افغان توکو ته د بدیلو لارو هڅه: د طالبانو حکومت سوداګرۍ وزیر هند ته رسېدلی

نور الدین عزیزي له هندي چارواکي سره لاس په لاس روغبړ کړی دی.

د عکس سرچینه، MEAIndia

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي -کابل

پر پاکستان د اقتصادي تکیې کمولو او د بدیلو سوداګریزو لارو اسانولو په موخه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر په رسمي سفر نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

د نورالدین عزیزي پنځه ورځنی سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو او وارداتو او صادراتو پر پراخولو ورټول وي، ځکه چې له نژدې شپږو اوونیو راهیسې له پاکستان سره ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.

دا د طالبانو حکومت دویم لوړپوړی چارواکی دی چې په کابو دوو میاشتو کې هند ته سفر کوي.

هممهاله په کابل کې د افغان، ایراني او د سیمې نورو هېوادونو محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې د طالب چارواکو په وینا، د افغان سوداګرو لپاره له پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې سوداګریز فرصتونه برابر کړي.

د طالبانو حکومتي چارواکو په وینا،‌ له "مجبوریته د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو" لټول اوسنۍ ستونزې ته په کتو یوازېنی غوراوی دی.

"خبرې پر چابهار ورټولې دي"

چابهار بندر کې کښتۍ ولاړې دينه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغانستان د جمهوريت په کلونو کې هم د چابهار بندر له لارې هند ته وچه او تازه میوه، د مرمرو ډبرې او طبي بوټي لېږدول.

نورالدین عزیزي د پنځه ورځني سفر له پیل وړاندې بي بي سي ته وویل، د خبرو اترو تمرکز به د "چابهار له لارې هند ته د رسېدونکو افغان مالونو لپاره د اسانتیاو برابرول وي."

ښاغلی غزیزي زیاتوي، "موږ به په هند کې د افغانستان خصوصي سکتور او د هند له خصوصي سکتور سره چې غواړي له افغانستان سره سوداګري وکړي، وګورو. د خبرو اترو تمرکز پر چابهار دی."

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې له پاکستان سره د سوداګرۍ پر ځای پر نورو بدیلو لارو غور کوي او له افغان سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې پاکستان سره سوداګري و نه کړي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي، "پاکستان او هند د افغان محصولاتو لپاره غوره بازارونه دي. خو له بده مرغه، اوس له پاکستان سره کاروبار په ټپه ولاړ دی. او موږ غواړو کرنیز او نور توکي هند ته صادر کړو. په هند کې د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې ته اړتیا نه شته، ځکه چې د محصولاتو د ښه کېفییت له امله هر څوک افغان محصولات خوښوي."

د کابل له خوا نویو سوداګریزو لارو ته مخه کول له اسلام اباد سره د وروستیو کلونو په اوږدو کې له تر ټولو جدي نښتې وروسته کېږي. دغو دواړو ګاونډیانو تېره میاشت پر یو بل پوځي بریدونه وکړل، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې.

سره له دې چې د افغانستان سوداګري له منځنۍ اسیا سره مخ په زیاتېدو ده، د افغان مالونو په تېره بیا د تازه میوې لپاره د پاکستان لار تر ټولو ارزانه پرېوځي. همدارنګه نړیوالو بازارونو ته تر ټولو ګړندۍ او ارزانه لاسرسی ورته برابروي.

"د هند مارکېټونه د افغان توکو لپاره مهم دی"

له وزیر نورالدین عزیزي سره د سفر نور همکاران د کام اېیر الوتکې په مخ کې عکس اخیستلو ته ولاړ دي.

د عکس سرچینه، MoIC

د عکس تشریح، هند ته پر سفر په افغانستان کې د طالبانو حکومت پلاوی

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وايي، داسې حال کې چې له پاکستان سره ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، اوس هند د افغان سوداګرو لپاره مهم مارکېټ دی.

افغانستان له هند سره هر کال د سلګونه میلیون ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه لري او تمه لري چې ښايي‌ دا کچه نوره هم لوړه شي.

ښاغلي الکوزي بي‌بي‌سي ته وویل، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر په سفر کې باید د هند بازارونو ته د ایران چابهار له لارې پر لا ډېرو اسانتیاو خبرې وشي.‌

د تورخم او چمن لارې د افغانستان د سوداګرۍ د ملا تیر بلل کېږي خو په وروستیو میاشتو کې پرلپسې نښتې د لارو د تړلو لامل شوې دي. د کابل او اسلام اباد ترمنځ له وسله‌والو نښتو وروسته ۱۲۰۰۰ لارۍ چې د افغان سوداګرو توکي هم په کې دي، له اوونیو راهېسې د کراچۍ په بندر او د پاکستان په نورو سیمو کې ولاړې پاتې دي.

افغان چارواکو تل ټینکار کړی چې غواړي د پاکستان په ګډون ټولې ټرانزیټ لارې پرانیسې وي، دا به نه یوازې افغانستان او پاکستان ته ګټه ورسوي، بلکې دا د سیمه‌ییز اقتصادي یووالي لپاره هم مهم دی، خو له ناچارۍ بدیلې لارې غوره کوي.

د طالبانو حکومت چارواکو په وینا، د افغانستان او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري په ثابت ډول وده کړې، خو لا ډېرو نړیوالو بازارونو ته د افغان مالونو رسولو ته اړتیا شته.

د پاکستان له لارې افغان تجارت تل له جدي خنډ او ځنډ سره مخامخ و، خو اوس یې له ترینګلي سیاسي-امنیتي وضعیت سره ډېره کلکه غوټه خوړلې ده.