ټرمپ: نړۍ ۱۰ ورځې وخت لري چې وګوري ایران هوکړه مني‌ که نه، "یا به بدې پایلې ولري"

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د سولې شورا ته وویل له ایران سره خبرې "ډېرې ښې" وې، خو په تاریخي توګه تل ستونزمنې پاتې شوې دي.
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې نړۍ به "په راتلونکو- ښايي لسو ورځو کې" پوه شي چې ایا امریکا به له ایران سره هوکړې ته رسېږي که پوځي ګام به اخلي.

ټرمپ دا خبرې په واشنګټن ډي‌سي کې د خپلې د سولې شورا په لومړۍ غونډه کې وکړې. هغه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو په اړه وویل: "موږ باید یوه ګټوره او جدي هوکړه وکړو، که نه نو بدې پایلې به ولري."

په وروستیو ورځو کې امریکا منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواکونه ډېر کړي دي، په داسې حال کې چې په سویس کې د امریکايي او ایراني مذاکره‌کوونکو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ایران حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي، که د سیمې امریکايي پوځي اډې د ایران پر ضد په هر ډول پوځي برید کې وکارول شي، نو ایران به یې مشروع هدفونه وبولي.

د تهران د ملګرو ملتونو ماموریت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې د برید واقعي خطر ښيي، خو ایران جګړه نه غواړي.

د ډیموکرات ګوند غړو او ځینو جمهوريپالو سیاستوالو، له کانګرس پرته د ایران پر ضد د هر ډول پوځي اقدام مخالفت کړی دی.

ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل، چې د هغه ځانګړو استازو سټیو وېټکوف او جیرډ کوشنر، چې د ټرمپ زوم هم دی، له ایران سره "ځینې ډېرې ښې ناستې" لرلې دي.

هغه وویل: "د کلونو په اوږدو کې دا ثابته شوې، چې له ایران سره یوه ماناداره هوکړه کول اسانه کار نه دی. که دا ونه شي، نو بدې پایلې به ولري."

ایران د ملګرو ملتونو له مشر غوښتي چې د ټرمپ د پوځي ګواښونو د مخنیوي لپاره ګام پورته کړي

د امریکا ولسمشر

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

په ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي د دغې ادارې مشر ته يوه لیک کې پر ایران د پوځي برید د احتمال په اړه د ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او د امریکا د ولسمشر خبرې یې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه بللې او په دې اړه یې د سملاسي ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ امير سعيد ایرواني د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش ته په يوه لیک کې ويلي، "د امریکا ولسمشر په ځانګړې توګه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر اتمه پر ټولنيزو رسنيو يوه پيغام کې په ښکاره او عامه توګه د ايران پر وړاندې د ځواک کارولو ګواښ کړی او ويلې یې دي، که [ایران] پرېکړه وکړي چې يوې هوکړې نه ونه رسېږي، امریکا ښايي اړ شي د ډياګو ګارسيا اډه او فيرفورډ کې د اډې هوايي ډګر د [ایران له خوا] د احتمالي برید ګواښ له منځه وړلو لپاره وکاروي."

ښاغلي ايرواني د ملګرو ملتونو له مشر او د امنيت شورا له مشر غوښتي، "مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي" بايد لاس په کار شي.

"د ایران اسلامي جمهوریت له تاسو ښاغلي او د امنیت شورا له ټولو غړو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو تر منشور لاندې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره د شورا د لومړني مسؤلیت په چوکاټ کې، خپل ټول واکونه او هڅې په بشپړه توګه وکاروي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې امریکا سملاسي د زور کارولو خپل غیرقانوني ګواښونه پایته رسوي او د ملګرو ملتونو د منشور لاندې خپلو مکلفیتونو، په ځانګړي توګه د ۲ (۴) مادې سره سم عمل کوي."

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر له واشنګټن سره په خبرو اترو کې د ایران جدي والي ته اشاره کړې، او ويلې یې دي چې، د هغه په اند، که چېرې امریکایی اړخ هم جدي والی وښيي، "د تلپاتې او متوازن حل ترلاسه کول به په بشپړ ډول شوني وي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، نړۍ به په "احتمالي ډول راتلونکو لسو ورځو کې" خبره شي چې ایا امریکا له ایران سره یوې هوکړې ته رسېږي او که پوځي اقدام کوي.

په واشنګټن ډي سي کې د خپلې "د سولې بورډ" (Board of Peace) په پرانیستونکې غونډه کې ټرمپ وویل، د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره "موږ یو څه کار لرو چې باید ویې کړو" او زیاته یې کړه چې "ښايي موږ اړ شو یو ګام نور هم وړاندې لاړ شو."

