د طالبانو حکومت: د پاکستان 'غیر مسؤلانه او د نه همکارۍ روحیه' ددې لامل شوه چې کومې پایلې ته ونه رسېږو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
استانبول کې د پاکستان او افغانستان د خبرو په اړه د طالبانو حکومت پخپل وضاحت کې ویلي، "د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسېږو".
دا څرګندونې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو لړ ټویټونو کې کړې دي او په ضمن کې یې د ترکیې د کوربهتوب او د استانبول او قطر د مځګړیتوب مننه کړې ده.
ښاغلی مجاهد لیکي، "د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر لهپسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیتپذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي."
د طالبانو ویاند د خبرو بېپایلې ختمېدو پړه پر پاکستان اچولې او ویلي یې دي: "متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی نه ښود."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو حکومت دغه ویاند یوځل بیا ټینګار کوي چې هېچا ته به د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر خلاف د ګټې اخیستو اجازه ورنه کړي او "نه به بل هېواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي."
مجاهد په خپلو پیغامونو کې ټینګار کوي چې "د افغانستان د ولس او خاورې دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي."
پاکستان څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي چې د اوس لپاره به له افغانستان سره اوربند د پاکستان له لوري پر ځای وي، تر هغو چې د افغان لوري له خوا بریدونه نه وي شوي.
نوموړي زیاته کړه چې د استانبول خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې او د ترکیې او قطر منځګړو هم د راتلونکو خبرو لپاره نوې نېټه نه ده ټاکلې.
خواجه اصف د جمعې پر شپه یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې (جیو تلوېزیون) ته وویل چې خبرې اترې ځنډول شوې او د "څلورم پړاو خبرو لپاره هېڅ پروګرام نشته."
نوموړي زیاته کړه: "یو بشپړ په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی دی. خبرې اترې یوې نامعلومې مرحلې ته داخلې شوې دي".
هغه وویل: "دوی زموږ دریځ ملاتړ کړی دی، ان د افغان پلاوي هم له موږ سره موافقه لرله، خو د لیکلې هوکړې د لاسلیک لپاره نه وو تیار".
هغه زیاته کړه چې پاکستان به یوازې رسمي، لیکلې موافقه ومني. "هغوی غوښتل چې موږ د شفاهي تضمینونو منلو ته اماده شو، خو دا په نړیوالو خبرو کې ممکنه نه ده."
آصف وویل منځګړو خپله وروستۍ هڅه وکړه، خو بالاخره یې هیله بایلوده: "که دوی لږه هیله هم لرلې، موږ ته به یې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وای. دا چې موږ بېپایلې بېرته ستانه شو، دا ښيي چې هغوی هم له کابل څخه هیله پرېښې ده."
وزیر ټینګار وکړ چې د پاکستان دریځ لا هم ثابت او څرګند دی: "یوازېنۍ غوښتنه مو دا ده چې افغانستان باید ډاډ ورکړي خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کاروي."
نوموړي خبرداری ورکړ چې که تحریک رامنځته شي، پاکستان به غبرګون وښيي. هغه وویل: "که له افغان خاورې کوم برید وشي، موږ به ورته لازم ځواب ورکړو. خو تر هغه چې هېڅ ډول تېری نه وي، اوربند به پر ځای وي."
تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزير عطاالله تارړ هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي:"د افغانستان مسؤلیت دی چې د ترهګرۍ د کنټرول په اړه خپلې اوږدمهاله نړیوالې/سیمه ییزې او دوه اړخیزې ژمنې عملي کړي، چې تر اوسه پورې په کې پاتې راغلی دی. "
هغه زیاته کړې "پاکستان افغانانو ته هېڅ بد نیت نه لري. خو هېڅکله به د افغان طالبانو د رژیم د هغو اقداماتو ملاتړ ونه کړي چې د افغانانو او همداراز د ګاونډیو هېوادونو ګټو ته زیان رسوي. پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت او خپل حاکمیت ساتنې لپاره د ټولو اړینو غوراویو کارولو ته دوام ورکړي."
خو افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهدپه کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، په پاکستان کې نا امني او "ټيټيپي" د نن او پرون موضوع نه ده.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې "دا موضوع د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره هېڅ تړاو نه لري".
استانبول کې خبرې له ځنډ سره مخ شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
استانبول کې د پاکستان او افغانستان د خبرو پر دویمه ورځ ویل شوي چې د طالبانو حکومت استازو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکرات"ښه لور ته نه دي روان". یوه سرچینه چې په خبرو کې ښکېله ده، بي بي سي ته وویل خبرو کې "تر اوسه کومه نتیجه نشته، او ممکن بې پایلې ختمې شي."
