باجوړ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټر بم برید؛ 'د مړو رایستلو پر مهال هم ډزې وشوې'

د عکس سرچینه، KP Rescue 1122
- Author, عزیز الله خان
- دنده, بي بي سي - پېښور
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
"کله چې موږ تر ویجاړو شویو ځایونو لاندې خلک را ایستلو، هغه مهال هم پر امنیتي پوستې ډزې روانې وې او هلته امنیتي کسانو ځوابي ډزې وکړې او کله چې ژوبل کسان په ایمبولانسونو او نورو موټرو کې روغتون ته لېږدول کېدل، هغه مهال هم ډزې روانې وې."
دا خبره د یوه عینی شاهد ده چې د دوشنبې په ماښام یې د خیبر پختونخوا باجوړ سیمې په یوه امنیتي پوسته کې له چاودنې وروسته د مرستې لپاره هلته ورغلی و. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله دغه کس نه غواړي، چې نوم یې خپور شي.
د هغه په خبره، د ماخوستن له لمانځه وروسته په سیمه کې د چاودنې زورور غږ واوریدل شو او داسې احساس یې کاوه لکه چې دا چاودنه د هغوی د کور په شاوخوا کې شوې وي. "شاوخوا هرې کورنۍ نژدې همداسې حالت درلود، خلکو داسې احساس کاوه لکه چې زوروره چاودنه د دوی کورونو ته نږدې شوې وي."
بل لور د سې شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه ویل شوي چې په دې برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او یوه نجلۍ وژل شوي دي.
ای اېس پي ار وایي چې د دوشنبې په ورځ د باجوړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه مشترکه امنیتي پوسته وسله والو برید وکړ. د اعلامیې له مخې، وسله والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له امنیتي پوستې سره ټکر کړه چې له کبله یې د پوستې ودانۍ ویجاړه شوه.
ای اېس پي ار زیاتوي، چې د چاودنې له امله نږدې ودانۍ هم زیانمنې شوې، چې پایله کې یوه نجلۍ وژل شوې او اووه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې امنیتي سرتېرو په ځوابي ډزو کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د عکس سرچینه، KP Rescue 1122
بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د تېرې ورځې د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې د اېف سي پر پوسته ځانمرګي برید او امنيتي ځواکونو ته اوښتې مرګژوبله غندلې ده.
اعلی وزیر په دې هکله ویلي دي: ''د ترهګرو په برید کې د امنیتي ځواکونو د سرتېرو ترڅنګ د یوې ماشومې وژل کېدل خورا خواشینوونکی دي.''
هغه له پېښې وروسته مرستندویه ادارو ته لارښوونه کړې چې بېړنۍ او بشپړې مرستندویه چارې ترسره کړي. د سهیل اپریدی په وینا، تر خاورو د لاندې پاتې کسانو راایستلو لپاره د ژغورنې عملیات چټک شوي دي.
هغه زیاته کړه چې صوبايي حکومت د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په دې غم کې برابر شریک دی: ''د ترهګرۍ بزدلانه پېښې د ولس مورال نه شي کمزوری کولای.''
وزیر اعلی ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره یوه هر اړخیزه او اغېزمنه تګلاره اړینه ده.
سهیل اپریدی وايي، ترهګري د ټول هېواد لپاره یو مشترک ګواښ دی او په صوبه کې به د امنیت ضد عناصرو پر ضد عملیات نور هم چټک کړل شي.
ماموند سیمه له ډیورنډ کرښې سره خورا نږدې پرته ده چې تېرو څو کلونو کې پاکستاني ځواکونو افغانستان ته ورغلې لارې په رسمي ډول تړلي دي او ډېر تګ راتګ پرې نشته.
دغلته تېر کال حکومتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له خبرداري وروسته لوی شمېر ولسي خلک له سیمې وتلو ته اړ کړي وو. باجوړ کې د پاکستاني ریاست پر ضد د وسله والو پاکستاني طالبانو غورځنګ فعال دی خو ډېر کله د بریدونو مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې هم په کې منلی دی.
'یوه نیمه میاشت مخکې خلکو ته ویل شوي و، چې اوس په سیمه کې امنیت ټینګ شوی'
د یادونې ده، چې په لوی ماموند سیمه کې څو میاشتې وړاندې د وسله والو سخت دریځو پر ضد پوځي عملیات هم شوي و.
د تحصیل ناوګۍ مشر ډاکټر خلیل الرحمان وايي، د دې عملیاتو پر مهال ډېری خلک کډوال شوي وو، خپل کورونه یې پرېښودل، او په کمپونو کې یې ژوند کاوه. هغه زیاته کړه چې خلک شاوخوا یوه نیمه میاشت په کمپونو کې پاتې شول. د ډاکټر خلیل الرحمان په خبره، له یوې نیمې میاشتې وروسته خلکو ته وویل شول چې اوس سیمه پاکه شوې او هغوی خپلو سیمو ته بېرته ستانه شول.
نوموړی وايي، حکومت باید خپلې پالیسۍ بیا وڅېړي، ځکه په دې ډول پالیسيو سره خلکو ته زیان رسېږي.
په باجوړ کې له اوږدې مودې راهیسې حالات کړکېچن دي، په دې سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره سره پر مذهبي مشرانو او د هغوی پر غونډو هم بریدونه شوي دي. د ځینو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۳۰مه په خار سیمه کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان یوې غونډې پر مهال د ځانمرګي برید پایله کې نژدې ۶۰ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د هغه برید مسوولیت داعش منلی و.
دا راز د ۲۰۲۵ کال په جولای کې په باجوړ کې د ناوګۍ لویې لارې پر سر د مرستیال کمېشنر پر قافلې برید وشو، چې په کې د مرستیال کمېشنر په ګډون پنځه کسان ووژل شول. په دا وروستیو کې پر پولیسو او ځینو قبايلي مشرانو هم هدفي بریدونه شوي دي.


















