چین له لانجمنو ټاپوګانو د امریکا بېړیو ته د وتلو خبرداری ور کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
چین وايي، امریکا د دغه هېواد لانجمنو ټاپوګانو ته نږدې د دوو بېړیو په لېږلو سره د بېجینګ د ځمکنۍ بشپړتیا سخته خلاف ورزي وکړه.
د چین دفاع وزارت وايي، په دغه سمندرګي کې یې بېړیو او الوتکو د امریکا بېړیو ته له سیمې د وتلو خبرداری ور کړ.
امریکايي بېړۍ د دغه سمندرګي څلورو سیمو کې ګرځېدلې چې په هغو کې ووډي ټاپو هم دی، چې پکې چین توغندي لګولي دي.
د مصنوعي سپوږمکۍ انځورونو وښودله چې دغه ټاپو کې پر لاریو توغندي لګول شوي دي.
له دې معلوماتو وروسته امریکا چین ته له هوايي سره نږدې سمندري مانورو کې د ګډون بلنه بېرته واخیسته.
د امریکا ځواب

د عکس سرچینه، Google/Digital Globe
ارام سمندر کې د امریکا بېړۍ له خوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې دې سیمه کې د ازاد ګرځېدلو اړوند دودیز پوځي تمرین کوي او راتلونکې کې به هم دا کار وکړي.
نږدې دوه اونۍ مخکې هم د چین هوايي ځواک وویل، چې بم غورځوونکو الوتکو یې اول ځل سوېلي چین سمندرګي ته استولې.
د بېجینګ دا ګام د امریکا لپاره نوی خبرداری دی.
لرې نښه ویشتونکو الوتکو کې (H-6K) کې هم دي چې په دغو ټاپوګانو کې یې مانورې وکړې او په دې سره یې ټولو سیمو ته د چین د لاسرسي وړتیا بهتره کړه.
چین له دې مخکې هم جنجالي ټاپوګانو ته نږدې د امریکا بېړیو پر تګ سخت غبرګون ښودلی او دا کار یې سخته سیاسي او پوځي نیواکګري بللې ده.
سوېلي چین سمندرګی

د عکس سرچینه، Reuters
سوېلي چین سمندرګی مهمه سوداګریزه لار ده، خو پر ملکیت یې شپږ هېوادونه دعوه لري.
چین ټول سوېلي چین سمندرګی د ځان بولي ،خو د دغه سمندرګي پر شاړو( له خلکو پر تشو) پارسل او سپارټلي ټاپوګانو ویتنام، فلیپین، تایونان او مالیزیا هم دعوه لري.
چین وايي، د خپل حق د دعوې د ثبوت لپاره ښه دا ده چې پېړیو مخکې اسنادو ته وکتل شي.
دغه هېواد د دې ادعا د ثبوت لپاره د ۱۹۴۷ کال یوه نقشه هم وړاندې کوي.
سوېلي چین سمندرګی د کبانو بډایه ډنډونه لري او داسې تصور کېږي چې د ګاز او تېلو خورا لویې زېرمې هم لري.









