فرانسه وايي، بریتانیا باید د کالې ځنګل کمپ نور کډوال ماشومان هم ومني

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې ولسمشر له بریتانیا غوښتي د هغو ماشومانو مسوولیت اخیستو کې ونډه واخلي، چې د کالې بندري ښار کې د ځنګل نومي کمپ له ویجاړېدو وروسته هلته پاتې دي.
فرانسوا اولاند وايي، په کالې کې شته نژدې ۱۵۰۰ بې سرپرسته کډوال ماشومان به ډېر ژر د اوسېدو مرکزونو ته ولېږدول شي. له جګړو او بېوزلۍ تښتېدلو ډېری کډوالو ځنګل کمپ بریتانیا ته د ننوتو د لارې په توګه کاراوه.
تر اوسه بریتانیايي چارواکو منلې، چې له هغه ځایه به ۲۵۰ ماشومان خپل هېواد ته راولي.
ځنګل کمپ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالۍ برخه کې د اروپايي چارواکو د ناکامۍ یوه بېلګه بلل کېده.
نژدې ۱۵۰۰ ماشومان اوس د ځنګل کمپ په هغه مېشت ځای کې ژوند کوي، چې له کانتینرونو رغول شوی، خو ویل کېږي اوس دغه مېشت ځای کې د نورو کسانو اوسېدو وړتیا نه شته او یو شمېر ماشومان تر شنه اسمان لاندې ویده کېدو ته اړ دي.
ښاغلی اولاند وايي د بریتانیا له لومړۍ وزیرې تېرېزا می سره یې په دې اړه خبرې کړې، چې بریتانوي چارواکي هلته فرانسې نه بریتانیا ته د دغو ماشومانو پر لېږد کار وکړي.
ښاغلي اولاند لوېدیځه فرانسه کې د کډوالو یوه مرکز لیدو پر مهال دغه څرګندونې کړې. نوموړي د کالې ځنګله کمپ ویجاړول یوه بریا بللې:

د عکس سرچینه، AP
'' د کمپ ویجاړولو چارې له پیله تر پایه کومه ناوړه پېښه نه ده شوې، موږ د کډوالۍ موضوع کې بریا ته ورسېدو، موږ نه خو د هغه کمپ زغمولو ته چمتو وو او نه به کوم بل داسې کمپ وزغمو. ''
له کمپه ۵۰۰۰ ایستل شوي کډوال د فرانسې بېلو سیمو کې د ثبت مرکزونو ته لېږدول شوي او دوی به وکولای شي د پناه لپاره غوښتنه وکړي.
خو مرستندویان په دې اند دي، چې ښايي سلګونه او یا هم زرګونه کډوال د عملیاتو له پیله مخکې له سیمې تښتېدلي وي.
د ځنګل کمپ د ویجاړولو چارې لا هم دوام لري او چارواکي وايي د دوشنبې تر ورځې به بشپړې شي.








