له پاکستان سره د لارو پر تړل کېدو سربېره په ۲۰۲۵ کې څنګه د افغانستان سوداګري "وغوړېده"؟

دوه لاسونه ښکاري چې د افغانیو پنځه‌سوییز بنډل شماري.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې "له ستونزو او [له پاکستان سره] د سوداګریزو لارو له تړل کېدو" سره سره په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دغه هېواد سوداګري "غوړېدلې" ده.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې که څه هم په دغه کال ځينې سوداګریزې لارې تړلې پاتې شوې خو په وینا یې، هغو "ستونزو او ننګونو منفي اغېز نه دی کړی" او د افغانستان صادرات او واردات د تېر کال پرتله په ۲۰۲۵ کې "زیات" وو.

دغه وزارت تېره دوشنبه (مرغومی ۱۵/جنوري ۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټولییز ډول د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه څه کم ۱۴ میلیارد ډالره وه.

د وزارت په خبره، "د افغانستان د صادراتو او وارداتو مجموعي ارزښت ۱۳ میلیارده ۹۳۲ میلیون ډالره و چې په دې کې یو میلیارد او ۸۰۹ میلیون ډالر صادرات او ۱۲ میلیارده ۱۲۵ میلیون ډالره واردات وو."

دا د تېر کال پرتله شاوخوا ۱.۵ میلیارد ډالر زیاتوالی ښيي.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، په وړم ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګري "۱۲.۴ میلیارد ډالره" وه.

دغه وزارت دا شمېرې په داسې حال کې په ډاګه کوي چې له خپل ګاونډي پاکستان سره یې تر وروستۍ ترینګلتیا او سیاسي ناندریو وروسته سوداګري د لارو تړل کېدو له کبله په ټپه درېدلې برېښي.

پاکستان هغه هېواد دی چې پخوا پرې افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې ډېره تکیه کوله او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، ترمنځ یې کلنی تجارت‌ شاوخوا "دوه‌نیم میلیارد ډالره" و.

د افغانستان د وارداتو په برخه کې د هند نوم په سر کې دی

د کندهار د وچې مېوې بازار کې د انځرو سوداګر برېښي چې کوټ کوټ ورته پراته دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوداګرۍ وزارت ویلي چې هند او نورو هېوادونو ته د انځرو او ممیزو په ګډون وچه مېوه، هېنجه او ځينې نور خوراکي‌ او غیر خوراکي‌ توکي صادر شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ترینګلتیا وروسته د طالبانو حکومت له افغان سوداګرو وغوښتل چې خپلو سوداګریزو توکو ته د پاکستان بدیل او د نړۍ په نورو بازارونو کې مارکیټ پیدا کړي.

د نورې سوداګریزې راکړې ورکړې ترڅنګ یې د درملو له واردوونکو هم وغوښتل چې نور دې له پاکستانه درمل نه واردوي او وروسته د افغانستان بل ګاونډی او د پاکستان رقیب هېواد هند د دارو درملو په برخه کې د افغانانو د لاس‌نیوي ټټر و واهه. هغه هېواد چې د طالبانو تر حکومت مخکې یې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره وه او د تجارتي اسانتیاو لپاره یې ترمنځ هوايي دهلیزونه هم پرانیستل شوي وو.

هند ته له پخوا راهیسې د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو د یوه مهم مارکیټ په سترګه کتل کېږي او په وروستیو کې د طالبانو حکومت چارواکو له سفرونو او څرګندونو هم برېښي چې د سیاسي اړیکو د رغولو ترڅنګ د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره هم دواړه لوري هڅه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت که څه هم نه دي ویلي چې په ځانګړي ډول هند ته یې د صاداراتو کچه څومره وه خو په تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د صادراتو په برخه کې لومړی نوم د هند اخیستی دی.

دغه وزارت ویلي چې په دغه کال د افغانستان "تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، ایران، ترکیې،‌ چین، عراق او تاجکستان ته وو."

