ولې د بریتانیا د پاچا له وروره د 'شهزاده' لقب واخیستل شو؟

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا شاهي کورنۍ غړي او د دې هېواد د پاچا ورور انډرو د "شهزاده" لقب له لاسه ورکړ.
په لندن کې بکېنګهم ماڼۍ پرون اعلان وکړ، چې پاچا، درېیم چارلز، په رسمي توګه د شهزاده انډرو ټول لقبونه، عنوانونه او ویاړونه لغوه کوي.
اوس به انډرو د "انډرو مونټبټن وینډزر" په نوم پېژندل کېږي.
انډرو ۶۵ کلن او د پاچا کوچنی ورور دی. په وروستیو میاشتو کې یې د شخصي ژوند په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوې.
له ماشومان د جنسي ګټې اخیستنې په تور رسمي پړ پېژندل شوی، او شتمن امریکايي جېفري اپسټین سره یې اړیکې د شاهي کورنۍ لپاره ستونزې جوړې کړې دي. اپسټین څو کاله مخکې د امریکا په یوه زندان کې ځان وواژه.
انډرو، چې په دې میاشت کې له خپلو لقبونو لاس پر سر شوی، تل یې په کلکه هر ډول ناسم عمل رد کړی دی.
دا له هغه وروسته چې له کلونو او په ځانګړې توګه له تېرو څو اوونیو راهیسې له امریکايي جنسي مجرم جېفري اپسټین سره د انډرو پر اړیکو سخت بحثونه وشول.
د قربانۍ کورنۍ څه وايي؟
د ویرجینیا جوفرې کورنۍ، هغه مېرمن، چې د جېفري اپسټین په ګډون یې پر شهزاده اندرو د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې تور پورې کړی و، له هغه د "شهزاده" لقب اخیستلو هر کلی کړی او دا یې یو "بېساری تاریخي بری " بللی دی.
د امریکایۍ ویرجینیا رابرټز جوفرې ورور، سکای رابرټز، له اوښکو ډکو سترګو سره بيبيسي ته وویل:
"یوې معمولي نجلۍ، د یوې معمولي کورنۍ، یو شهزاده وپرځاوه، موږ پرې ویاړو" خو نوموړي زیاته کړه، چې دا ګام "بسنه نه کوي" او د انډرو پر ضد یې د رسمي څېړنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي سکای رابرټز وویل: "هغه باید په بند کې وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د مېرمن جوفرې کورنۍ بيبيسي ته وویل، چې دا پرېکړه به د امریکا پر عامه افکارو اغېز وکړي.
اوس مهال د جېفري اپسټین له دوسیې سره اړوند اسنادو د خپرېدو غوښتنې زیاتې شوې دي.
تر اوسه د دغو اسنادو ځینې برخې خپرې شوې دي، چې د انډرو نوم د اپستین د الوتنو د مسافرو په منځ کې ښيي.
د ورجینیا جوفرې ورور وویل: "د امریکا حکومت د جفري اپستین د قضیې د پراخ اړخ افشا کولو کلي لري. بریتانیا اوس د هغه څه یوه بېلګه ده، چې امریکا یې هم باید ترسره کړي. ډېر نور کسان هم په دې قضیه کې لاس لري، ډاډه اوسئ."
انډرو، چې دا تورونه یې رد کړي، په ۲۰۲۲ کال کې له محکمې بهر مېرمن جوفرې سره جوړجاړی وکړ. داسې جوړجاړی، چې نه یې اعتراف پکې و او نه رسمي بخښنه.
ویرجینیا جوفرې د روان کال په پیل کې ځان وژنه وکړه.
د هغې له مرګ وروسته یې د خاطراتو کتاب خپرېدل د بریتانیې پر شاهي کورنۍ فشار لا زیات کړ، ځکه دې موضوع د اندرو اړیکه له جنسي مجرم جفري اپستین سره بیا راژوندۍ کړه.
ویرجینیا جوفرې، چې د جفري اپستین له اصلي شکایت کوونکو وه، په خپل کتاب کې لیکلي، چې انډرو د هغې د تنکۍ ځوانۍ پر مهال درې ځلې ورسره جنسي اړیکه نیولې وه او "هغه داسې انګېرله، چې دا د هغه طبیعي حق دی."

