د پاکستان-افغانستان کړکېچ: 'د استانبول خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې خو اوربند به دوام مومي'

Pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

تر هغې وروسته چې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ‌ درېیم پړاو خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې، دواړو خواو پر یوه بل د پړې اچولو ترڅنګ ویلي‌ چې اوربند به دوام کوي.‌

خو کابل او اسلام اباد کې د چارواکو غبرګونونو سره دا خبرداری هم مل دی، چې که له مقابل لوري پرې برید وشي، نو ځواب به وايي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې پر سهار پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، "د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږو".

هغه زیاته کړې، "د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر له‌پسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیت‌پذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: "متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی نه ښود."

څه چې د جنجال یو مهم ټکی بلل کېږي د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې دي چې وايي ټي ټي پي او نور پاکستان ضد وسله وال افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه یې ملاتړ کېږي. استانبول کې د خبرو له ناکامېدو وروسته په کمساري ډول د طالبانو حکومت یو څه پر جزیاتو د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) په تړاو څرګندونې وکړې.

د طالبانو حکومت ویاند یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د خپل حکومت هغه دریځ بیا تازه کړ چې ګواکې پاکستان خپلې کورنۍ مسلې افغانستان پورې تړي.

هغه تور پورې کړ چې "په پاکستان کې ځینو خاصو پوځي کړیو ته په افغانستان کې مرکزي قوي حکومت، امنیت، پرمختګ او په عموم کې سوله او ثبات ښه نه ایسي، ځکه دوی تل د افغانستان له نا امنۍ، اشغالونو، مهاجرتونو او مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې" او دا چې ګوندې اوس بیا د یو لړ پلمو په جوړولو سره غواړې ځان له افغانستان سره ستونزه کې ښکېل کړي.

نوموړي وویل: "دغه کړۍ په اسلامي امارت [د طالبانو پر حکومت] باندې ناسم تورونه پورې کوي، نړۍ ته داسې ښيي چې ګویا د پاکستان نا امني او د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره جوخت پيل شوي، په داسې حال کې چې دغه نا امني او د ټي‌ټي‌پي شتون له (۲۰۰۲) څخه را په دې خوا پيل شوې او علت یې هم د پاکستاني پوځیانو هغه ناسم سیاستونه وو چې هغه مهال یې له امریکا سره ځان په اتحاد کې ګډ کړ او بیا یې امریکایانو ته اجازه ورکړه چې په وزیرستانونو او قبایلو کې ډرون بریدونه وکړي."

د طالبانو حکومت ویاند خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې واک ته د دوی له راستنېدو مخکې کلونو کې د ټي‌ټي‌پي د ځینو سترو بریدونو او د دې ډلې خلاف د پاکستان پوځ د بېلابېلو عملیاتو یادونه هم وکړه.‌

ښاغلي مجاهد ټینګار کاوه چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د پاکستان کورنۍ او د کلونو پخوانۍ مسله ده. هغه وویل په قبایلي سیمو کې د پاکستان عملیات او د امریکا ډرون بریدونو دې ته لار جوړه کړه چې ( ټي ټي پي) غښتلی شي. د طالبانو حکومت ویاند ویل " د ۲۰۱۴ د جون میاشتې په ۱۵ نیټه پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي په مقابل کې د ضرب عضب (غضب) په نامه عملیات اعلان کړل، چې له امله یې تقریباً تر یو میلیون پورې خلک بې ځایه شول چې تر نیمایي زیات یې له ډیورند کرښې دې خوا را واوښتل او د هغه وخت حکومت د یادو قبائلي کډوالو لپاره په خوست او پکتیکا کې کمپونه جوړکړل."

