ثابتول غواړي.
په رپوټ کې د راتلونکي لپاره د چین د پوځي بودیجې ارزونه هم شوې او ویل کېږي، چې راتلونکو لسو کلونو کې به ۲۴۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.
رپوټ کاږي، د 'خلکو له لوري د فضا پوځي کولو خلاف دریځ ' سره سره هم د چین فضايي پروګرام پراخېږي.
جون میاشت کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فضايي ځواک په نامه د امریکايي پوځ شپږمې څانګې رامنځته کولو هوډ څرګند کړ.
امریکايي چارواکي په ارام سمندر کې د چین پراخېدونکي نفوذ ځکه اندېښمن کړي، چې واشنګټن اوس هم دغه سیمه کې مهم رول لري.
دې کې تر ټولو مشهوره سیمه د چین سویلي سمندر دی چې پر ډېره برخه یې چین او یو شمېر نور هېوادونه ادعا کوي.
امریکايي پوځي الوتکې پرلپسې پر دې سیمه الوتنې کوي او غواړي د الوت ازادي وښيي. بل لور ته چین په ظاهره د سیمې ټاپو ګانو کې او تر اوبو لاندې داسې تاسیسات پراخوي، چې پوځي تجهیزات ښکاري.
دغه راز یې د تمریناتو پر مهال پوځي پوستو کې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بله ناندریزه موضوع تایوان دی، چې چین یې خپل بېل شوی ایالت بولي.
اوسنی رپوټ خبرداری ورکوي، چین احتمالاً د زور له لارې د تایوان یو ځای کولو ته چمتووالی کوي:
''امریکا باید مداخله وکړي، چین به هڅه وکړي اغېزمنه مداخله وځنډوي او د لنډې مودې په یوه سخته جګړه کې بریا ته ورسېږي. ''
متحده ایالتونو ۱۹۷۹ کې له تایوان سره رسمي اړیکي پرې کړل، خو نژدې سیاسي او امنیتي اړیکي یې لا هم دوام لري، چې بیجینګ یې اندېښمن کړی دی.








