د طالبانو حکومت پلاوی: پاکستان غوښتل هبت الله اخوندزاده هلته د هر راز جګړې د "ناروا" ګڼلو فتوا ورکړي

د عکس سرچینه، RTA
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو مرستیال وزیر او له پاکستان سره د مذاکراتي پلاوي غړی رحمت الله نجیب وايي چې پاکستان ترې هلته د هر راز جګړې د "ناروا" ګڼلو فتوا غوښتله.
ښاغلي نجیب نن چهارشنبه (نومبر ۱۲/لړم ۲۱) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، پاکستاني پلاوي غوښتل د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده داسې یوه فتوا صادره کړي چې له مخې یې په پاکستان کې هر راز جګړه او ناامني "ناروا" وګڼل شي.
خو دوی که څه هم ورته ویل چې په پاکستان کې ناامني "موږ پورې اړه نه لري" خو د ښاغلي نجیب په وینا، درېیمګړو [ترکیې او قطر] چې "زموږ له خپلمنځي حساسیتونو ډېر خبر نه دي ټینګار کاوه چې که شیخ صاحب" داسې فتوا ورکولو ته راضي شي نو ښايي په پاکستان کې امن رامنځته، د دواړو ګاونډيانو ترمنځ روانه کشاله حل او مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.
خو رحمت الله نجیب وايي، د طالبانو حکومت د پلاوي ځواب ورته دا و چې "امیر فتوا نه ورکوي" بلکې دا د "دارالافتاء" کار دی او که د پاکستان حکومت "زموږ دارالافتاء ته استفتاح راولېږي نو بیا دې نتیجې ته انتظار وکړي خو دا تمه دې نه کوي چې فتوا به د دوی په خوښه وي. بلکې هغه به د شریعت په رڼا کې فیصله کوي او بیا چې هره فتوا صادره شوه، موږ نه به ګیله نه کوئ."
که څه هم د پاکستان حکومت او یا یې پلاوي دې څرګندونو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو د استانبول مذاکراتو پرمهال او ترې مخکې او وروسته هم پاکستانیو چارواکو هلته روانه ناامني په افغانستان پورې تړلې. د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارېږي.
د طالبانو حکومت هم په ځلونو همدا خبره تکرار کړې چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د هېچا پر ضد هم نه کارېږي او په پاکستان کې د مېشتو وسلهوالو ملاتړ نه کوي.
له پاکستانه افغانستان ته د "وسلهوالو" د اړولو موضوع
ښاغلي نجیب په ننني کنفرانس کې هم وویل چې په پاکستان کې پر ناامنۍ او هره پېښه "خواشيني" کېږي خو په وینا یې، پاکستاني اړخ ته یې ویلي چې په پاکستان کې د "امنیت مسؤلیت موږ په غاړه نه شو اخیستلی."
ده وویل، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي سره د پاکستان د "مشکل ۲۳ کاله" او له "بلوڅانو سره تر ۵۰ کلونو هم ډېر پخوانی دی چې هغه وخت اسلامي امارت او حکومت نه و. نو دا خو موږ پورې تړلې موضوع نه ده."
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه مرستیال وزیر او له پاکستان سره د مذاکراتي پلاوي غړي همداراز وویل چې افغان اړخ بیا له پاکستانه غوښتل چې هلته د داعش مرکزونه له منځه یوسي او مشران یې ونیسي او همداراز د افغانستان فضايي حریم نقض نه کړي.
خو د ښاغلي نجیب په وینا، د دواړو پلاوو ترمنځ د څو ورځو خبرو کومه پایله ور نه کړه او مذاکرات پای ته ورسېدل.
ده وویل چې حکومت یې بیا هم چمتو دی چې له خپل دغه ګاونډي سره "ستونزه" د خبرو له لارې حل کړي.
د یادولو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تېره میاشت تر ترینګلتیا وروسته لومړی ځل د قطر په دوحه کې مذاکرات وشول چې پر اوربند او د خبرو پر دوام هوکړه پکې وشوه. ورپسې د ترکیې په استانبول کې دوه ځله د طالبانو حکومت او د پاکستان پلاوي سره کېناستل خو بیا یې هم خبرو کومه غوڅه پایله نه لرله.
معلومه نه ده چې د دواړو لورو ترمنځ بیا هم مذاکرات کېدونکي دي او که نه. خو د درېیم پړاو خبرو تر "ناکامېدو" وروسته تېره اوونۍ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې د "څلورم پړاو خبرو لپاره هېڅ پروګرام نه شته."











