بکېنګهم ماڼۍ: د بریتانیا پاچا په سرطان اخته شوی

UK

د عکس سرچینه، HUW EVANS PICTURE AGENCY

د بریتانیا شاهي ماڼۍ یوه اعلامیه کې ویلي چې پاچا درېیم چارلز په یوه ډول سرطان ناروغۍ اخته شوی دی.

د بکېنګهام ماڼۍ په بیان کې زیاته شوې چې دا د پروستات سرطان نه دی خو په دې وروستیو کې د پروستات د غټېدو د درملنې پر مهال تشخیص شوی.

تر اوسه د دغه سرطان بڼه نه ده روښانه شوې، خو په اعلامیه کې راغلي چې پاچا سر له دوشنبې "منظمه درملنه" پیل کړې ده.

شاهي ماڼۍ وايي، د درملنې په تړاو د پاچا دریځ په بشپړ ډول مثبت دی او دې ته ګوري چې د امکان تر حده هر څه ژر ټولو عامه دندو ته راوګرځي.

په دغه بیان کې زیاته شوې چې پاچا به په عمومي غونډو او مجالسو کې حضور کم کړي، خو دولتي دندو او د دولت د مشر په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.

د بکېنګهام ماڼۍ بیان کې دا نه دي ویل شوي چې سرطان په کومه مرحله کې دی.

پاچا چارلز وروستی ځل یکشنبه په ساندرېنګهام د یوې کلیسا مراسمو کې کتل شوی و چې خلکو ته یې لاس خوځاوه.

King

د عکس سرچینه، PA Media

نوموړي شاوخوا دوه اونۍ مخکې د لندن په یوه شخصي روغتون کې د پروستات عملیات کړي و چې اوس په رغېدو دی.

بکېنګهام ماڼۍ وايي، پاچا په خپله خوښه غوښتل چې د پروستات د درمنلې خبر یې عام شي او موخه یې دا بلل شوې چې نور سړي هم وهڅوي چې د خپل پروستات معاینه وکړي.

ویل شوي، نوموړی خوښ و چې د دې موضوع په اړه عامه پوهاوی ډېر شي.

۷۵ کلن پاچا به خپله نوره درملنه هم لندن کې کوي.

په بریتانیا کې هره ورځ ۱۰۰۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي.

غبرګونونه

پاچا چارلز او جو بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

په بریتانیا کې په کور د ننه او بهر دغه خبر ته غبرګونونه ښودل شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي چې د پاچا د ناروغۍ له تشخیصېدو وروسته "اندېښمن" دی.

کله چې خبریالانو دی وپوښته چې ایا هغه د پاچا لپاره پیغام لري، بایډن وویل: "هو، زه د هغه په اړه اندېښمن یم.

"ما یوازې د هغه تشخیص واورېد. هیله لرم چې ژر به ورسره خبرې وکړم."

د بایډن زوی، بیو په ۴۶ کلنۍ کې د مغزو د سرطان له امله مړ شو او د هغه د اوږدې مودې ملګری، جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین هم په ۲۰۱۸ کې د سرطان له امله مړ شو.

د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاچا یو "ښه سړی" بللی دی.

ټرمپ پر خواله رسنیو لیکلي: "هغه یو ښه سړی دی، چې ما د خپلې ولسمشرۍ پرمهال ښه پېژندلی او موږ ټول دعا کوو چې هغه ژر او بشپړ روغ شي!".

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ډروډو پر اکېس لیکلي: "زه د کاناډایانو په شان په ټول هېواد کې او د نړۍ د خلکو په شان د پاچا درېیم چارلز په اړه – چې د سرطان تر درملنې لاندې دی، فکر کوم."

"موږ هغه ته خپل نېکې هیلې استوو- او د ګړندۍ او بشپړې رغېدنې هیله ورته لرو."

کاناډا د همګټو هېوادونو غړی هېواد دی پاچا یې د دولت مشر دی.

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز هم د پاچا چارلز روغتیا ته خپله هیله ښودلې ده.

هغه له کنبیرا څخه وویل: "د ټولو اسټرالیایانو هیلې پاچا چارلز او د هغه له کورنۍ سره دي."

"موږ د هغه د عاجلې روغتیا هیله کوو. زه به نن سهار ماڼۍ ته یو پیغام واستوم او زموږ هیله به دا وي چې پاچا چارلز ژر تر ژره روغ شي او ژر خپلو کارونو ته راستون شي."

د کاناډا په شان، اسټرالیا هم د همګټو هېوادونو غړی هېواد دی او پاچا د هېواد مشر دی.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د پاچا "چټکې او بشپړې رغېدنې" لپاره خپلې ریښتونې هیله ښودلې ده، همدا شان د کارګر ګوند مشر سر کیر سټارمر او د ولسي جرګې مشر سر لینډسي هویل هم د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې ده.

د انګلنډ لپاره د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (اېن‌اېچ‌اېس) اجرائیوي مشرې امانډا پریچرډ د پاچا چارلز لپاره د روغتیا هیله ښودلې ده.