افغان سوداګرو ته د طالبانو حکومت خبرداری: د پاکستان پر ځای "بدیلې لارې" ولټوئ کنه نو سبا مو "غږ نه اورېدل کېږي"

ملا برادر او تر څنګ یې چارواکي.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG

د عکس تشریح، ملابرادر وايي چې اوس افغانستان یوازې پر "یوه ځانګړي هېواد تکیه نه دی" چې سیاسي او اقتصادي فشارونه به اغېز پرې وکړي.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستان سره سوداګري کوونکو تجارانو ته سپارښتنه کړې چې د دغه هېواد پر ځای "نورو بدیلو لارو" ته مخه کړي.‌ همداراز یې خبرداری ورکړی چې که له پاکستان سره یې سوداګري روانه وساتله نو د "ستونزې" پرمهال به یې "غږ نه اورېدل کېږي."

دا څرګندونې نن چهارشنبه (نومبر ۱۲/لړم ۲۱) د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې افغان سوداګرو، صنعتکارانو او د مالیې وزارت مسؤلانو ته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

ښاغلي برادر وویل چې له پاکستان سره سوداګرۍ د لارو د تړل کېدو له کبله د افغان تجارانو ترڅنګ عام ولس هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی. هغه له افغان تجارانو په "ټینګار" سره وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو لپاره "بدیل انتخابونه ژر عملي کړي" او د هغو توکو لپاره "نور هېوادونه او مارکیټونه" ولټوي چې تر اوسه له پاکستانه افغانستان ته وارېدېدل.

که تجاران داسې ونه کړي نو ملا بردار وویل، "د دې خبرتیا له لارې اسلامي امارت خپلې غاړې خلاصوي او په واضیح ډول درته وايي ‌چې که له دې خبرتیا وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي نو د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي برادر پر پاکستان نیوکه وکړه چې ګواکې هغه مهال لارې پرانیستې ساتي چې په پاکستان کې د حاصلاتو وخت وي خو کله چې افغان مېوې او دانې ورسېږي نو د ملا برادر په وینا، "په یوه یا بله پلمه لاره بنده کړي او زموږ د بزګرانو له مېوو په موټرونو کې اوبه څاڅي[خرابېږي]."

که څه هم د پاکستان حکومت لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې وړاندې ځينو افغان سوداګرو هم ورته شکایتونه کړي دي.

له پاکستانه د درملو نه واردولو لپاره درې میاشتې ضرب الاجل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل چې د روغتیايي سېکتور په برخه کې په کلني ډول "سلګونه میلیونه ډالر" پانګه پاکستان ته ورځي او "بې کېفیته درمل" پرې افغانستان ته واردېږي.

ملا عبدالغني برادر له پاکستانه درمل واردوونکو ته هم درې میاشت ضرب الاجل وټاکه چې "ژر تر ژره بدیلې لارې" وکاروي. هغه وویل، "که چا په پاکستان کې قرادادونه یا خریدارۍ کړې وي درې میاشتې وخت ورکول کېږي چې په همدې مودې کې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.

ښاغلي برادر د خپل حکومت مالیې وزارت ته هم سپارښتنه وکړه چې له دې مودې [درو میاشتو] نه وروسته له پاکستانه وارېدېدونکې دوا محصول نه کړي او هېچا ته یې هم د واردولو اجازه ور نه کړي.

پاکستان نه د "کلک تضمين" غوښتنه

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملا برادر ویلي چې تر څو پاکستان "معتبر تضمین" نه وي ورکړی نو لارې به ورسره تړلې پاتې وي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د پاکستان حکومت تورن کړ چې ګواکې "له تجارتي او بشري مواردو سیاسي استفاده" کوي.

ښاغلي برادر وویل، "دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پرمخ لارې تړلې او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعتکاران یې متضرره کړي دي، اسلامي امارت اړ دی چې دا پرېکړه وکړي."

د پاکستان حکومت د دې تور په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم د لارو د پرانیستلو په اړه تازه څرګندونې کړې دي. خو ملا برادر ویلي چې تر څو پاکستان "معتبر تضمین" نه وي ورکړی نو لارې به ورسره تړلې پاتې وي.

هغه وویل، "که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي نو په داسې کلکو او معتبرو تضمينونو به ورسره خلاصېږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرايطو کې یې بیا و نه تړي. که جګړه وي او که نه، باید لارې خلاصې وي.‌"

ښاغلي برادر که څه هم دلته د پاکستان نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې "نن سبا له تجارتي اړیکو" او "د مهاجرینو غیر شرعي زجر د سیاسي نامعقوله وسیلو په توګه کارېږي تر څو په مطلوب هېواد سیاسي فشارونه زیات کړل شي."

خو ملا برادر وویل چې "دا فشارونه اوس اغېز" ځکه نه کوي چې په وینا یې، افغانستان پر کوم ځانګړي‌ هېواد "تکیه" نه دی او "د لارو دا تنوع موږ په عملي توګه له اقتصادي او سیاسي فشارونو ژغوري."

د طالبانو حکومت دغه چارواکي د کوم ځانګړي هېواد له نوم یادولو پرته وویل چې که څه هم له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره "د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې سالمې سوداګریزې اړیکې پالي" خو په وینا یې، "که نور هېوادونو زموږ له معقول سیاست نه ناوړه استفاده کوي نو بیا موږ هم مجبور یو چې په بدیلو لارو فکر وکړو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ د محدودولو دا پرېکړه داسې مهال کوي چې د دواړو لورو ترمنځ د تېرې میاشتې تر ترینګلتیا وروسته په ترکیه کې درېیم پړاو خبرې بې پایلې ختمې شوې. د دواړو هېوادونو چارواکي پر یوه بل د مذاکراتو د "ناکامولو" پړه وراچوي او د بیاځلې کېناستو امکان یې لا روښانه نه دی.

څه چې روښانه دي هغه دا دي چې د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د عامو خلکو تګ راتګ اغېزمن کړی دی. که څه هم په تېر کې د دواړو لورو سوداګرو له ښکېلو حکومتونو غوښتي وو چې سوداګري دې له سیاسته لرې وساتي، خو اوس داسې نه برېښي.