په صادراتو کې له کموالي وروسته د پاکستان سوداګریز زیان له ۱۹ میلیاردو ډالرو اوښتی

پاکستان

د راپورونو له مخې پاکستان د صادراتو له کموالي وروسته له ډېرو اقتصادي زیانونو سره مخامخ دی.

د یوه کال له حسابه د پاکستان سوداګریز زیان ۳۴ اعشاریه شپږ سلنه ډېر شوی او ۱۹ میلیارد او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان احصایې فدرالي ادارې د شمېرو له مخې په همدې موده کې د پاکستان واردات ۱۱ اعشاریه اته سلنه زیات شوي، ۳۴ میلیارد او ۴۰۰ میلیونو ته رسېدلي او صادرات بیا له اته اعشاریه اووه سلنې کمښت سره ۱۵ میلیارد او ۱۸۰ میلیونو ډالرو ته ټیټ شوي دي.

په ډسمبر میاشت کې د پاکستان سوداګریز زیان د کال له حسابه ۲۳ اعشاریه اته سلنه زیات شوی او دوه میلیارد، ۸۵۵ میلیونو ډالرو ته رسېدلی.

د حکومتي شمېرو له مخې د زیان د دې برالا زیاتوالي لامل په صادراتو کې پام‌ وړ کموالی او په وارداتو کې زیاتوالی دی.

د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د پاکستان په صادراتو کې د یوه کال مخکې مودې پرتله ۲۰ اعشاریه څلور سلنه کموالی لیدل شوی او کچه یې دوه میلیاردو ۳۲۰ میلیون ډالرو ته ټیټه شوې.

د دې برعکس د وارداتو کچه کې بیا دوه سلنه زیاتوالی رامنځته شوی او شپږ میلیارده او دوه میلیون ډالرو پورې رسېدلي وو.

د پاکستان احصایې مسوولین د تېر کال له جولای میاشتې تر سپټمبر پورې د دغه هېواد سوداګریز زیان زیاتېدو یادونه په داسې حال کوي، چې په ورپسې اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پیل شو، پاکستان د ډیورنډ پر کرښه خپلې لارې پر افغانستان وتړلې او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په دا وروستیو کې ویلي وو، له پاکستان سره د راکړې ورکړې د لارو له بندېدو مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري "شاوخوا دوه اعشاریه پنځه میلیارد ډالره وه."

د مسولینو په وینا: "د لارو د بندښت له امله په میاشت کې تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پورې افغان سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د ډسمبر پر ۱۸مه ویلي وو چې د لارو د بندېدو له امله د پاکستان اقتصاد ته څلور اعشاریه پنځه میلیارده ډالر زیات زیان رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت د نومبر پر ۱۲مه افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه هر څومره ژر ممکنه وي بدیلې سوداګریزې لارې دې ولټوي او واردات، په ځانګړي توګه له پاکستانه د درملو واردات، ودرول شي.

که څه هم د طالبانو حکومت هڅه کوي له سیمې سره بدیلې سوداګریزې لارې ومومي، خو له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ پر تکیه لا هم اغېز احساسېږي.