افغان سوداګر: شاوخوا ۶۰ سلنه افغان ترانزیتي توکي له کراچۍ بندره بېرته اصلي هېوادونو ته ستانه کړل شوي

د ویډیو تشریح، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي خبرې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

افغان سوداګر وايي‌ پاکستان کې د ایسارو افغان ترانزیتي توکو څه د پاسه شپېته سلنه د کراچۍ له لارې بېرته له پاکستانه ایستل شوي دي.‌

دغه ترانزیتي توکي، چې ټاکلې وه د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په کراچۍ بندر کې ایسار پاتې وو.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وینا، اوس له دغو توکو څه د پاسه شپېته سلنه بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته چې ترې وارد شوي وو، استول شوي او کم اندازه په ایران کې چابهار او بندر عباس ته لېږدول شوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي بي بي سي‌ ته وویل "د توکو هغه محمولې یا ټولګې چې بیې یې دېرش تر څلوېښت زره ډالرو وې، له کراچۍ ښاره هغو هېوادونو ته چې ترې واردات شوي وو، استول شوي ځکه سوداګر کولی شي د توکیو پر لېږد له راغلي لګښت وروسته لږ تر لږه د خپلې پانګې ۵۰ یا شپېته سلنه لاسته راوړي."

خو نوموړی وايي، هغه ټولګې چې ارزښت یې شل زره ډالر یا تر هغې کم و پرېښودل شوي، ځکه له ډېمبرېج او د لېږد له لګښتونو وروسته سوداګر خپله پانګه نشي ترلاسه کولی.

ښاغلي الکوزي وویل: "افغان سوداګرو او افغانستان ته هغه توکي په درد نه خوري چې نرخ یې کم دی او خراب شوي یا له منځه تللی او تاریخ یې تېر شوی دی. بل هغه مالونه چې شاوخوا ۱۲۰۰ کانتینر دي،‌ یا تورخم، چمن او غلام خان کې دي یا د پېښور پر رېنګ روډ ولاړ دي یا له کراچۍ راوتلي او تر لاهوره پورې په یوه ځای کې ولاړ دي، چلوونکي یې پیسې غواړي او سنجونه ورته کېږي."

پاکستان د روان میلادي کال په لومړيو کې له دغه هېواده د افغان ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړه او وې ویل چې افغان سوداګر کولی شي له کراچۍ او نورو بندرونو خپل ایسار پاتې توکي بېرته خپلو اصلي‌ او یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

تېر اکتوبر کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د طالبانو حکومت د ځواکونو له یوه "غچ اخیستونکي" برید وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګریزۍ ټولې لارې تړل شوې.

له دې سره د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګریزو توکو سلګونه بار موټر هم ایسار پاتې شول او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان واوښت.

اسلام اباد ویلي، لارې به تر هغې تړلې وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی په وینا د هغو وسله‌والو خلاف کارنده ګامونه نه وي اخیستي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داسې وسله والو له موجودیت او همدا راز د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې د کارېدو انکار کوي او د اسلام اباد تورونه یې په ځلونو رد کړي دي.

کابل دا هم ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ لارو بېرته پرانیستل کېدو ته تر هغې اجازه نه ورکوي، چې اسلام اباد یې د سیاسي فشار وسیلې په توګه د نه کارولو او په هر ډول شرایطو کې د نه تړل کېدو پیاوړی تضمین نه وي ورکړی.

وړاندې، د چمن سوداګرۍ خونې پخواني چارواکو ویلي وو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په ټپه ولاړ حالت او پرېکون تر ټولو ډېر زیات د ډیورند کرښې دواړو غاړو سیمو اقتصاد، سوداګر او خلک اغېزمنوي.

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت په تېره جنورۍ میاشت کې ویلي وو، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت (د جنورۍ ۱۰مه) ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو تېر کال (۲۰۲۵) کې ۱ اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ته راکښته شوې ده.

د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ټیټېدو تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.

د وزارت په وینا، افغانستان ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د ۸۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او برعکس د ۱ اعشاریه ۶۴۴ میلیارد ډالره واردات درلودل، خو تېر کال د افغانستان صادارت ۵۰۵ میلیون او واردات ۱ اعشاریه ۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راکم شوي دي.

د وزارت له څرګندونو یوه ورځ وړاندې پاکستاني رسنیو د رسمي شمېرو په حواله ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې پرتله ۵۳ سلنه غورځېدلې ده.

پاکستاني چارواکو هم د دغه کمښت لامل پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو تړل کېدل بللي‌.

شپږ میاشتو کې ۵۳ سلنه کمښت

د لارو تړول کېدو له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لارو تړول کېدو له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر ایسار پاتې دي

پاکستان یو وخت د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک و، خو د راپورونو له مخې اوس یې ځای د افغانستان لوېدیځ ګاونډي ایران او د سوېل‍ي اسیا نورو هېوادونو نیولی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، پخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنی تجارت‌ شاوخوا "دوه‌نیم میلیارد ډالر" و.

د طالبانو حکومت پاکستان سره له ترینګلتیا وروسته پر دغه هېواد د تکیې کمولو او په ټوله کې د متوازنې سوداګرۍ ودې لپاره له مرکزي اسیا، هند، چین، روسیې او ترکیې په ګډون نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراخولو هڅې کوي.

افغان سوداګر هم اوس ډېره راکړه ورکړه د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار او بندر عباس له لارې کوي.