د پاکستان دفاع وزیر وايي د افغانستان د طالبانو له حکومت سره په استانبول کې خبرې ځنډېدلي. هغه د پاکستان له یوه خصوصي ټلویزون جیو نیوز سره په خبرو کې وویل " همدا اوس چې موږ غږېږو خبرې پای ته رسېدلي". خواجه اصف د خبرو درېدو لاملونه هغه ژور اختلافونه بللي چې وايي دواړه غاړې یې پر حل نه دي سلا شوي.
له دغه اعلان لږ مخکې د طالبانو حکومت د قومونو او قبایلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د وزیر ملا نور الله نوري هغه وینا خپره کړه چې د پاکستان دفاع وزیر ته یې خبرداری ورکړی " خواجه اصف دې دا نه هېروي چې روسان او امریکایان له موږ څخه په ځمکني لحاظ ډېر لرې و، خو زما او ستا وصلت په سند او پنجاب کې دی، سره وصل یو، ته په خپله ټکنالوژۍ مه غره کېږه او د دې با شهامته او غیرتي ولس حوصلې مه ازمایه." د سرچینې په وینا د پاکستاني پلاوي دا غوښتنه منطقي نه ده چې د طالبانو حکومت دې په پاکستان دپېښو مخه ونیسي. همدې خبرې له خنډ سره مخ کړې دي.
د جمعې پر ورځ استانبول کې د یوې معتبرې سرچینې په وینا، دواړو پلاوو د ترکي او قطري منځګړو په مرسته په خپل منځ کې طرحې تبادله کړې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ مذاکراتو ته یوې نژدې سرچینې بيبيسي ته ویلي، تمه دا ده چې د نن ورځې (جمعه) پای کې یوې هوکړې ته ورسېږي.
خو دغه سرچینې زیاتوي، وروستۍ هوکړې تر ډېره له دې پورې تړلې چې دواړه پلاوي څومره په "اختلافي مواردو کې جوړ جاړی کوي."
د دغې سرچینې په وینا، د پاکستان پلاوی د تېرو خبرو په څېر تر ډېره د طالبانو حکومت له پلاوي غوښتنه کوي چې "په پاکستان کې د ټيټيپي د بریدونه مخه ونیسي."
د سرچینو په خبره، د کابل د پلاوي ټینګار هم پر دې دی چې د "افغانستان هوايی حریم دې نه نقص کېږي" او پاکستان دې "هغو اورپکو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي."
دغو خبرو ته د نژدې سرچینو په وینا، د کابل پلاوي پاکستاني لوري ته ویلي، "موږ په افغانستان کې چې که څوک وي [د پاکستان مخالفې ډلې] او موږ ته مالوم وي، هغوی نه پرېږدو، خو چې پاکستان کې دننه وي، او له پخوا وي، له ۲۰۰۶ کال را په دې خوا وي، هغه د دوی خاوره ده. دوی یې باید مخه ونیسي."
داسې اټکل هم کېږي، که نورو خبرو ته اړتیا وي، ښايي د پلاوو ترمنځ خبرې نورې هم وغځېږي. د دغو سرچینو په وینا، د استانبول په خبرو کې د منځګړو رول ډېر مهم دی او تمه شته چې یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
د لومړۍ ورځې خبرې
د خبرو په لومړۍ ورځ نژدې لس ساعت خبرې وشوې چې د دواړو ترمنځ مخامخ ناسته هم په کې شامله وه.
په سپین بولدک کې "د پاکستان بریدونو د خبرو فضا د لنډ وخت لپاره یو څه تر سیوري لاندې راوستې وه" خو د سرچینو په وینا د منځګړو په مرسته حالت بېرته عادي شول او له لویه سره خبرې "په ښه فضا" تر سره شوې.
په سپین بولدک کې ځايي چارواکو بيبيسي ته ویلي، په دغه توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه یو نارینه او څلور ښځې وژل شوې دي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پېښې وروسته سم لاسي بیان خپور کړ او ویې ویل چې د استانبول مذاکرتو ته د درناوي او ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د پاکستاني ځواکونو ډزو ته غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان بیا د ډزو پړه پر افغان لوري اچولې او د طالبانو حکومت ځواکونه یې تورن کړي دي چې لومړی وار یې کړی. که څه هم له شلو دقیقو وروسته ډزې ودرېدې خو اندېښنې دا وې چې ښايي دا پېښه حالت له کابو وباسي او اوربند مات کړي.
پرون پنج شنبه د خبرو په پیل کې منځګړو په لومړي سر کې د کابل او اسلام اباد له پلاوو سره جدا جدا وکتل او وروسته دواړه پلاوي یو ځای پر یوه میز سره ناست وو او بحثونه یې کړې دي.
که څه هم د دغه بحثونو جزئیات رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو یوې سرچینې ویلي چې پر هغو ټکو بحثونه شوي دي چې د دویم پړاو خبرو کې پرې نتیجې ته نه وو رسېدلي.











