ویتنام ته د امریکا جنګي بېړۍ تاریخي سفر چین ته څه پیغام لري؟

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، دا بېړۍ تر نوي پورې الوتکې لېږدوي، له ډاننګ وروسته مانیلا ته خوځېږي.

د امریکا او ویتنام له جګړې کلونه وروسته د متحده ایالتونو الوتک وړونکې بېړۍ کارل وېنسن په لومړي ځل ویتنام ته په تاریخي سفر رسېدلې ده.

دا د ویتنام جګړې له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې یوه امریکايي بېړۍ دغه هېواد کې لنګر اچوي.

په دې بېړۍ کې نږدې۹۰ الوتکې پکې بار دي او پر ۱۹۷۵ کال د ویتنام او امریکا له جګړې پای ته رسېدلو وروسته په دغه هېواد کې د متحده ایالتونو خورا پراخ پوځي شتون ښيي.

دې بېړۍ داننګ بندري ښار کې اړولي، چې امریکايي ځواکونو په لومړي ځل ویتنام کې په دغه سیمه کې پښه کېښوده.

د ویتنام جګړې پر مهال داننګ کې امریکا مهمه پوځي اډه درلوده او د هغې جګړې پر خورا مهم سمبولیک ځای بدل شوی دی.

دې سیمې ته د بېړۍ تګ د واشنګټن او مانیلا ترمنځ د پوځي اړیکو د زیاتېدلو په مانا دی.

خو شنونکي وايي، چین ته هم یو پیغام دی چې په لانجمن جنوبي چین سمندرګي کې یې پرمختیايي چارې روانې دي.

دا بېړۍ ویتنام ته په داسې مهال ځي چې بېجینګ ۱،۱۱ تریلیون ینه(۱۷۵ میلیارد ډالر) پوځي بودیجه اعلان کړې او دا د تېر کال پرتله ۸ سلنه زیاته ده.

د چین او ویتنام اړیکي

ر

د عکس سرچینه، EPA

د بي بي سي خبریال جنتن هیډ- چې په داننګ کې دی- وايي، سره له دې چې د امریکا او ویتنام ترمنځ پوځي اړیکي زیات شوي، خو لا هم محدودیتونه شته او ویتنام باید د دې تاریخي لیدنې پیغام په پام سره وارزوي.

چین دا مهال په سیمه کې خورا لوی ځواک دی او ور سره د ویتنام ډېر مهم سوداګریز ملګری هم دی.

زموږ خبریال وايي، همدا وجه ده چې د ویتنام کمونېست مشرتابه د هر هغه ګام مخنیوی غواړي چې له ستر ګاونډي سره یې اړیکي خراب کړي.

چین ټول سوېلي چین سمندرګی او هغه ټاپوګان او ټاپو ټولګې د ځان بولي، چې نور هېوادونه یې هم پر مکیت دعوه لري.

په دوی کې ویتنام هم په پارسل او سپارټلي ټاپوګانو دعوه لري.

امریکا تل وايي، چې د سوېلي چین سمندرګي لانجه کې بې پرې ده، خو د امریکا سمندري ځواکونه د هغه څه په پلمه چې د ماڼوګرۍ ازادي یې بولي دغو لانجمونو اوبو ته ځي او دا د چین د سیمه ییزې ځان غوښتنې په مقابل کې څرګنده ننګونه ده.

د ویتنام جګړه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یو اټکل له مخې د ویتنام جګړه کې له یو نیم تر دریو میلیونو ویتنامیان وژل شوي او تر ۵۸ زرو امریکايي سرتېري وژل شوي یا ورک دي.

د امریکا کارل وېنسن بېړۍ تېرو لسیزو کې دې پراخې سیمې ته ډېر سفرونه کړي.

دا وروستی سفر یې داسې هېواد ته دی چې د جګړې په زور ترې امریکا وتلې وه.

د ویتنام جګړه چې ویتنامیان یې امریکايي جګړه بولي اوږده او خونړۍ وه.

د ویتنام حکومت اټکولوي چې په هغه جګړه کې په میلیونونو ولسي وګړي او کمونېست وسلوال ووژل شول.

د یو اټکل له مخې په دې جګړه کې له یو نیم تر دریو میلیونو ویتنامیان وژل شوي او تر ۵۸ زرو امریکايي سرتېري وژل شوي یا ورک دي.