جرګه، پښتو ژبه او چپلي کباب: د هند تر کنټرول لاندې د کشمير هغه کلي ته سفر چې پښتانه په کې اوسېږي

- Author, رياض مسرور
- دنده, بي بي سي اردو، سرينګر
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د هند تر کنټرول لاندې د کشمير له مرکز سرينګر څخه ۶۰ کیلومتره لرې د اننت ناګ ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې د پراته کلی (چکي اچهر داس) وګړي که تاسو وګورئ چې پګړۍ يا لونګۍ یې په سر دي او یو ځای راغونډ شوي، داسې ګومان به وکړئ چې د خيبر پښتونخوا او يا هم د افغانستان په یوه جرګه کې راټول شوي دي.
کله چې د بي بي سی ډله ورغله نو په رښتيا هم دلته یوه جرګه روانه وه خو توپير يوازې دومره و چې دا خيبر پښتونخوا نه وه. دلته شته کسانو ويل، دوی نه يوازې د جرګې دود ژوندی ساتلی بلکې د پښتنو د نورو دودونه او رواجونه د ژوندی ساتلو لپاره تر خپله وسه هڅې کوي.
د دې جرګې مشر بشير خان بي بي سي ته وويل، "موږ د پښتنو دودونه نه دي پراېښي. دلته که د مېړه او مېرمنې تر منځ شخړه وي، د ځمکو لانجه وي او که بله ټولنيزه ستونزه وي، موږ یې د جرګې له لارې هوارو او دواړه خواوې یې مني هم. تېره یوه پېړۍ زموږ په سیمه کې هېڅ یوه قضيه پوليسو او یا تر محکمې نه ده رسېدلې".
دا پښتانه ولې د هند تر ادارې لاندې کشمېر ته تللي دي؟

د بشير خان په وینا د نولسمې پېړۍ په پیل کې د هغه وخت مهاراجه ګلاب سېنګ د دې کلي (چکي اچهر داس) شتمن راجه اچهر داس ته يوه ټوټه ځمکه جاګير ورکړه.
"دا زرګونه کناله ځمکه ډېره شنه او حاصلحېزه وه. راجه اچهر داس پرېکړه وکړه چې دلته د مڼو، چارمغزو او بادامو د باغونو ترڅنګ د وريجو يا شولو کښت هم وکړي".
ښاغلی بشير وايي، "هغه وخت ټول یو هند و، ټول کاروبار د راولپنډۍ سړک له لارې کېده، ځکه له اوسنۍ خيبر پښتونخوا او د افغانستان له ځينو سيمو سوداګر او کارګر دلته راتلل. راجه اچهر داس لسګونه پښتانه په کرنه بوخت کړل او څو کلونه وروسته ورته وويل شول چې خپلې کورنۍ هم دلته راولي".
"کله چې دلته د پښتنو شمېر زيات شو، راجه يوه پراخه سيمه پښتنو ته ورکړه او د هغوی د کلي نوم یې چکي اچهر داس کېښود".

د سيمې يو بل اوسېدونکی محمد غفران خان وايي، د ۱۹۲۰ لسيزې په لومړيو کې له پېښور، کوهاټ، هزاره او ډېره اسماعيل خان سيمو لسګونه کورنۍ راکډه شوې او د کشمير په بېلابېلو برخو کې مېشتې شوې.
"په چکي اچهر داس کې زموږ منظم نفوس شته دی. د همغو کورنيو اولادونه اوس دلته او نورو ځايونو کې اوسېږي. دلته زموږ اکثريت دی، خو د کشمير په سرينګر، پلواما، کشتواړ او ګاندربل ولسواليو کې هم زموږ خلک شته چې خپلوۍ او اړيکې سره لرو".
د پښتون کلتور ساتنه

