د طالبانو حکومت وايي هند افغانستان کې د کرنې یو څېړنیز مرکز جوړوي

د عکس سرچینه، MAIL_AF
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، کابل کې د هند سفارت ورسره په افغانستان کې د یوه څېړنیز مرکز د جوړولو ژمنه کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هند سفارت شاژدافیر کرن یادوف پنجشنبه دغه وزارت ته ورغلی او له وزیر عطاءالله عمري سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او له هنده د میکانیزه کرنیزو وسایلو او تجهیزاتو پر واردولو خبرې کړې دي.
د دواړو هېوادونو د اتباعو ترمنځ د راکړې ورکړې پر پیل او د کرنې برخه کې د بېخ بنسټه پروژو پر پلې کېدو هم ټینګار شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عمري له هنده د لابراتوارونو د تجهیز، د چکډیمونو جوړولو، مالدارۍ او د کیفیت د کنټرول او حیواني روغتيا لابراتوارونو د پیاوړتیا برخو کې همکاري غوښتې او دا چې د هند سفارت شارژدافیر هم د خپل هېواد د امکاناتو پام کې نیولو سره د مرستې ډاډ ورکړی.
د ښاغلي یادوف په حواله ویل شوي، هېواد یې افغانستان کې د "افغان–هندو" په نوم د یوه څېړنیز مرکز د جوړېدو پر طرحه کار او هڅه کوي چې نورې پروژې هم پلې کړي.
هغه دا هم ویلي چې د افغانستان د کرنې وزارت د متخصصینو د ظرفیت لوړولو لپاره به انلاین او حضوري ښوونيز پروګرامونه جوړ کړي.
هند د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې دوو لسیزو کې په امریکا پسې دویم هېواد و چې د افغانستان بیا رغونه کې یې ډېر کار او مرسته کړې وه.
دغه هېواد هغه مهال ویلي وو چې له افغانستان سره د یوه کرنیز پوهنتون په جوړوېدو، د کرنیزو محصولاتو ښه کېدو لپاره د خاورې څېړنه او نورو کرنیزو مطالعاتو کې همکاري کوي.
ډیلي اوس بیا د طالبانو له حکومت سره هم د اوبو سرچینو په مديريت او په ځانګړې توګه د کونړ پر سیند د بند په رغولو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

د عکس سرچینه، MAIL_AF
افغانستان کې په ځانګړې توګه د کلیوالي سیمو د ډېرو خلکو تکیه پر کرنه او مالدارۍ ده، خو د تېرو څو لسیزو جکړو د نورو برخو په څېر کرنېز نظام ته لوی زیان اړولی او په دې برخه کې یې افغانستان د پرمختګ پر ځای شاته غورځولی دی.
پر دې سربېره اقلیمي بدلون، اوږدې وچکالۍ او اپتونو هم افغانستان کې کرنه او مالداري سخته اغېزمنه کړې او د میکانیزه تجهیزاتو او اصلاح شویو تخمونو کمښت د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت دواړه خراب کړی دی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره همدا تېره ورځ اعلان وکړ، روان کال د وچکالۍ، د موسمي ورښتونو د کموالي او د نباتي افتونو خپرېدو له کبله د غنمو محصولات کم شوي.
کرنیز توکي او وچه او تازه مېوه لا هم د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي.
د طالبانو حکومت واک ته له بیا ستنېدو راهیسې د کرنې پراختیا او د روانو اوبو د محارولو برخې ته ځانګړی پام کړی.
دوی په دې لړ کې د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې پر کانال چټک کار کوي چې د هېواد په کچه د اوبخور تر ټولو ستره پروژه ده او په بلخ، جوزجان او فاریاب کې سلګونه زره هتکاره ځمکه خړوبولی شي.
د طالبانو حکومت د کرنې وزیر د هند سفارت له شارژدافیر سره کتنه کې د دې اړتیا یادونه هم کړې، چې په افغانستان کې باید د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو بوټو د روزنې برخه کې علمي څېړنې وشي.
افغانستان په کرنه کې څه ته اړتیا لري؟

د عکس سرچینه، MAIL_AF
د کرنیزو چارو کارپوهان وايي، که د افغان کروندګرو اړتیاوې پوره شي، په کور دننه به د خوراکی توکو، په ځانګړې ډول د سبو او مېوو حاصل لوړ شي. دې سره اقتصاد غوړېږي او په د کار روزګار موندلو کې هم د دغه هېواد له وګړو سره مرسته کولی شي.
افغانستان کې تر ټولو لویه اړتیا د ابو لګولو منظمه اډانه ده چې کولی شي للمې خړوب او کروندې پراخې کړي.
د طالبانو حکومت د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت دې برخه کې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو لپاره کوچني بندونه جوړ کړل خو ځینې یې د زورورو ورښتونو او بارانونو له کبله بېرته ویجاړ شوي دي.
په غښتلي او مسلکي بڼه د دا ډول بندونو جوړول او د شته ویالو د سربندونو پراخول او رغول د وچو ځمکو خړوب کې مرسته کولی شي.
د شنو خونو جوړل یوه بله اړتیا ده چې کروندګرو سره د بزغلیو پالنه کې ډېر څه کولی شي. څه چې لا ډېر مهم دي د فصلونو له حاصل وروسته د تازه مېوو او سبو ساتنې لپاره د سړو خونو، معیاري بسته بندۍ او بازارونو ته د لېږد خبره ده چې کولی شي د کال ټوله خواري یې خوندي کړي.
معلومه نه ده چې د هند کرنیز مرکز به کوم ډول اسانیو کې له افغان بزګرانو سره لاس واړوي. که هره برخه وي دغه بېوزلي هېواد لپاره د هیلې یوه کړکۍ ده او د هند لپاره د یوه ملګري هېواد پالل.








