پاکستان ته د افغانستان د مېوو او سبزیو د صادراتو درېدل؛ افغان سوداګرو او بڼوالو پنځوس میلیونه ډالره تاوان کړی

ځینې ​​صادر شوي میوې د لاریو د بندیدو له امله خرابې شوې دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ځینې ​​صادر شوي میوې د لاریو د بندیدو له امله خرابې شوې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له نژدې دوو نیمو میاشتو بندېدو وروسته، د هېواد د مېوې او سبزیجاتو برخې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر - په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه - تاوان کړی دی.

د دې ادارې مرستیال خان جان الکوزي بي‌بي‌سي ته ویلي د بڼوالو، موټر چلوونکو او د مېوې او سبزیو د سوداګرو په ګډون ګڼ شمېر خلک زیانمن شوي دي.

الکوزي وايي له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریز لېږد رالېږد لارې هم‌مهاله په افغانستان کې د مېوو او سبزیجاتو د فصلونو له رسېدو سره سمې وتړل شوې چې د تاوان اندازه یې ډېره لوړه کړه.

هغه زیاته کړه: "د انارو، مڼو، هندواڼو، بادرنګو او رومي بانجانو په شان ځینې محصولات خراب شول، خو زیاتره یې د پاکستان له سرحدي لارونو بشپړ تخلیه شوي او د کمې بیې په بدل کې وپلورل شول".

الکوزي دا هم ویلي چې پرته له مېوې او سبزیو محصولاتو، زرګونه نور لارۍ چې د تګ لپاره تیارې دي، د دواړو خواوو په سرحدونو کې د لارې د پرانیستلو انتظار کوي.

په افغانستان کې د مېوې او سبزیو په بازارونو کې رکود

پر کرښه ولاړې لارۍ او باري موټر

د عکس سرچینه، EPA

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې بي‌بي‌سي ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارونو د بندو پاتې کېدو له امله، په کابل کې د مېوې او سبزیجاتو نرخونه تر ۶۰٪ پورې له رکود سره مخ شوي دي.

ویل شوي چې د سرحدونو بند پاتې کېدل زیان یوازې پر افغان سوداګرو نه دی، بلکې "په ټول افغانستان کې یې سوداګرۍ او کاروبار" هم اغېزمن کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي له پاکستان سره د راکړې ورکړې د لارونو له بندېدو مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري "شاوخوا ۲.۵ میلیون ډالره وه".

د مسؤلینو په وینا: "د سرحدونو د بندښت له امله په میاشت کې تر ۲۰۰ میلیون ډالر پورې افغان سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د ډسمبر پر ۱۸مه اعلان کړی و چې د لارو د بندېدو له امله د پاکستان اقتصاد ته ۴.۵ میلیارده ډالر زیات زیان رسېدلی دی.

له دې سره چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پیل شو، پاکستان د ډیورنډ پر کرښه خپلې لارې پر افغانستان وتړلې او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بنده شوې ده.

د طالبانو حکومت د نومبر پر ۱۲مه افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه هر څومره ژر ممکنه وي د بدیلې سوداګریزې لارې ولټوي او واردات، په ځانګړي توګه له پاکستانه د درملو واردات، ودرول شي.

که څه هم د طالبانو حکومت هڅه کوي له سیمې سره بدیلې سوداګریزې لارې ومومي، خو له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ پر تکیه لا هم اغېز احساسېږي.

په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني کارګر

سپین بولدک

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

څو ورځې وړاندې د پاکستان یو سوداګرو پلاوی د بلوچستان ایالت له چمن ښاره اسلام‌اباد ته ولاړ، چې د هغو کارګرو او سوداګرو په اړه خبرې وکړي چې په افغانستان کې بند پاتې دي.

د دې پلاوي یوه غړي حاجي عبدالباري اڅکزي بي‌بي‌سي ته وویل، د سرحدونو د بندو پاتې کېدو له امله په افغانستان کې ۴ زره زیات پاکستاني کارګر او سوداګر بند پاتې شوي دي.

د بي‌بي‌سي خبریال محمد کاظم ویلي چې د "پښتو قومې جرګې" په نوم یوه پلاوي سیمه‌ییزو چارواکو ته د دوه زره کارګرو او سوداګرو نوملړ وړاندې کړی، چې ویل کېږي په افغانستان کې بند پاتې دي.