شهزاده چارلز رواندا ته د پنا غوښتونکو استول "وېروونکي" بللي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا شهزاده چارلز رواندا ته د پنا غوښتونکو استولو په اړه د حکومت ځانګړی سیاست '' وېروونکې" بللی دی.
د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، شهزاده چارلز د پنا غوښتونکو د استولو په اړه د لومړي وزیر بوریس جانسن د ځانګړي سیاست له کبله نهیلی شوی دی.
ورځپاڼه وايي، شهزاده چارلز څو ځله د کډوالو استولو له تګلارې سره مخالفت ښودلی دی.
ورځپاڼه وايي، ده ویلي چې "ددغې تګلارې له کبله ډېر نهیلی شوی دی او باوري دی چې د حکومت تګلاره کاملاً وېروونکې ده".
د بریتانیا سترې محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو لومړنۍ الوتنې ته اجازه ورکړه
له دې سره سره چې ملګرو ملتونو او د پناه غوښتونکو ځینو ملاتړو وکیلانو د بریتانیا له سترې محکمې غوښتي وو چې روانډا ته د کډوالو د لومړنۍ الوتنې مخه ونیسي خو اوس دې محکمې د الوت اجازه ورکړې ده.

د عکس سرچینه، PA Media
ټاکل شوې بریتانیا یو شمېر هغه کډوال د را روانې سې شنبې په ورځ په لومړي پرواز کې د ختیځې افریقا دغه هېواد ته ولېږدوي چې په ناقانونه توګه په وړو کښتیو کې د انګلش چېنل له لارې بریتانیا ته تللي دي.
دا کار د بریتانیا او د روانډا هېواد تر منځ د یوې هوکړې پر بنسټ کېږي.
د اوس لپاره د پناه غوښتونکو ملاتړي وکیلان پخپله هڅه کې ناکام شول چې له محکمې یې غوښتي وو دغه الوتنه وځنډوي خو راروانه دوشنبې به د دې قضیې استفاف محکمه ترسره کېږي.
د بریتانیا او روانډا تر منځ پر دې هوکړې به ستره محکمه کتنه کوي او د روان میلادي کال د جولای میاشتې تر پایه به یې په اړه پرېکړه کوي.
د دغه هېواد لومړي وزیر بورېس جانس د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او پرخپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، "موږ انساني قاچاق کوونکو ته اجازه نه شو ورکولای چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړي او زموږ د نړۍ رهبري کوونکی مشارکت به د دغو بې رحمه جنایت کوونکو د کار روزګار ډول له منځه یوسي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بریتانیا ستره محکمه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې ملګرو ملتونو دا ناقانونه کار بللی دی.
سترې محکمې په دې اړه نن [جمعه] د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وکیلانو او د ملګرو ملتونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو وکیلانو دلیلونه واورېدل.
کورنیو چارو وزارت له محکمې وغوښتل چې روانډا ته د ناقانونه پناه غوښتونکو لېږل د بریتانیا په ګټه کار دی او په دې برخه کې د پناه غوښتونکو د ملاتړو له لوري راولاړې شوې قانوني ننګونې یې باید مخه ډب نه کړي. خو د ملګرو ملتونو وکیلان د دې کار خلاف وو او ویل یې چې د کورنیو چارو وزارت په داسې کولو سره ناقانونه کار کوي.
بریتانیا غواړي له دې سره د انګلش چېنل له لارې دغه هېواد ته ورتلونکي پناه غوښتونکي پر دې هڅې پښېمانه کړي او ویلي یې دي چې د داسې ګڼو کسانو قضیې به اوس په روانډا کې څېړل کېږي.
تر دې مهاله شاوخوا ۳۱ تنو ته ویل شوي چې راروانه سې شنبې به یې روانډا ته الوت وي.
خو لږ تر لږه درو کسانو ته د محکمې د جلسې تر پیلېدو څو شېبې مخکې ویل شوي چې په دغه پرواز کې به دوی نه وي.
د پناه غوښتونکو ملاتړي وکیلان څه وايي؟
د کورنیو چارو وزارت له ټينګار سره سره ملګرو ملتونو او د پناه غوښتونکو ځينو ملاتړو وکیلانو د بریتانیا او روانډا تر منځ شوې دغه هوکړه ننګولې ده.
