د طالبانو حکومت لپاره له پاکستان پرته نورې کومې سوداګریزې لارې شته؟

اسلام کلا

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, هدایت‌الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ په وروستیو اونیو کې د کړکېچ له ډېرېدا او د سوداګریزو لارو بندېدو سره هم‌مهاله، د طالبانو چارواکي وايي د اسلام‌اباد پرځای د خپلې اقتصادي تکیې کمولو لپاره، دوی د ایران او مرکزي اسیا له لارې په سوداګریزو لارو تکیه کوي.

د پاکستان پر بندرونو د افغانستان تکیه له ډېرو کلونو راهیسې د اسلام اباد لپاره د کابل پر وړاندې د فشار وسیله ګرځېدلې، په ځانګړې توګه د هغو پاکستاني وسله‌والو په اړه چې د سرحد له هاغاړې یې پنا اخيستې ده.

خو د طالبانو حکومت په ډېرېدونکې توګه د ایران له امتیازاتو ګټه اخلي، چې بارونه د هند له ملاتړ لرونکي چابهار بندر ته ولېږدوي او د پاکستان پر سرحدي او ترانزیټي ستونزو د تېرېدو له لارې هڅه کوي چې د تکراري خنډونو مخه ونیسي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد رویټرز خبري اژانس ته وویل: "په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ سوداګري له ایران سره یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې له پاکستان سره د تبادله شوي یو میلیارد او ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېره ده".

"د چابهار امکاناتو د ځنډونو کچه راټیټه کړې او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی که سرحدونه بند شي، ترانسپورت به درېږي نه."

وړاندې، د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی چې په پاکستان کې خپل قراردادونه حل و فصل کړي او نورې لارې وکاروي.

هغه اسلام اباد تورن کړ چې له "سوداګریزو او بشري چارو د سیاسي فشار د وسیلې" په توګه کار اخلي جوړوي او ویې ویل چې افغانستان به له ټاکل شوې نېټې وروسته په شخړو کې منځګړیتوب ونه کړي او وزارتونو ته یې امر کړی چې د پاکستاني درملو تصفیه ودروي او د دې لامل یې د "ټیټ کیفیت" واردات وښودل.

درې میاشتې ضرب الاجل

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه وزارت وویل له ټاکل شوې نېټې وروسته به په افغانستان کې هېڅ ډول پاکستاني درمل د ګمرکونو له لارې صادر هېواد ته نه پرېښودل کېږي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ د زیاتوالي پر مهال، ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني درملو واردوونکو ته وویل چې په درېیو میاشتو کې خپل حسابونه په پاکستان کې تصفیه کړي.

د افغانستان د درملو او طبي تجهیزاتو واردوونکو شرکتونو د اتحادیې رئیس فضل الله نیازي د دې پرېکړې په اړه بي‌بي‌سي ته وویل د درېیږ میاشتو په موده کې د حساب تصفیه کول د افغان سوداګرو لپاره ستونزمن دي.

ښاغلي نیازي وویل، اوس مهال لږ تر لږه ۶۰٪ د افغانستان د اړتیا وړ درمل له پاکستانه واردېږي.

د پاکستاني درملو ارزانه بیه، د لاسرسي اسانتیا او د افغانستان بازارونو ته یې چټک انتقال له ډېرو کلونو راهیسې له دې هېواده د درملو د لویې اندازې وارداتو اصلي لاملونه دي.

په افغانستان کې له ۴۰۰ ډېر شرکتونه له بېلابېلو هېوادونو د درملو او طبي تجهیزاتو پر وارداتو بوخت دي. په افغانستان کې د واردو شویو درملو کلنی ارزښت لسګونه میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د درملو او طبي تجهیزاتو واردوونکو شرکتونو د اتحادیې رئیس وویل: "نژدې ۶۰ تر ۷۰٪ د افغانستان د بازارونو درمل له پاکستانه واردېږي او پاتې ۳۰٪ له هند، ترکیې، بنګله‌دیش، ایران او ځینو نورو هېوادونو راځي. دغه درمل مختلف ډولونه لري، له انټې‌بیوټیکونو نیولې د تنفسي، زړه او عصبي سیستم تر درملو پورې."

'له پاکستاني شرکتونو سره مو میلیونونه ډالر پاتې دي'

درمل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان ته د وارد شویو درملو ارزښت لسګونو ملیون ډالرو ته رسېږي.