هغه وویل دوی تېرو کلونو کې د پاکستان د اندېښنو رفع کولو لپاره ځینې ګامونه اخیستي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي مجاهد په دې لړ کې افغانستان ته له ورغلو وزیرستاني کډوالو سره د پاکستان د حکومت، ګوندونو او علماؤ ناستو ته د زمینې برابرولو، ډیورنډ کرښې ته له څېرمه سیمو د افغانستان مرکزي ‌سیمو د دغو کډوالو د پنډغالو لېږدولو، د هغوی لخوا د وسلو پر ګرځولو د بندیز، د امیر له اجازې پرته له افغانستانه بهر د جهادي فعالیتونو خلاف د شرعي حکم او فتوا د صادرېدو او د ټي‌ټي‌پي‌ او پاکستان ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته د زمینې برابرولو یادونه وکړه چې د نوموړي په وینا د وروسته هر څه د پاکستان پوځ د همدې "خاصې کړۍ" لخوا سبوتاژ شول.

هغه زیاته کړه " دا هغه حقایق او مستند معلومات دي چې ښيي پاکستانی پوځ د اسلامي امارت له راتګ مخکې هم له پښتني قبایلو او ټي ټي پي سره په جګړه کې ښکېل و."

ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، چې د دوی لخوا تر اوسه اوربند نه دی مات شوی، خو که د افغانستان حریم نقض شي، نو دوی د دفاع مشروع حق لري او دا چې د ځواب ویلو بېلابېلې لارې چارې له وړاندې پام کې نیول شوې‌ دي.‌

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي وو له افغانستان سره د سولې خبرې اترې چې موخه یې د سرحدي نښتو د بیا پیلېدو مخنیوی و، ناکامې شوې دي.

خو هغه زیاته کړې وه چې اوربند به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې د افغانستان له خاورې پرې برید نه وي شوی.

پاکستان نور څه ويلي؟

قطر

د عکس سرچینه، MOFAQ

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت او پاکستان دوحه کې د خبرو لومړي پړاو کې پر اوربند هوکړه وکړه

خواجه اصف د جمعې پر شپه یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې (جیو تلوېزیون) ته وویل چې خبرې اترې ځنډول شوې او د "څلورم پړاو خبرو لپاره هېڅ پروګرام نشته."

نوموړي زیاته کړه: "یو بشپړ په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی دی. خبرې اترې یوې نامعلومې مرحلې ته داخلې شوې دي".

هغه وویل: "دوی زموږ دریځ ملاتړ کړی دی، ان د افغان پلاوي هم له موږ سره موافقه لرله، خو د لیکلې هوکړې د لاسلیک لپاره نه وو تیار".

هغه زیاته کړه چې پاکستان به یوازې رسمي، لیکلې موافقه ومني. "هغوی غوښتل چې موږ د شفاهي تضمینونو منلو ته اماده شو، خو دا په نړیوالو خبرو کې ممکنه نه ده."

آصف وویل منځګړو خپله وروستۍ هڅه وکړه، خو بالاخره یې هیله بایلوده: "که دوی لږه هیله هم لرلې، موږ ته به یې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وای. دا چې موږ بې‌پایلې بېرته ستانه شو، دا ښيي چې هغوی هم له کابل څخه هیله پرېښې ده."

وزیر ټینګار وکړ چې د پاکستان دریځ لا هم ثابت او څرګند دی: "یوازېنۍ غوښتنه مو دا ده چې افغانستان باید ډاډ ورکړي خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کاروي."

نوموړي خبرداری ورکړ چې که تحریک رامنځته شي، پاکستان به غبرګون وښيي. هغه وویل: "که له افغان خاورې کوم برید وشي، موږ به ورته لازم ځواب ورکړو. خو تر هغه چې هېڅ ډول تېری نه وي، اوربند به پر ځای وي."

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزير عطاالله تارړ هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي وو: "د افغانستان مسؤلیت دی چې د ترهګرۍ د کنټرول په اړه خپلې اوږدمهاله نړیوالې/سیمه ییزې او دوه اړخیزې ژمنې عملي کړي، چې تر اوسه پورې په کې پاتې راغلی دی."

هغه زیاته کړې "پاکستان افغانانو ته هېڅ بد نیت نه لري. خو هېڅکله به د افغان طالبانو د رژیم د هغو اقداماتو ملاتړ ونه کړي چې د افغانانو او همداراز د ګاونډیو هېوادونو ګټو ته زیان رسوي. پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او خپل حاکمیت ساتنې لپاره د ټولو اړینو غوراویو کارولو ته دوام ورکړي."

