استانبول کې د پنجشنبې ورځې خبرو 'فضا ښه' بلل شوې، مذاکرات نن هم دوام کوي

istanbul

د عکس سرچینه، Reuters

په استانبول کې سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوو ترمنځ په استانبول کې خبرې پیل شوې.

سرچینې ویلي د لومړۍ ورځې خبرې پای ته ورسېدې او د خبرو "فضا ښه وه" او د خبرو پرمهال پاکستاني لوري يوه طرحه د طالبانو حکومت پلاوي ته سپارلې او بحثونه شوې دي.

خو روښانه نه ده چې طرحه کې څه غوښتنې او وړاندیزونه وو. ټاکل شوې نن (جمعه، نومبر اومه/لړم ۱۶مه) خبرې بیا پیل شي.

د درېیم پړاو دا خبرې د ترکیې او قطر په منځګړتوب کېږي. د سرچینو په وینا دا خبرې به دوه ورځې روانې وي خو که اړتیا پېښه شي، ښايي‌ نورو ورځو ته هم وغځول شي.‌

پر سپین بولدک د پاکستان توغندیزو بریدونو کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان وژل شوي

سپین بولدک

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي پاکستاني ځواکونو پر ډیورنډ کرښه ډزې پیل کړي چې د خلکو د وېرې لامل شوي.

"په داسې حال کې چې د پاکستاني اړخ سره په استانبول ښار کې د مذاکراتو دریم پړاو پيل شوی، متأسفانه نن مازیګر یوځل بیا په سپين بولدک باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا ډزې پيل شوې او ولسونو ته یې تشویشونه پیداکړل."

ښاغلي مجاهد ویلي"د اسلامي امارت ځواکونو د مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی." د طالبانو حکومت ویاند وايي "د مذاکراتو په تېره ناسته کې د اوربند د غځېدو او د تجاوز په نه کېدو موافقه هم شوې وه."

بي بي سي ته سرچینو ویلي، په سپین بولدک کې د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې لږ تر لږه پنځه هاوانونه د افغانستان خاورې ته توغول شوي چې یو یې پر یوه مارکېټ او بل پر یوه کور لګېدلي چې زیانونه نه لري. په سپین بولدک کې د روغتون مسوولین وایي، د‌ پاکستان لخوا‌ په یو توغندیز برید کې یوه مېرمنه او یو سړی وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي‌ دي.

د روغتون د مسوولینو‌ په خبره کله چې دغه بریدونه شوي نو لس نور کسان د برید له سیمې د تېښتې له کبله د موټر په ټکر کې هم ټپیان شوي دي.

سرچینو بي بي سي ته وویل، دا ډزې او بریدونه وروسته له هغې شوي چې د طالبانو د حکومت ځواکونو د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته پوسته جوړوله خو پاکستاني لوري يې د نه جوړولو خبرداری ورکړی و او وروسته پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او لږ تر لږه پنځه توغندي یې وار کړل. خو سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت سرتېرو یې ځواب نه دی ورکړی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د جګړې له وېرې ځینې کورنۍ بې‌ ځایه شوي هم دي خو اوس بریدونه نشته. عیني شاهدانو ویلي دغه ډزې له شلو دقیقو وروسته غلې شوې. د طالبانو حکومت وایي، تر دې دمه د دواړو خواوو ترمنځ اوربند پر ځای دی.

د پاکستان ادعا

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ادعا کړې چې چمن -سپین بولدک کې پر کرښه 'ډزې افغان لوري پیل کړې' دي.

دغه وزارت پر اېکس لیکلي: "موږ د افغان لوري هغه ادعاوې په کلکه ردوو چې چمن کې د پاکستان ـ افغانستان پر کرښه د ننیۍ پېښې په اړه خپرې شوې دي. ډزې د افغان لوري له خوا پیل شوې وې چې زموږ امنیتي ځواکونو یې سمدلاسه او په مسوولانه ډول ځواب ورکړ.

د پاکستاني ځواکونو د مسوولانه اقدام له امله وضعیت مهار کړل شو او اوربند لا هم پر خپل حال دی. پاکستان د روانو خبرو اترو په دوام باور لري او له افغان چارواکو هم د ورته دریځ تمه کوي".

د طالبانو پلاوي کې څوک دي؟

د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو د دوی د پلاوي کې د طالبانو حکومت د استخبارتو مشر عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، دوحه کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د دویم ریاست مشر عبدالقهار بلخي او د دغه وزارت یو بل چارواکی ذاکر جلالي شامل دي.‌

دواړه لورو تېره اونۍ د دویم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته هوکړه کړې وه چې خبرې به روانې ساتي.‌

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت وړاندې اعلان کړی و چې راتلونکې غونډې ته به د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي ور وبلي چې پر نا حل شویو مسلو خبرې وکړي.