په وروستیو ورځو کې، امریکا منځني ختیځ ته خپل پوځي ځواکونه استولي دي، په داسې حال کې چې په سویس کې د امریکايي او ایراني مرکچیانو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ډیموکراټ ګوند ولسي استازو او ځینو جمهوري غوښتونکو، د کانګرس له تصویب پرته په ایران کې د هر ډول احتمالي پوځي اقدام سره مخالفت ښودلی دی.

ټرمپ په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې ځانګړي استازي سټیو وټکاف او جارید کوشنر، چې د ټرمپ زوم هم دی، له ایران سره "خورا ښې ناستې" درلودې. هغه وویل: "د کلونو په اوږدو کې دا ثابته شوې چې له ایران سره د یوې مانا لرونکې هوکړې کول اسانه کار نه دی. که داسې ونه شي، نو بدې پېښې رامنځته کېږي."

یوه ورځ وړاندې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ خبرداری ورکړی و چې د ایران لپاره به دا "خورا هوښیارانه" وي چې له امریکا سره معامله وکړي. هغې زیاته کړه چې ټرمپ لا هم د تهران د اټومي پروګرام په اړه ډیپلوماټیک حل ته هیله مند دی.

ټرمپ له خپلو همکارانو سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ د غزې د سولې بورډ ناسته کې خبرې کولې.

کله چې ټرمپ د لومړي ځل لپاره د "سولې بورډ" اعلان وکړ، داسې انګېرل کېده چې موخه یې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د دوه کلنې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته او د بیارغونې څارنه ده. خو په تېره یوه میاشت کې، د دغه بورډ ماموریت له یوې جګړې هاخوا ښکاري، چې ډېر خلک یې په دې فکر کړي چې ایا د ټرمپ په مشرۍ دا بورډ، چې له شاوخوا ۲۴ هېوادونو جوړ دی، د ملګرو ملتونو د څنډې ته کولو لپاره دی که څنګه.

تېر کال د جولای په میاشت کې امریکايي توغندیو او الوتکو د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو بریدونه کړي وو، او راپورونه وايي چې سپینې ماڼۍ په دې اونۍ کې د نویو بریدونو پر واک بحث کاوه. امریکايي ځواکونو په وروستیو اونیو کې په سیمه کې خپل حضور زیات کړی، چې په هغې کې د " ابراهم لینکن" په نوم د الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کول هم وو.

د سپوږمکۍ انځورونو دا هم ښودلې چې ایران خپل پوځي تاسیسات پیاوړي کړي دي، او د دغه هېواد ستر مشر ایت الله علي خامنه‌اي پر خواله رسنیو داسې پیغامونه خپاره کړي چې امریکايي ځواکونو ته یې په کې ګواښ کړی. په یوه پیغام کې راغلي: "د امریکا ولسمشر په پرلپسې توګه وايي چې امریکا د ایران لوري ته جنګي بېړۍ لېږلې ده. البته، یوه جنګي بېړۍ د پوځي وسایلو یوه خطرناکه ټوټه ده. خو، تر هغې بېړۍ ډېره خطرناکه هغه وسله ده چې کولی شي دغه جنګي بېړۍ د سمندر تل ته واستوي."

د امریکا د کانګرس څو غړو د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي اقدام سره مخالفت ښودلی. دوو استازو، د کلیفورنیا ډیموکراټ "رو کنا" او د کینټکي جمهوري غوښتونکي "تومس ماسي" ویلي چې دوی به راتلونکې اونۍ کې د ۱۹۷۳ کال د "جنګي واکونو قانون" له مخې پر دې موضوع د رایې اچونې هڅه وکړي. دا قانون کانګرس ته دا وړتیا ورکوي چې د وسله والې شخړې په برخه کې د ولسمشر واکونه کنټرول کړي.

رو کنا پر خواله رسنیو لیکلي: "له ایران سره جګړه به ویجاړونکې وي. ایران یوه پیچلې ټولنه ده چې ۹۰ میلیونه وګړي لري او د پام وړ هوايي دفاع او پوځي وړتیاوې لري." هغه دا هم وویل چې په سیمه کې په زرګونو امریکايي سرتېري "د غچ اخیستونکو بریدونو له خطر سره مخ کېدلی شي."

په کانګرس کې د دې پرېکړه لیک د تصویب چانس ډېر نه دی. د جنوري په میاشت کې، د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو د ورته یوه پرېکړه لیک مخه ونیوله چې له مخې یې د ټرمپ اداره مکلفه وه چې د نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته په وینزویلا کې د نورو پوځي عملیاتو پیلولو لپاره د کانګرس اجازه واخلي.