د عکس سرچینه، Reuters
د بکېنګهم ماڼۍ د پنجشنبې پر ماښام یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: "جلالتماب نن د شهزاده انډرو د لقبونو او اعزازونو د لرې کولو لپاره رسمي پروسه پیل کړه."
د روانې میاشتې په پیل کې، اندرو په خپله خوښه یو شمېر شاهي لقبونه، لکه "ډیوک آف یورک " پرېښودل او و یې ویل:
"موږ دې پایلې ته رسېدلي یوو، چې د دې تورونو دوام د پاچا تمرکز له دندو او شاهي کورنۍ اړوي."
همدارنګه په خبرپاڼه کې د هغه د اوسېدو ځای روئل لاج (Royal Lodge)، په اړه هم یادونه شوې، چې وروسته له دې به چېرې اوسېږي.
"د روئل لاج اجارې تر دې دمه، هغه ته د استوګنې د دوام لپاره قانوني خوندیتوب ورکړی و."
"اوس ورته رسمي خبر ورکړل شوی، چې دا تړون پای ته ورسوي، او بل استوګن ځای ته انتقال شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پرېکړې اړينې ګڼل شوې دي، سره له دې چې هغه لا هم د ځان پر وړاندې ټول تورونه ردوي.
ويل کېږي، چې انډرو به د نارفولک په سانډرېنګهم ماڼۍ ( Sandringham estate) کې چې پاچا ملکیت دی ځای پر ځای شي، خو د هغه د نوي استوګن ځای کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د سانډرېنګهم ماڼۍ پراخه ځمکه شاوخوا شل زره جريبه (۸۱۰۰ هکټاره) ده، چې ۶۰۰ جريبه (۲۴۲ هکټاره) بڼونه پکې شامل دي.
د بکېنګهم ماڼۍ نه دي ويلي، چې انډرو به په کومه ځانګړې ودانۍ کې اوسېږي.
ويل کېږي، چې د انډرو د استوګن ځای لګښت به د پاچا له شخصي شتمنۍ ورکول کېږي.
پاچا به د خپل ورور د لېږد لپاره "مناسب شخصي چمتوالی" کوي.
شاهي سرچينې مخکې ويلي و، چې پاچا هڅه کړې د فشار لاره خپله کړي، او تېر کال يې د اندرو مالي ملاتړ بند کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه د مقام دا ډراماتيکه پرځېدا يوازې پر هغه نه، پر پخوانۍ مېرمن یې، سارا فرګسن، او د دوی پر لوڼو، بيټريس او یوجيني، هم اغېز کړی دی.
ويل کېږي، د انډرو پخوانۍ مېرمن سارا فرګسن ۶۶ کلنه ده، دا به هم روئل لاج پرېږدي او د خپل ژوند نوې ترتيبات جوړوي.
هغې د اکتوبر په لومړیو کې د ډچېس (Duchess) په توګه خپل شاهي لقب له لاسه ورکړ، ځکه انډرو خپل د ډوم آف یورک (Duke of York) لقب کارول له لاسه ورکړ او خپل لومړني نوم ته ستون شو.
د دوی د لوڼو بيټريس (۳۷ کلنه) او یوجيني (۳۵ کلنه) لپاره هېڅ کوم رسمي بدلون نه دی اعلان شوی.
هغوی به لا هم شهزادګانې وي. د پاچا پنځم جورج د ۱۹۱۷ کال د لیک له مخې دوی د پاچا د زوی لوڼې دي. د دوی د وراثت په ليکه کې هم هېڅ بدلون نه راځي.
انډرو ته لا له وړاندې اجازه نه ورکول کېده، چې په عامو شاهي مراسمو کې ګډون وکړي، او د هغه وروستی حضور يوازې خصوصي او کورنیو ټولېدنو ته محدود شوی و، لکه د جنازو او يادغونډو مراسم خو خبره ټوله دلته نه ختمېږي، د تاريخپوه او ليکوال انډرو لاوني په وينا، دا لانجه به لا هم شاهي کورنۍ څاري.











