متقي: پاکستان د استانبول خبرو کې امنیتي تضمین او دا غوښتل چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال دې افغانستان ته واړول شي

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، پاکستاني لوري ترې د استانبول په خبرو کې د دې تضمین غوښت چې نور به په دغه هېواد کې امنیتي پېښې نه کېږي.‌

نوموړی وايي‌ "حتی یو وارې دا غوښتنه هم وشوه، چې د ټي‌ټي‌پي ګروپونه دې افغانستان ته واړول شي."

اسلام اباد تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې نن (یکشنبه د اکتوبر ۹مه) په دغه وزارت کې د دیپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې د فراغت غونډې ته وینا کې کړې.

امیر خان متقي د استانبول په خبرو کې د نه پرمختګ تر ټولو لوی لامل د ده په وینا د پاکستاني لوري همدغه نامعقولې او غیر عملي غوښتنې یادې کړې.

نوموړي وویل: "د دوی غوښتنه دا وه چې موږ ته تضمین راکړئ چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښه نه کېږي. نو ایا موږ د پاکستان د امنیت زیمه‌ وار یوو؟ ایا موږ هلته سوله ‌ساتي پوځونه لرو؟ ایا موږ هلته د پولیسو یا د پوځ واګي په لاس کې لرو چې موږ امنیت ټینګ کړو؟"

هغه زیاته کړه، پاکستان له یوې خوا تور پورې کوي چې ټي‌ټي‌پي افغانستان کې ده او له دې ځایه پرې بریدونه کوي، خو هممهاله دا غوښتنه او وړاندیز هم کوي، چې د دې ډلې ګروپونه او قطعات دې له پاکستانه افغانستان ته واړول شي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر وویل که پاکستان پر ډیورنډ کرښه د ټي‌ټي‌پي‌ وسله‌والو د تګ راتګ ادعا لري، نو ولې یې له خپلې خوا افغانستان ته د اوښتلو مخه نه نیسي؟

هغه دا ادعا هم وکړه، چې ګوندې پاکستاني لوري د استانبول خبرو کې د دوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځولې.

هغه په دې لړ کې له پاکستانه د ده په ټکو د داعش‌وسله والو او [بې‌پیلوټه] الوتکو د ورتېرېدو یادونه وکړه، چې د افغانستان حریم نقضوي.

ښاغلي متقي د خبرو له دوامه د انکار پړه هم پر پاکستاني لوري واچوله.

هغه وویل "هېڅ وارې داسې نه ده پېښه شوې چې زموږ ټیم دې ویلي وي چې زه تر مخ ځم او نورې خبرې نه کوم... مذاکرات د دوی لخوا ترک شوي دي. وړاندیزونه د دوی لخوا رد شوي دي."

نوموړي وویل افغانستان له اوږدو جګړو او ناخوالو راوتلی، دوی همدې لپاره متوازن سیاست غوره کړی چې له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره ښه اړیکي ولري، خو تېر څلور کاله "مختلفو اوقاتو کې د پاکستان د حکومت لخوا تجاوزات وشول، او د افغانستان حریم نقض شو."

Kabul

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، ښاغلی متقي د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې یوې غونډې ته غږېده

اسلام اباد تر اوسه دغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې په يوه اعلامیه کې تور پورې کړی و، چې ګوندې د طالبانو په حکومت کې ځینې کړۍ د تاوتریخوالي ډېرېدو ته لمن وهي.

په اعلامیه کې راغلي: "په افغان طالبانو کې داسې خلک شته چې له پاکستان سره د تقابل یا جګړې پلویان نه دي، خو یوه پیاوړې ډله داسې هم شته چې د بهرنيو عناصرو له مالي ملاتړ څخه برخمنه ده او د ترینګلتیا زیاتولو هدف ورکړل شوی "

په دې اعلامیه کې دا تور هم پورې شوی چې "د مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپل وېشلي حکومت یووالي په لټه کې د طالبانو رژيم ځينې کړۍ د پاکستان ضد ترهګر عناصر او د هغوی ملاتړي دا ګټوره چاره ګڼي چې د پاکستان پر ضد تبلیغات وکړي. دغه عناصر د پاکستان پر ضد بې‌ بنسټه تورونه لګوي، او په دې سره هغه څه نا څه ښه نیت او ملاتړ چې هغوی ته په پاکستان کې موجود و، په چټکۍ سره له منځه وړي"

اسلام اباد

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغې خپرې کړې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړې وې.

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی، چې د پاکستان ضد وسله والو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او د استانبول په خبرو کې یې په دې هکله د پاکستان اندېښنو ته د حل پر ځای یوازې د اوربند غځولو هڅه کوله.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په استانبول کې د درېیم پړاو خبرو د ناکامېدو د لامل په اړه ویل شوي چې" په درېیم پړاو کې پاکستان یو ځل بیا له رغنده چلند سره هڅه وکړه چې د څارنې یو ميکانيزم پر رامنځته کولو تمرکز وشي.

خو د افغان لوري هڅه دا وه چې د ترهګرۍ له اصلي موضوع پام واړوي او د بې‌ بنسټه تورونو او فرضي ادعاوو له لارې د خبرو دايره نوره هم پراخه کړي"