کرېکټ: پېښور زلمي لوبډلې د وزیرستان کوچنۍ توپ اچونکې ته څه وړاندیز کړی؟

آئینہ وزیر

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

    • Author, عزیزاللہ خان
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ګړندۍ ځغاسته، د سویلي افریقا د تېز توپ اچوونکي ډیل سټین په څېر اکشن او دومره چټک توپ غورځول چې مخامخ ولاړ توپ وهونکی له ستونزې سره مخامخوي.

دا هر څه اته کلنه ائینه وزیر کوي، چې پر خواله رسنیو یې ډېرو لاس په لاس شویو ویډیوګانو پخواني لوبغاړي او د کرېکټ سیمه‌ییزې لوبډلې حیرانې کړې دي.

ائینې وزیرې چې د پښتونخوا د پخوانۍ قبایلي ولسوالۍ شمالي وزیرستان ده، د دغو ویډیوګانو له کبله په تېرو څو ورځو کې خورا ډېر نوم ایستلی دی.

د پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید اپریدي ان دا اعلان هم کړی، چې ائینه به د زلمي لوبډلې د ښځینه لیګ برخه وګرځي.

اپرېدي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې "ماشاءالله ائینه وزیر یوه ډېره با استعداده لوبغاړې او د ښه پلټفارم مستحقه ده.''

جاوید آفریدی

د عکس سرچینه، X

د عکس تشریح، جاوید اپرېدي لیکلي چې ائینې ته به اسانتیاوې برابرې کړي

هغه زیاته کړې، دی به دا ډاډمنه کړې چې ائینې ته د کرېکټ ټول وسایل او اسانتیاوې برابرې شي چې نوموړې خپل استعداد ته وده ورکړي او د سایره جبین په څېر د یوې غوره لوبغاړې په توګه راڅرګنده شي.

له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې ائینه د شمالي‌ وزیرستان د شیوا تحصیل په شګه‌زلول خېل کې له نورو کوچنیانو سره د کرېکټ لوبې پر مهال توپ اچوونه او توپ وهنه کوي.

بي‌بي‌سي د جاوید اپریدي له اعلان وروسته له ائینه وزیرې او د پېښور زلمي له اجرائیوي ټیم سره خبرې کړې دي.

"د بابر اعظم بټېنګ مې خوښېږي"

ائینه وزیر وايي له کوچینوالي یې له کرېکټ سره مینه وه: "اوس مې د کرېکټ خپله لوبډله ده او دوه ټورنمنټونه مو ګټلي دي."

ائینې چې د خپل تره زوی په ملتیا له بي‌بي‌سي سره غږېده، وویل چې د بابر اعظم توپ‌وهنه یې خوښېږي، خو پخپله یې ډېره له توپ اچوونې سره جوړه ده ځکه چې توپ وهنه ډېر خوند نه ورکوي.

د ائینې د تره زوی منظور راته وویل، چې ائینه څلور وروڼه او درې خویندې لري، خو په ټولو کې د دې کرېکټ ډېر خوښېږي.‌

منظور وايي، د دوی په سیمه کې ماشومان په خپلو کې د کرېکټ لوبې کوي. لوبډلې خپلې ځانګړې جامې لري‌ او د کرېکټ ټورنمنټونه هم جوړوي.

هغه وویل د پېښور زلمي لوبډلې له اړخه ورسره اړیکه شوې وه، خو دوی تر اوسه نه پوهېږي چې په راتلونکې کې به څه ګامونه اخیستل کېږي.‌

آئینہ وزیر

د عکس سرچینه، Social Media

بي‌بي‌سي په دې اړه د پېښور زلمي لوبډلې له مدیرانو سره هم وغږېده. د دې لوبډلې د ښځو څانګې مسوول احد خان وویل، د دوی لوبډلې د دې ماشومې (ائینې وزیر) له کورنۍ سره اړیکه کړې وه.‌

نوموړي وویل دوی به په لومړي سر کې ائینې ته د زلمي بشپړ کېټ (چې توپ، بیټ، پډ، دستکشې او نور سامان پکې وي) ورکړي.‌

احد خان زیاتوي، کله چې د زلمي ښځو لیګ کېده، نو ائینه وزیره به هم راوغواړي او د مسلکي روزنې ترڅنګ به ټولې اسانیتاوې ورته برابرې شي.

ائینه وزیر د شمالي وزیرستان ده، چې نږدې هره ورځ ترې د جنګ جګړو، بریدونو، چاودونو او هدفي وژنو خبرونه ترلاسه کېږي.

له دې وروسته پاتې سیمې د یوې ماشومې د کرېکټ خپره شوې ویډیو نه یوازې دا چې ډېر ژر په پراخه کچه لاس په لاس شوه، بلکې د کرېکټ د ډېرو مشهورو لوبغاړو پام یې هم ځان ته ور واړاوه او تبصرې یې پرې وکړې.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې کپتانې فاطمه ثنا لیکلي، "ماشا‌ءالله... کوچنۍ سوپر سټارې ته لا ډېرې بریاوې ورپه نصیب شي."

د پاکستان د ښځینه لوبډلې لوبغاړې عالیه ریاض لیکلي: "ماشاءالله بااستعداده آئینې ته ستورې یې. همداسې لوبېږه. زما نیکې هیلې درسره دي او ته به یوه ورځ پاکستان لپاره ویاړ وګرځي."

همدا راز د پاکستان ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن دوړ چې پخپله هم د شمالي وزیرستان دی، ائینه وزیره ستایلې ده.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "دې ماشومې چېرته روزنه نه ده کړې. نه یې لارښوونه شوې، خو بیا هم دومره ښه بالېنګ او بټنګ کوي."

آئینہ وزیر

د عکس سرچینه، Manzoor Khan

عامو خلکو هم د ائینې وزیر په خپرو شویو ویډیوګانو ګڼې تبصرې کړې او د هغې سټایل یې ستایلی دی.

خو ځینو بیا لیکلي چې هغه باید د وزیرستان د دود او کلتور له مخې په داسې لوبو کې برخه وانخلي.

په دې وروستیو کې په شمالي‌ وزیرستان کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې کېږي.

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې په دې سیمه کې د ترهګرۍ خلاف پراخ پوځي عملیات وکړل، چې پایله کې یې له دې سیمې سلګونه زره کسان بې ځایه شول.

له دغو عملیاتو وروسته کلونو کې شمالي‌وزیرستان کې وضعیت په نسبي ډول یو څه ښه شو، خو اوس له تېرو څو کلونو راهیسې پکې بیا د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د شمالي وزیرستان شیوا تحصیل لېرې پرته سیمه ده چې له ټل سره پر پوله پرته ده.