بریتانیا 'په څو راتلونکو اونیو کې' روانډا ته د پناه غوښتونکو استول پیلوي

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانیا حکومت وايي، ښايي څو راتلونکو اونیو کې له دې هېواده روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو لړۍ پیل شي.
دا اعلان له هغه پروګرام سره هممهاله شوی، چې بریتانیا حکومت د ختیځې افریقا دې هېواد ته پناه غوښتونکي د دې لباره استوي چې له هغه ځایه بریتانیا کې د پناه غوښتنې اسناد ورکړي.
په لومړي سر کې به هغه مجرد نارینه دې افریقايي هېواد ته استول کېږي چې له فرانسې په لاریو کې بریتانیا ته رسېږي او یا هم د انګلش چېنل له سمندري لارې په غیر قانوني توګه دې هېواد ته ورځي.
بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، د دې پروګرام هدف د انساني قاچاقبرو کاروبار ختمول دي، خو مدني فعالان بیا دا پروګرام 'غیر انساني ' بولي.
د بریتانیا لومړي وزیر دفتر پالیسۍ څانګې مشر اندریو ګریفیت د بي بي سي نیوز نایټ خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل، دا پروګرام نوي قانوني طرحې ته اړتیا نه لري او د اوسني شته کنوانسیون له مخې عملي کېدای شي.
نوموړی وايي: ''له همدې کبله نو دا په څو راتلونکو اونیو یا لږ شمېر میاشتو کې عملي او د اجرا وړ کېدای شي او له همدې کبله موږ په دې لړ کې پرمختګ ته چمتو یو. ''
نوموړی زیاتوي، که له دې سره بریتانیا ته د غیر قانوني راتګ مخه ونیول شي، له قانوني لارو به بریتانیا ته د تلو لپاره خوندي لار پرانیزي.
له دې مخکې د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د رونډا چارواکو سره د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل دغه پلان به له انساني قاچاقچیانو د "بې شمېره کسانو ژوند" وژغوري.
خو د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټونو بیا دا پلان غندلی. دوی وايي رونډا د بشري حقونو برخه کې ښه مخینه نه لري.
د دغه پلان منتقدانو کې د بریتانیا کډوالۍ شورا اجرائیوي مشر اېنور سولومون هم شامل دی.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه ویلي "دا یو ټکان ورکونکی خبر دی - برتانیا چې هر وخت یې ویلي د بشري حقونو پر خپل ریکارډ ویاړي او ادعا کوي چې خلکو سره منصفانه او دروند چلند کوي، اوس یې پریکړه کړې هغه کسان چې غواړي دلته پنا واخلي، په زرګونو میله لرې په زور رونډا ته واستوي. دا په داسې حال کې ده چې رونډا د بشري حقونو چندان ښه ریکارډ نه لري."
خو ښاغلي جانسن کېنټ کې د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل: "دا نوښتګر حل، چې تر شا یې زموږ ګډ بشردوستانه حس او هوډ دی او د برېکزېټ آزادیو له امله ممکن شوی، د پناه غوښتنې لپاره خوندي او قانوني لارې چمتو کوي او په ورته وخت کې د ورانکارو او مجرمو ډلو د ګټې وټې سیستم ورماتوي."
هغه زیاته کړه "دا تړون چې موږ کړی، حد نلري او رونډا به په راتلونکو کلونو کې د لسګونو زرو خلکو د بیا مېشتولو ظرفیت ولري. روښانه وايم، روانډا د نړۍ یو له خوندي هېوادونو دی. په نړیواله کچه د کډوالو په هرکلي او ادغام پېژندل کېږي."
د بریتانیا لومړي وزیر وویل غواړي روښانه کړي چې څوک دې له ناقانونه لارو نه ورځي.
رسمي شمېرې ښيي چې تېر کال تر ۲۸ نیم زرو ډېرو کسانو د کوچنیو بېړیو په وسیله ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.
تر هغه یو کال وړاندې (۲۰۲۰) کې د دغو کسانو شمېر ۸ زره ۴ سوه کسانو ته رسېده.
د برېتانیا لومړي وزیر وايي یوازې همدا تېره ورځ (چارشنبه) ۶۰۰ کسان ور اوښتي او وړاندوینه کوي چې دا شمېر څو اونیو کې د ورځې زر تنو ته لوړېدای شي.









