اسحاق ډار وايي، په کابل کې یوه پیاله چای "ګران" ورته تمام شوی

د عکس سرچینه، MoFA
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان ترمنځ سبا په استانبول کې د درېیم پړاو خبرې پیلېدونکې دي، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ یو ځل بیا تاویلې او ماویلې پیل شوې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه ادعا رد کړې چې ګواکې امیر خان متقي ورسره "په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټلیفوني اړیکه نیولې ده."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل پرخپله اېکسپاڼه نن چهارشنبه (نومبر ۵ /لړم ۱۴) په اعلامیه کې داسې څه "له واقعیته لرې" بللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، "د حقیقت له مخې، د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ ټلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه. په دغه تماس کې ښاغلي اسحاق ډار له وضعیت څخه د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې وو چې د بشپړې خبرتیا وروسته به تماس نیسي. په همدې اساس، دوهم ځل هم مکالمه وشوه. له دې جریان یوه ورځ وروسته محترم ډار صاحب بیا د اړیکې هڅه وکړه خو د بېلا بېلو وجوهاتو له امله اړیکه عملي نه شوه."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې له پاکستانيو چارواکو غوښتي چې "د خبرو پرمهال د حقایقو سم انعکاس ته پام وکړي" ځکه چې په وینا یې، "دا ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو متقابل دراناوي او د ډېپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې دي."
که څه هم په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا اړیکه د کومې موضوع په اړه د خبرو لپاره نیول شوې خو دا غبرګون تر هغه یوه ورځ وروسته راځي چې پرون سېشنبه (نومبر ۴ / لړم ۱۳) پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلي ډار ته امیر خان متقي "شپږ ځلې" زنګ وهلی دی.
د پاکستان یوه خصوصي ټلویزون جیونیوز د اسحاق ډار له خولې ویلي، "ما افغان وزیر [امیر خان متقي] ته وویل چې موږ یوازې یو شی غواړو او هغه دا دی چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارېږي."
دا هغه غوښتنه ده چې پاکستان یې بیا بیا تکراروي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په وار وار ډاډ ورکړی چې "هېچا" ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د ګاونډیانو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.
"په کابل کې یوه پیاله چای ډېر ګران راته تمام شو"

د عکس سرچینه، LINDSAY HILSUM
د پاکستان سنا مجلس ته د خبرو پرمهال اسحاق ډار همداراز ویلي چې هېواد ته یې په کابل کې یوه پیاله چای "ډېر ګران" تمام شوی او له پاکستانیو چارواکو یې غوښتي چې "داسې تېروتنه" دې بیا نه تکراروي.
ښاغلي ډار دا څرګندونې پرون سېشنبه (نومبر ۴ / لړم ۱۳) د پاکستان سنا مجلس ته د خبرو پرمهال کړې دي او پرخپله اېکسپاڼه یې هم د وینا لنډه برخه خپره کړې ده.
اسحاق ډار ادعا کړې چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له واکمنېدو سره په پاکستان کې پېښې او په ترڅ کې یې مرګژوبله ډېره شوې ده. هغه ادعا چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې په خپل هېواد کې د ناامنۍ په مخنیوي کې د "خپلې ناکامۍ پړه دې پر نورو نه وراچوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ښاغلي ډار په ۲۰۲۱ کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو څو ورځې وروسته د پاکستان د هغه مهال د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید سفر او په کابل سیرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره د هغه عکس اخیستل یوه "تېروتنه" یاده کړه.
اسحاق ډار وویل، پاکستان هغه وخت د دغه حکومت [د طالبانو حکومت] په اړه داسې مثبت تصور وړاندې کړ چې "موږ ورغلو چې دلته یوازې یوه پیاله چای څښلو ته راغلي یو. خو هغه یوه پیاله چای موږ ته ډېر ګران تمام شو."
ښاغلي ډار ادعا وکړه چې ګواکې هماغه "یوه پیاله چای ټولې پولې پرانیستې، له دې ځایه چې کوم ۴۰-۴۵ زره باغي طالبان تښتېدلي وو، هغه بېرته راغلل."
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو دغه وزیر د همدې خبرو پرمهال د پاکستان د هغه مهال حکومت (د عمران خان حکومت) هم تورن کړ چې د ده په خبره، "له سلو ډېر هغه سخت جنایتکاران یې خوشي کړل چې په سوات کې یې د پاکستان بیرغ سوځولی و، پاکستانیان یې شهیدان کړي وو، هغوی یې خوشي کړل. دا تر ټولو لویه تېروتنه وه."
اسحاق ډار وايي، "موږ باید ځانونه را سمبال کړو او بیا داسې غلطۍ و نه کړو."
دا لومړی ځل نه دی چې یو پاکستانی لوړپوړی چارواکی په کابل کې څښلی "یوه پیاله چای" د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ناندریو لامل وبولي، تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر بلاول بوټو زرداري هم ورته څرګندونې کړې وې.
ښاغلي زرداري هم ویلي وو چې په کابل کې یوه پیاله چای پاکستان ته "ډېر ګران تمام شو."
په استانبول کې د درېیم پړاو خبرې
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تازه لفظي ناندرۍ داسې مهال تبادله کېږي چې ټاکل شوې دواړه لوري درېیم پړاو خبرو ته په ترکیه کې سره کیني.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې دا ځل یې د پلاوي مشري د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق وثیق کوي.
د یادولو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تېره میاشت تر ترینګلتیا وروسته لومړی ځل د قطر په دوحه کې مذاکرات وشول چې پر اوربند هوکړه پکې وشوه. ورپسې د ترکیې په استانبول کې درې ورځنۍ خبرې شپږو ورځو ته وغځېدې او تېره اوونۍ پای ته ورسېدې. په هغو خبرو کې هم د اوربند د دوام په ګډون په درېیم ځلې مذاکراتو هم هوکړه وشوه چې ټاکل شوې سبا پیل شي.
معلومه نه ده چې په دې درېیم ځلي خبرو کې به دواړو لوري کومې پرېکنده پایلې ته سره ورسېږي او که نه.