دغو هېوادونو ته کوم توکي صادر شوي؟ د وزارت په وینا، "انځر، ممیز، هېنجه او تخم یې، د ډبرو سکاره، مالوچ، زړي، پسته، بادام، زعفران، وچ زردالو یا مندتې، زڼکۍ، مڼې، انګور، رومیان، مۍ، انرژي لرونکي څښاک، کاني تیږې، غالۍ او ټغر، زڼغوزي او انار."

د ایران او منځنۍ اسیا مسیر له پاکستان سره د لارو تړلو ستونزه جبران کړې؟

بار وړونکي ګاډي د سړک پر غاړه ولاړ دي او یو ډرایور پر پوزي ناست دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که څه هم د دواړو هېوادونو سوداګر وايي‌ چې د لارو بندېدو له کبله دروند زیان ور اوښتی خو د طالبانو حکومت وايي چې دې پر افغانستان کوم "منفي اغېز نه دی کړی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د وارداتو کچه څه باندې ۱۲ میلیارد ډالره وه.

دغه وزارت ویلي چې د افغان توکو د وارداتو عمده هېوادونه "ایران، متحده عربي امارات، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، روسیه، قزاقستان، مالیزیا او هند" دي او په وارداتو کې تر ډېره "د موټرو پرزې او ماشينونه، تېل، ډیزل، پټرول، اوړه او غنم، طبیعي ګاز، برېښنايي‌وسایل، د کتان ټوکر یا رخت، نباتي غوړي، تور سیمنټ، درمل،‌ سېله وريجې، بوره، لبنیات او هګۍ، سیګرټ او د صنعتي فابریکو خام مواد" شامل دي.

په سوداګریزه برخه کې د دې "پرمختګ" په اړه رویټرز خبري اژانس ویلي چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د ایران او منځنۍ اسیا لارې د افغانستان لپاره دا ستونزه هواره او "جبران" کړې ده.

د دغه اژانس په وینا، که څه هم پاکستان له څو لسیزو راهیسې د افغانستان لپاره سمندري بندرونو ته د لاس‌رسي مهمه دروازه وه خو په وینا یې، اوس سوداګر د ایران او مرکزي اسیا پر بدیلو لارو تکیه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، سوداګر اوس د پاکستان پر ځای د چابهار بندر له لارې د ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان له لارې خپل بارونه لېږدوي رالېږدوي او دې له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د درېدو او له کبله یې د رامنځ‌ته شوې سیاسي ناڅرګندیا اغېز کم کړی دی.

که پر افغانستان اوس د طالبانو حکومت دی او که تېر جمهوري نظام، له پاکستان سره له پخوا راهیسې د لارو تړل کېدل او د سوداګریزې راکړې ورکړې درېدل وخت ناوخت وو. که اوس د طالبانو حکومت چارواکي دي‌ او که په تېر کې مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني و، پر پاکستان د تکیې د راکمولو خبره یې کړې.

ښاغلي غني ویلي وو چې پر پاکستان یې د افغانستان تکیه کمه کړې، افغانستان یې د منځنۍ اسیا پر "څلورلاره بدل کړی" او ګواکې له دغه ګاونډي سره د لارو بندښت پر افغانستان اغېز نه کوي.

که څه هم د دواړو هېوادونو سوداګر وايي‌ چې د لارو بندېدو له کبله دروند زیان ور اوښتی خو د طالبانو حکومت وايي چې دې پر افغانستان کوم "منفي اغېز نه دی کړی."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې تر هغه به له پاکستان سره لارې پرا نه نیزي چې ترڅو یې داسې "قوي تضمین" نه وي‌ ورکړی چې بیا به په بېلابېلو پلمو د لارو له تړلو د "سیاسي فشار" په توګه کار نه اخلي.

خو پاکستان تر اوسه د داسې کوم ضمانت ورکولو ډاډ نه دی ورکړی.