او هغه وايي چې د پاکستان بازار د افغان سوداګرو لپاره له اقتصادي اړخه ګټور دی: "که وغواړو له جرمني او اروپا واردات وکړو، د هغوی سیستم ډالري دی او په افغانستان کې نه پلورل کېږي، ځکه د خلکو اقتصاد خراب دی."

فضل الله نیازی وویل، د افغان سوداګرو لپاره ګرانه ده چې په درېیو میاشتو کې له پاکستاني شرکتونو سره حسابونه تصفیه کړي.

هغه زیاته کړه: "کله چې موږ سفارش ورکوو، درې میاشتې وخت نیسي او کله چې واردوو، طرزالعملونه شته چې په درېیو میاشتو کې موږ حسابونه نه شو تصفیه کولای. بله لویه ستونزه دا ده چې میلیونونه ډالر مو پاکستاني شرکتونو ته لېږلي او د هغوی په واک کې دي. لارې هم بندې دي، موږ هڅه کوو بدیلې لارې پیدا کړو چې د پاکستان حکومت اجازه راکړي زموږ درمل د کراچۍ بندر، چابهار بندر یا بندر عباس له لارې هرات او نیمروز ته انتقال کړو، چې په دې سره به زموږ حسابونه لږ تر لږه تصفیه شي."

د طالبانو حکومت وايي سوداګر باید د پاکستان پرځای د سوداګرۍ د دوام لپاره بدیلې لارې وپلټي.

د درملو واردوونکو شرکتونو اتحادیه وايي د افغانستان لپاره د اړتیا وړ درملو د اخیستو بدیل هېوادونه موندل اسانه دي، خو شرط یې دا دی چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، لکه د بهرنیو تولیدي شرکتونو چټک ثبتول او د افغانستان په درملو کې د مجازو درملو لېست اوږدول.

د دې ادارې رئیس وايي طالبانو ۳۰۰ کانتینره وارداتي درمل د کندهار ګمرک کې د ځینو دلایلو له امله ځنډولي، چې دې کار اوسمهال د نرخونو او د خلکو د لاسرسي پر کچه اغېز کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت ټینګار کړی چې له درې میاشتني وخت وروسته به هېڅ پاکستاني درمل خوشي نه شي.

دغه وزارت همدارنګه له سوداګرو غوښتي چې د کم کیفیت لرونکو درملو له واردولو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې په ګمرکونو کې یې اسانتیاوې او د بدیلو هېوادونو موندلو زمینه برابره کړې ده.

پاکستان وایي د افغانستان پرېکړه هېڅ زیان نه رسوي

له پاکستانه د درملو د واردولو په اړه د طالبانو حکومت له اعلان وروسته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف جیو نیوز ته وویل:"افغانستان د هر بندر یا هېواد له لارې سوداګري کولی شي، خو د افغانستان پرېکړه به د پاکستان اقتصاد ته هېڅ زیان ونه رسوي".

خو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان رویټرز ته وویل: "موږ په امنیت کې هېڅ مصالحه نه شو کولی."

هند د افغانستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپل اړیکي پراخه کړي دي، چې په لړ کې یې موده د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي ورغوښتی و او بشري مرسته یې پراخه کړې ده.

هند د چابهار بندر په مهمو ترمینلونو کې فعالیت کوي، چې دا یې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره ستراتیژیکه لار بولي. په اکتوبر کې، امریکا نوي ډیلي ته د شپږو میاشتو لپاره د بندر د فعالیت د ساتلو جواز ورکړ.

د منځنۍ اسیا لارې سوداګریز دهلېز

د افغان کارت شرکت په هڅو له افغانستان څخه مسکوته د کندهار د انارو صادرات له دیرش کلن ځنډ وروسته بیا پیل شول.

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د افغان کارت شرکت په هڅو له افغانستان څخه مسکوته د کندهار د انارو صادرات له دیرش کلن ځنډ وروسته بیا پیل شول.

افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان له لارې خپل خپله سوداګري ډېره کړې ده؛ هغه لارې چې وايي د پاکستان پرتله ګړندۍ وده کوي.

اخوندزاده د دې ګټو په توګه نوي ترانزیتي تړونونه، د سرحد ټیټ لګښتونه او په میلک او زاهدان کې دفترونه یاد کړل، چې دا د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د ایران اصلي سرحدي نقطې دي.

خو پاکستان لا هم د سمندر تر ټولو ګړندی لار ده، چې ټرکونه یې درېیو ورځو کې د کراچۍ جنوبي بندر ته رسېږي. افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه په ۲۰۲۴ کې نژدې ۱،۵ میلیارد ډالره وه.