د دې هوکړې له مخې بریتانیا ته رسېدلي یو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته لېږل کېږي او تر هغه وخته به هلته وي چې د کډوالۍ قضیې یا کیسونه یې فیصله شوي نه وي.
محکمه کې پر همدې هوکړه د دواړو لوریو وکیلانو خپل دلیلونه وویل.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وکیلانو ویلي چې دغه ګام بریتانیا ته په خطرناکو لارو او په ځانګړي ډول په وړو کښتیو کې د کډوالو د سفرونو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی. چې په خبره یې، "د جنایت کاره قاچاق کوونکو په مرسته لارې ورته جوړېږي. په داسې حال کې چې دوی د لارې په اوږدو کې په ځينو سولييزو درېمو هېوادونو کې هم پاتې شوي دي".
خو د پناه غوښتونکو یو شمېر ملاتړو وکیلانو د بريتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه ننګولې او له قانونه سرغړونه یې بللې ده.
دوی له سترې محکمې غوښتي چې روانډا ته دې د دغو کسانو د لېږلو مخه ونیسي.
رضا حسین له همدغو وکیلانو یو دی. ده محکمې ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اندېښنې سره سره د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه ګام اخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ښاغلي حسین په خبره، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اندېښمنه ده چې په روانډا کې د پناه غوښتنې سیسټم نیمګړتیاوې لري او UNHCR داسې شواهد لري چې ښايي یوګانډا کې پناه غوښتونکو ته په محکمه کې د وکیل او ژباړن اسانتیا نه وي او له شکنجې سره مخ شي.
خو دغه وکیل وايي چې بیا هم د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل ادعا کړې چې روانډا یو خوندي هېواد دی، په داسې حال کې چې، "نه موږ او نه هم د کورنیو چارو وزیره په روانډا کې ده خو د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره شته. نو چې هغه هلته د پناه غوښتونکو په لېږلو اندېښنه څرګندوني تاسې بیا هم څنګه دغه تګلاره عملي کوئ؟"
رضا حسین همدا راز ویلي،" UNHCR د کډوالو په برخه کې مسوله اداره ده او خبره یې وزن لري چې باید له پامه ونه غورځول شي".
د پناه غوښتونکو یوې بلې ملاتړې وکیلې لورا دوبینسکي د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان په استازولۍ وویل چې "دقت نه دی شوی" او غواړي روښانه کړي چې ملګري ملتونه د بریتانیا او یوګانډا هوکړه نه تاییدوي.
اغلې دوبینسکي همدا راز په ډاګه کړې چې UNHCR د بریتانیا کورنیو چارو وزیرې ته خبر ورکړی و چې روانډا ته د پناه غوښتونکو په لېږلو سره ناقانونه کار کوي.
د بریتانیا د سترې محکمې قاضي جسټېس سوېفټ ویلي، محکمه به د ټولې تګلارې تر څېړلو او قانوني ارزونې وروسته له شپږو تر اتو اوونیو په اوږدو کې د دې قضیې په اړه خپل نظر په ډاګه کړي.
بریتانیا د روانډا په پلازمېنه کې د دغو پناه غوښتونکو لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ کړی چې هلته له رسېدو سره به دوی ته د هستوګنې اسانتیاوې هم برابرېږي.
خو د دوی قضیې به د ختیځې افریقا په دغه هېواد کې څېړل کېږي او که د پناه غوښتنې قضیه یې وګټله یاني که قبولي ورکړل شوه نو روانډا به هلته د اوسېدو پنځه کلن اسناد او هلته د اوسېدو لپاره مرسته او د تعلیم حق ورکوي.
خو هغه کډوال، چې قبولي ورنه کړل شي او غواړي بیا هم په روانډا کې پاتې شي نو ویزې ته یې غوښتنلیک سپارلی شي خو بیا به هم له دې خطر سره مخ وي چې ښايي خپل هېواد ته بېرته ولېږل شي.
د دې نوې تګلارې له مخې هغه پناه غوښتونکي له بریتانیا جبري ایستل او روانډا ته لېږل کېږي چې په وړو کښتیو کې د انګلش چېنل له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
د سمندر له دې لارې بریتانیا ته سږ کال د رسېدلیو کډوالو شمېر تر لسو زرو اوښتی دی.