د چکي اچهر داس ځوانان پلتون او جاکټ اغوندي خو د کلي مشران لا هم پګړۍ يا لونګي په سر کوي.
ښاغلی بشير وايي، "په پښتنو کې پګړۍ ډېر ارزښت لري..."
د دې کوچنۍ پښتني ټولنې مشرانو د خپل کلتور د ساتلو لپاره ګڼ ګامونه پورته کړي دي. ښاغلی بشیر او نور لوستي کسان په خپلو کورونو کې وړو ماشومانو ته د پښتو ژبه ورزده کوي.
معلم بشير وايي، "موږ اوس په رسمي توګه کشمیريان یوو خو پښتو ژبه او پښتني دودونه زموږ د ژوند برخه دي. هر څه چې کېږي موږ به خپل دودونه او خپله پېژندګلوي تل ژوندۍ ساتو".
د ښاغلي بشير په کور کې د قران کريم او د احاديثو د کتابونو پښتو ژباړې هم شته او دی یې ځوانانو ته ورښيي.
د کلي يو ځوان محمد توصيف خان وايي، پښتنه ټولنه د خپل هویت، دودونو او ژبې په اړه ډېره حساسه ده.
"ماشوم له پيله له مور او پلاره پښتو زده کوي بيا موږ ځانګړي ټولګي هم جوړو چې ژبه په سمه توګه زده کړي".
توصيف خان وايي، ټولنيزو رسنيو هم له دوی سره د خپل کلتور په ساتنه کې ډېره مرسته کړې ده.
"په ودونو کې موږ يوازې پښتو سندرې وايو، خو اوس د فېسبوک او يوټيوب له لارې د خيبرپښتونخوا سندرغاړي هم اورو له هغو اغېزمن کېږو او همغه سندرې وايو. دلته نازيه اقبال، رحيم شاه، غزاله جاوید، ګلزار عالم، اقبال خټک او نور ډېر مشهور دي".
"د ټولنيزو رسنيو په مرسته د ژبې وده او ساتنه نوره هم اسانه شوې ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
دلته ځايي سندرغاړی محمد طيب خان وايي، د حاصلاتو له راټولولو او له بڼونو د مڼو له راشکولو وروسته په همدغو باغونو کې د پښتو موسيقۍ محفلونه جوړېږي. په دغو محفلونو کې پښتو سندرې ويل کېږي او خلک د تورو دسمالونو په ښورولو سره د پښتني کلتور مشهور، اتڼ کوي.
طيب وايي د دوی مشرانو دا دود ځکه ژوندی ساتلی چې نوی نسل خپل تمدن او خپله ژبه هېره نه کړي.
"يوازې ژبه او موسيقي نه، بلکې د خوړو په برخه کې هم موږ خپل کلتور نه دی هېر کړی. دلته هم د پښتنونخوا په څېر چپلي کباب، شينواري پلاو، دم پوخت پخېږي او خوړل کېږي. د روژې په میاشت کې موږ خپلو هغو ګاونډيانو ته چې پښتانه نه دي، د روژه ماتي پر مهال شينواری پلاو ورکوو".
د ژبې په اړه د پښتنو د حساسيت بيانولو پر مهال محمد غفران خان وويل، "موږ ډېری ودونه په خپلو کورنيو کې کوو. کله ناکله داسې هم کېږي چې له غير پښتنو سره وداه وشي خو مهمه خبره دا ده چې که هلک او یا نجلۍ پښتنه نه وي وروسته پښتو ژبه زده کوي".
"هلته که زموږ خپلوان هم وي اړيکه ورسره نه لرو"
په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانوي هند له وېش وروسته د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير سيمو کې له يوه بل سره اړيکي پرې شوې دي.
محمد غفران وايي. "زما نيکه به له بارهموله په پښو تللو، هلته به یې له خپلو خپلوانو او ملګرو سره ليدل او بېرته به په پښو راګرځېده. خو له وېش وروسته له پولو اوښتل ستونزمن شوي دي". کېدی شي نوی نسل د ټولنيزو رسنيو له لارې هلته اړیکه ولري خو دلته حالات تاسو ته معلوم دي. ځکه موږ خپل ژوند کوو، خپل هويت او خپله ژبه ساتو. په عمومي ډول به ووايم که زموږ خپلوان اوس هلته [پاکستان کې] وي هم، موږ ته به څوک خبر راکړي؟ زموږ هلته هېڅ اړیکه نشته."
د پښتنو کډوالو په تېرو نسلونو کې د زدکړو کچه ډېره ټيټه وه خو په تېرو څو لسيزو کې د دوی لوی شمېر لوستي شوي دي. اوس دوی د هند په اساسي قانون کې د ذکر شویو قبايلو لپاره د ټاکل شويو حقونو غوښتنه کوي.
معلم بشير وايي. "موږ د یوې قومي ډلې په توګه منل شوي یو خو که په هېواد کې قبایلو ته د دندو ځانګړې شوې برخه ورکول کېږي، موږ ته هم باید په دې کې برخه راکړل شي."


