دواړه پلاوي کورونو ته ستانه شوي، اعلامیه نشته

د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاوي تر منځ د درېیم پړاو خبرو په پای کې منځګړو کومه ګډه اعلامیه او خبرپاڼه نه ده خپره کړې.

سرچینو ویلي، د افغانستان او پاکستان دواړو مذاکراتي پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د دریم پړاو د ماتې اعلان سره لا منځګړو هېوادونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبرو بې پایلې پاتې کېدو ته یو لړ غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني پر اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوسني کړکېچ د حل ترټولو غوره لاره د خبرو دوام دی، ان که ۳۰ پړاوونو ته وغځېږي. ښاغلي دراني خبرداری ورکړ چې که داسې ونه شي ګټه به دوښمنان وکړي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې له کلونو راهیسې د پاکستان حکومت، هند د ځان لپاره یو جدي خطر او نه پخلا کېدونکی دښمن انځور کړی او اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه یې هم ورته دریځ نیولی.

د سوېس په جېنېوا کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی نصیر احمد اندېشه وایي چې د دغو خبرو ماتې، د معمول ډیپلوماټیک بندون نه دی، بلکې د هغه په وینا، د هویت، مشروعیت، او تاریخي تېروتنو عواقبو کشاله ده.

ښاغلي اندېشه پر اېکس یوه پوسټ کې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په ګډون په دې اړه د افغان طالبانو چوپتیا یوازې ستراتیژیکه نه، بلکې "وجودي" ده.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي یوه پخواني ویاند ایمل فیضي پوښتلي چې ایا پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان او سیمې اړوند د ترهګرۍ د کنټرول دوه اړخیزې، سیمه‌ییزې او نړیوالې ژمنې عملي کړې؟ ښاغلي فیضي پاکستان ته ویلي: د "ټي ټي پي" د ستونزې حل، چې تاسو خپله جوړه کړې، ستاسې په خپلو پالیسیو پیل او پای مومي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان روانه لانجه د سیمې د هېوادونو له خوا هم له نږدې څارل کېږي. په دې لړ کې د هند دفاع وزیر له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې د "نه لاسوهنې" پر سیاست ټینګار کړی او د پاکستان دا ادعا یې بې بنسټه بللې چې هند له افغانستان سره په سرحدي نښتو کې مداخله کوي.

رجنات سېنګ ویلي، افغانستان او پاکستان باید خپلې ستونزې پخپله حل کړي، هند هېڅ رول نه پکې لري.

طالبان او پاکستان له ملګرتیا تر تقابل

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان له لسیزو راهیسې افغان طالبانو سره ښې اړیکې پاللې، خو دا اړیکې تېرو څو کلونو کې پام وړ ترېنګلې شوې دي.

پاکستان د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې ظاهرآ‌ د پاکستاني طالبانو هدف ګرځولو لپاره هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ووایه.

د دواړو خواو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د طالبانو حکومت او پاکستان وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. ورپسې استانبول کې په دویم پړاو خبرو کې یوازې د اوربند پر غځېدو سلا وشوه، خو د نورو اختلافونو حل لپاره درېیم پړاو مذاکرات چې (پنجشنبه او جمعه) ترسره شول، بې پایلې پای ته ورسېدل.

له وړاندې دا اټکل کېده چې له دغو خبرو ښايي کومه پرېکنده پایله راونه وځي، ځکه د پاکستان حکومت له خپلې دې ادعا نه په شا کېږي چې ګواکې پاکستانۍ وسله والې ډلې افغانستان کې پر شا ټپول کېږي.‌

د طالبانو حکومت هم پر خپل دې دریځ ټینګ دی چې نه غواړي د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکېل شي او دا چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان خپله مسله ده.

د طالبانو مرکچي پلاوي غړي له لومړي سره رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کوي چې د پاکستان غوښتنې د هغوی په وینا "منطقي" نه دي.