د کالې ځنګل کمپ لسګونو ماشومانو تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړه

د فرانسې په کالې بندري ښار کې د ځنګل نومي کمپ لسګونه بې سرپرسته ماشومان تېره شپه تر شنه اسمان لاندې پاتې وو.

تېره ورځ فرانسوي چارواکو ویلي و، له دغه کمپه یې ټول کډوال ایستلي دي.

د مرستندویانو په وینا ۱۰۰ ماشومانو په دغه کمپ کې تېره شپه بې سرپناه تېره کړه، خو د ځايي ادارې یوې چارواکي په وینا د دغو ماشومانو شمېر ۶۸ دی.

د ځايي ادارې مشرې پابیان بوچیو دا ادعا هم کړې، چې دغو ماشومانو کې ډېری اصلاً د ځنګله کمپ اوسېدونکي نه دي.

حکومتي چارواکي وايي، د دوشنبې له ورځې راهیسې یې له دغه کمپه ۵۶۰۰ کسان نورو مرکزونو ته لېږدولي دي.

دې کې ۱۵۰۰ هغه نابالغ کسان هم شامل وو، چې له کانتینرونو یوه رغول شوي مرکز ته لېږدول شوي وو او د فعالانو په وینا اوس دغه مرکز ډک شوی دی.

د ځنګل کمپ ډېری اوسېدونکو غوښتل بریتانیا ته لاړ شي او له همدې کبله دغه کمپ اروپا کې د کډوالۍ بحران پر یوه سمبول بدل شوی و.

د کمپ ویجاړونکي کارګر د هغو کېږدیو پاتې شوني پاکوي، چې ویل کېږي له کمپه تلونکو کډوالو اور ورته کړی و.

بل لور ته د یوې بریتانوۍ خیریه ټولنې ' کالېز ایکشن ' کارولین ګرېګوري وايي، تېره شپه په دغه کمپ کې ۱۰۰ داسې ماشومان پاتې وو، چې سرپرست یې نه درلود. هغې د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل:

''موږ فرانسوي چارواکو ته زارۍ کولې، چې د کډوالو ماشومانو لپاره یو څه وکړي، خو هغوی هېڅ و نه کړل. ''

رضاکارو په یوه ګودام کې، چې د کډوالو مسایلو لپاره ځانګړی شوی و، سرپناه وموندله.

یو شمېر دغه کډوال بیا له هغه مرکزه بهر پر ځمکه ویده شوو، چې د تېرو دریو ورځو اوږدو کې له کمپه د ایستل کېدونکو کډوالو نومونه په کې ثبت کېدل.

یوه افغان ماشوم اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''زه د هغو کم عمره کډوالو په کتار کې یم، چې انګلستان ته ځي، زما کورنۍ هلته ده. ''

بل لور ته فرانسوي چارواکي وايي، دوی اوس هم په خیمو کې د هغو کډوالو لټون کوي، چې نه غواړي له دغه ځایه ووځي.

مېرمن بوچیو وايي، هغه کسان چې تېره شپه یې په کمپ کې تېره کړې، د فرانسې له نورو سیمو دغه ځای ته راغلي دي.

له دې مخکې هغې ویلي و، چې له کمپه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.

د هغې په وینا دغه ۶۸ ماشومان به د فرانسې نورو سیمو کې مرکزونو ته ولېږدول شی، خو وايي د منلو مرکزونو ته به د نورو کډوالو لېږدولو لپاره بسونه نه ورکول کېږي.

هغې خبرداری ورکړ، چې کمپ به د هغو کسانو لپاره پر تم ځای بدل نه شي، چې غواړي له دغې لارې د منل کېدو مرکزونو کې ځای ومومي.

مېرمن بوچیو وايي، تر دوشنبې پورې به دغه کمپ په بشپړه توګه ویجاړ کړل شي.

د کمپ ویجاړولو عملیاتو بهیر کې له ۱۲۰۰ ډېر پولیس د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي وو.

دغه کمپ ته ځايي خلکو په ښه سترګه نه کتل او بریتانیا ته په لاریو کې د کډوالو تګ مخنیوي لپاره په کې هر وخت د ګڼو سرتېرو ساتلو ته اړتیا وه.