د اکټوبر پر۱۱مه د ډیورنډ پر کرښه پر پاکستانیو پوله ساتو د طالبانو حکومت د ځواکونو د "غچ" له بریدونو سره د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ پراخ شو چې له څو ورځو پرلپسې هوايي ګوزارونو او پر کرښه د خرپ او ترپ له بریدونو وروسته دواړو هېوادونو وویل " د قطر په غوښتنه یې پر اوربند سلا کړې."

که څه هم په کره ډول د دا وار د خبرو اجنډا روښانه نه ده خو پاکستاني چارواکو په تېر کې ویلي و، دریم پړاو خبرې به هم د هغوی پر ټکو "د ترهګرۍ" پر مخنیوي څرخي او دا چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه کارېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د اکټوبر پر۳۰مه ویلي وو چې د استانبول په مذاکراتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "د سولې راوستلو او د ترهګرۍ د ختمولو په اړه دروند مسؤلیت ور تر غاړې شوی دی."

ښاغلي تارړ له تېرو خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې یادو شوو ټکو ته په اشارې ویلي چې که هر لوري ترې سرغړونه وکړه نو جریمه/سزا به ورته ټاکل کېږي چې د هغه په وینا، له منځګړو سره په ګډه به یې پرېکړه کېږي.

عطاءالله تارړ ویلي چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د منل شوو ټکو په عملي کولو کې پاتې راځي نو "خپل باور به له لاسه ورکړي" او په وینا یې، "بیا به د ملګرو ملتونو له منشور سره سم پاکستان د ځواب ویلو حق ولري."

د قطر امیر: هیله ده افغانستان او پاکستان خپلې اوسنۍ ستونزې حل کړي

زرداري او د قطر امیر

د عکس سرچینه، @AAliZardari

پاکستاني رسنیو ویلي، ددغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او د قطر امیر شیخ تمیم بن آل الثاني د چهارشنبې په ورځ د سیاسي اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د پروسې د غونډو په کوربتوب او اسانتیا برابرولو کې د قطر رول وستایه چې په کې لومړۍ او دویمه غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې او د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې ترسره شوې وې او د بشري پراختیایي او امنیتي مسایلو په اړه یې د نړیوالې همغږۍ ملاتړ کړی دی.

د قطر امیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان او پاکستان خپلې اوسنۍ ستونزې حل کړي او روانې ننګونې شاته پرېږدي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د اکټوبر پر ۲۶مه کابل کې د پولیسو یوې ناستې ته ویلي وو، دا ناسمه خبره ده چې څوک وايي تحریک طالبان موږ جوړ کړی " په ۲۰۰۳ کال کې دوی [پاکستان] ته قبایل راپورته شول د دوی د غلطو پالیسیو له وجې، له هغې دا تحریک جوړ شو، تحریک طالبان پاکستان."

هغه ټینګار کاوه چې له ۲۰۰۳ کال راوروسته چې کومې پېښې شوي هرڅه په پاکستان کې دننه شوي.

ترکیه

دا لومړی ځل و چې پر پاکستاني ځواکونو د طالبانو حکومت له "غچ" بریدونو وروسته د دې کچې یو چارواکی د دغه کړکېچ او د پاکستان د ادعا له مخې د افغان طالبانو او (ټي ټي پي) پر ملګرتیا خبرې کولي. د طالبانو حکومت دې وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړ که کړکېچ دوام وکړي "پاکستان به پاکستان پاتې نه شي."

دغه خبرداری داسې وخت کې ورکول کېده چې د پاکستان د دفاع وزیر په وار وار د طالبانو حکومت ته خبرداري ورکړل چې که خبرې بریالۍ نه شي بله لاره به جګړه وي.

د استانبول دې پړاو خبرو ته هغسې چې اجنډا یې هم ډېره روښانه نه ده داسې کومې څرګندې هیلې نشته چې کومې بنسټي پرېکړه به وشي. د دواړو لورو لوړ پوړي چارواکي په بیا بیا خپلې ادعاوې اوروي، پاکستان کابل خپل غلیم (ټي ټي پي) ته پر پټنځای او ملاتړ تورنوی او د طالبانو حکومت وايي داسې هیڅ نشته، "د پاکستان او د ټي ټي پي شخړه د هغوی کورنۍ مسله ده."

کار پوهان وايي، څه چې د قطر او ترکیې فشار او دا ډول خبرې ټینګ ساتلی شي پر ډیورنډ کرښه د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ډز بندي ده چې په دوام سره یې د کړکېچ پراخېدو مخه نیول کېدلی شي خو د شخړې ټولیزه پای دومره ژر شونې نه برېښي.