د کالې ځنګل کمپ لسګونو ماشومانو تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړه

ځنګل کمپ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سې شنبې په ورځ کډوالو بسونو ته انتظار کاوه، چې دوی له ځنګل کمپه لېږدول

د فرانسې په کالې بندري ښار کې د ځنګل نومي کمپ لسګونه بې سرپرسته ماشومان تېره شپه تر شنه اسمان لاندې پاتې وو.

تېره ورځ فرانسوي چارواکو ویلي و، له دغه کمپه یې ټول کډوال ایستلي دي.

د مرستندویانو په وینا ۱۰۰ ماشومانو په دغه کمپ کې تېره شپه بې سرپناه تېره کړه، خو د ځايي ادارې یوې چارواکي په وینا د دغو ماشومانو شمېر ۶۸ دی.

د ځايي ادارې مشرې پابیان بوچیو دا ادعا هم کړې، چې دغو ماشومانو کې ډېری اصلاً د ځنګله کمپ اوسېدونکي نه دي.

حکومتي چارواکي وايي، د دوشنبې له ورځې راهیسې یې له دغه کمپه ۵۶۰۰ کسان نورو مرکزونو ته لېږدولي دي.

ځنګل کمپ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کارګران د کمپ پر نړولو بوخت وو

دې کې ۱۵۰۰ هغه نابالغ کسان هم شامل وو، چې له کانتینرونو یوه رغول شوي مرکز ته لېږدول شوي وو او د فعالانو په وینا اوس دغه مرکز ډک شوی دی.

د ځنګل کمپ ډېری اوسېدونکو غوښتل بریتانیا ته لاړ شي او له همدې کبله دغه کمپ اروپا کې د کډوالۍ بحران پر یوه سمبول بدل شوی و.

د کمپ ویجاړونکي کارګر د هغو کېږدیو پاتې شوني پاکوي، چې ویل کېږي له کمپه تلونکو کډوالو اور ورته کړی و.

بل لور ته د یوې بریتانوۍ خیریه ټولنې ' کالېز ایکشن ' کارولین ګرېګوري وايي، تېره شپه په دغه کمپ کې ۱۰۰ داسې ماشومان پاتې وو، چې سرپرست یې نه درلود. هغې د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل:

''موږ فرانسوي چارواکو ته زارۍ کولې، چې د کډوالو ماشومانو لپاره یو څه وکړي، خو هغوی هېڅ و نه کړل. ''

ځنګل کمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځنګل کمپ ډېری اوسېدونکو غوښتل بریتانیا ته لاړ شي

رضاکارو په یوه ګودام کې، چې د کډوالو مسایلو لپاره ځانګړی شوی و، سرپناه وموندله.

یو شمېر دغه کډوال بیا له هغه مرکزه بهر پر ځمکه ویده شوو، چې د تېرو دریو ورځو اوږدو کې له کمپه د ایستل کېدونکو کډوالو نومونه په کې ثبت کېدل.

یوه افغان ماشوم اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''زه د هغو کم عمره کډوالو په کتار کې یم، چې انګلستان ته ځي، زما کورنۍ هلته ده. ''

بل لور ته فرانسوي چارواکي وايي، دوی اوس هم په خیمو کې د هغو کډوالو لټون کوي، چې نه غواړي له دغه ځایه ووځي.

مېرمن بوچیو وايي، هغه کسان چې تېره شپه یې په کمپ کې تېره کړې، د فرانسې له نورو سیمو دغه ځای ته راغلي دي.

ځنګل کمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یو شمېر کډوال له خپلو اړوند سامانونو اخیستو پرته له کمپه وتلو ته اړایستل شول

له دې مخکې هغې ویلي و، چې له کمپه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.

د هغې په وینا دغه ۶۸ ماشومان به د فرانسې نورو سیمو کې مرکزونو ته ولېږدول شی، خو وايي د منلو مرکزونو ته به د نورو کډوالو لېږدولو لپاره بسونه نه ورکول کېږي.

هغې خبرداری ورکړ، چې کمپ به د هغو کسانو لپاره پر تم ځای بدل نه شي، چې غواړي له دغې لارې د منل کېدو مرکزونو کې ځای ومومي.

مېرمن بوچیو وايي، تر دوشنبې پورې به دغه کمپ په بشپړه توګه ویجاړ کړل شي.

د کمپ ویجاړولو عملیاتو بهیر کې له ۱۲۰۰ ډېر پولیس د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي وو.

دغه کمپ ته ځايي خلکو په ښه سترګه نه کتل او بریتانیا ته په لاریو کې د کډوالو تګ مخنیوي لپاره په کې هر وخت د ګڼو سرتېرو ساتلو ته اړتیا وه.