د بریتانیا د پاچا ورور د څېړنو په دوام خوشی شو؛ په شاهي املاکو کې د انډرو د کور پلټنه بېرته پیلېږي

د ویډیو تشریح، په سنډیګهم کې د نارفولک ملکیت ته د ګاډو رسېدو شېبې
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور د "د دولتي دندې پر مهال د ناوړه چلند د شک" له امله تر نیول کېدو وروسته، د څېړنو تر دوام لاندې خوشی شوی دی. ټاکل شوې ده چې پولیس نن یو ځل بیا د شاهي ماڼیو سیمه کې د هغه د پخواني کور پلټنې پیل کړي.

انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور د پنجشنبې په ماښام (د فبرورۍ ۱۹مه) له څو ساعتونو نیول کېدو وروسته خوشی شو.

د پولیسو مرکزه د هغه د وتلو او د نورفوک په سندرینګهم سیمه کې، چې د پاچا چارلز درېیم ملکیت دی، خپل کور ته د ستنېدو انځورونه خپاره شوي دي. په دغو انځورونو کې هغه د موټر په شا څوکۍ کې غځېدلی ښکاري.

د انګلستان د "تمز وېلي" سیمې پولیسو ویلي دي چې انډرو "خوشی شوی، خو لا هم تر څېړنو لاندې دی".

د بریتانیا پاچا، چې مخکې له دې د خپل ورور له نیول کېدو نه و خبر، په یوه بیان کې ویلي دي چې هغه د اندرو د نیول کېدو خبر په "ژورې اندېښنې" سره ترلاسه کړی دی او ټینګار یې کړی چې "قانون باید خپل بهیر طی کړي". هغه زیاته کړې چې پولیس به د ده له "بشپړ، بې‌قیده ملاتړ او همکارۍ" څخه برخمن وي.

انډرو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انډرو د پنجشنبې پر سهار تر نیول کېدو وروسته، د پولیسو له مرکزه د وتلو پر مهال ولیدل شو.

د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور د رسمي دندې پرمهال د احتمالي سرغړونې په تور نیول شوی

بي‌بي‌سي موندلې ده چې د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور د خپلې رسمي دندې پر مهال د احتمالي سرغړونې په تور نیول شوی دی.

د هغه نیول کېدل د مړه شوي جنسي مجرم جېفري اېپسټین له دوسیې سره له تړلو رسوایۍ وروسته ترسره شوي دي.

پولیس وایي چې د بریتانیا د پاچا ورور دا مهال توقیف کې دی او ماموران یې په انګلستان کې له هغه سره تړلې دوه پتې لټوي، چې پکې د نورفک په ساندرینګهم کې د هغه استوګنځای هم شامل دی.

پولیس څېړي چې ګواکې دغه پخواني شهزاده هغه مهال، چې د بریتانیا سوداګریز استازی و، ځینې اسناد جېفري اېپسټین ته ورکړي وو.

ښاغلی مونټ‌باټن-وېنډزور تر دې دمه په رسمي توګه د کوم جرم په تور نه دی تورن شوی او د هغه نیول کېدل هم د سرغړونې معنا نه لري؛ هغه تل د هر ډول سرغړونې تور رد کړی دی.

د مړه شوي جېفري اېپسټین د دوسیې په اړه د پرله‌پسې افشاګریو وروسته، انډرو مونټ‌باټن-وېنډزور، د بریتانیا د پاچا ورور چارلز درېيم، چې پخوا یې د "شهزاده" لقب درلود، ټول سلطنتي عنوانونه له لاسه ورکړل.

Map

د انډرو نیول دا معنا لري چې پولیس اوس کولی شي د پخواني شهزاده د استوګنې ځایونه او شتمنۍ وپلټي.

پخوانی شهزاده د خپلې زوکړې د ۶۶م کال پوره کېدو پر ورځ نیول شوی او پر نوموړي فشار دی چې امریکا کې د جنسي مجرم جېفري اېپسټن سره د خپلې اړیکې په اړه شهادت ورکړي.

د امریکا چارواکي او د ویرجینیا جوفري د کورنۍ غړي غواړي چې د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ دغه غړی په کانګرس کې شهادت ورکړي. اغلې جوفري هغه ښځه وه چې د جنسي ناوړه استفادې تور یې ورباندې پورې کړی و او تېر کال یې ځانوژنه وکړه.

په همدې حال، د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر د انډرو مونټ‌باټن–وېنډزور د وضعیت په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل چې "هېڅوک له قانون پورته نه دی."

ښاغلی سټارمر، چې د انډرو د نیولو خبر له خپرېدو مخکې له بي‌بي‌سي سره خبرې کولې، وویل چې دا اصل "ډېر مهم" دی او باید لکه د هرې بلې قضیې په څېر پلی شي.

خو کله چې له ښاغلي سټارمر وپوښتل شول ایا انډرو باید "په خپله خوښه" پولیسو سره خبرې وکړي، هغه وویل: "زه فکر کوم دا هغه موضوع ده چې پولیسو پورې اړه لري."

د بریتانیا لومړي وزیر په دې مرکه کې خپل پخوانی نظر تکرار کړ چې د هغه په باور، انډرو باید د امریکا کانګرس ته شهادت ورکړي.

د جېفري اېپسټین او انډرو ترمنځ ځینې لیکنې ښيي څو کاله وروسته له هغه چې له یوې کم عمره نجلۍ سره دغه بدنام امریکایی پانګه‌وال د جنسي ناوړه استفادې په هڅه محکوم شو، د پخواني شهزاده اړیکې له هغه سره دوام درلود.

جېفري اېپسټین، هغه بدنام پانګه‌وال و چې په جنسي جرمونو محکوم شوی و، په ۲۰۱۹ کال کې د جنسي قاچاق په تور د محاکمې په انتظار و، چې د نیویارک زندان کې یې له خپلې بندخونې سره جسد وموندل شو.

د بي‌بي‌سي د هغو دوسیو له څېړنې وروسته چې تازه خپرې شوي، داسې ښکاري چې پخوانی شهزاده په قصدي ډول د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو پرمهال، د سوداګریز استازي په توګه د خپلې رسمي دندې په وخت کې محرمانه معلومات له اېپسټین سره شریک کړي وو.

شاهي کورنۍ