بریتانیا د پناه غوښتونکو په اړه نوي مقررات په ډاګه کړل

Asylum seekers at Dover

د عکس سرچینه، PA Media

د دې مقرراتو له مخې چې د کورنیو چارو وزیر ې پریټې پټېل پارلمان ته وړاندې کړل، دې هېوا ته په ناقانونه توګه راتلونکو کسانو ته پاتې کېدل لاسخت شي.

د کورنیو چارو وزیرې پارلمان ته د وینا پرمهال دا نوې مقررات چې پر بنسټ به یې له دې وروسته د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو په اړه پریکړه کیږي، عادلانه او قاطع وبلل.

هغې وویل د دې نویو مقرراتو له مخې به د پناه غوښتنې قضیو ته د دې له مخې کتنه کیږي چې پناه غوښتونکی بریتانیا ته له کومې لارې راغلی دی.

آغلې پټېل ټېنګار وکړ چې حکومت به د بشري قاچاق وړونکو په وړاندې پرېکنده ګامونه اخلي، هغې وویل "نور بس دی".د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره، پریتي پتېل، وايي دا نوی سیستم به منصفانه طرحه وي او د جنايي ډلو او انساني قاچاق کونکو مخه به ونیسي.

ددې پلانونو له مخې، هغه خلک چې د پناه غوښتنې په موخه بریتانیا ته په ناقانونه توګه را ننوځي، به هغسې حقونه و نه لري لکه چې په قانوني توګه راغلي کسان یې لري.

د ۲۰۲۰ کال د مارچ ترپایه پورې د ۱۲ میاشتو په اوږدو ۵۳ زره او ۹۹ کسانو کسانو بریتانیا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سپارلي، چې زیاتره یې له ایران، البانیا او عراق څخه راغلي و.

د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې د بریتانیا د پناه غوښتنې سیستم سم نه دی او ناقانونه مهاجرتونه د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي اوجنایتونو ته لاره پرانیزي.

هغې وویل نوي اقدامات به یوه خوندي او قانوني لاره رامنځته کړي چې بریتانیا کې د استوګنې لپاره خلکوته امکانات برابر کړي.

له هېواده د ناقانونه ګډوالو د ایستلو پرسر ناندرۍ

اغلې پتېل وویل خلک باید د اروپايي تولنې په هېوادونوکې د پناه غوښتنه وکړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اغلې پتېل وویل خلک باید د اروپايي تولنې په هېوادونوکې د پناه غوښتنه وکړي

اغلې پتېل وویل یو کارنده سیستم به جوړکړي. دا نوی سیستم به هغوخلکوته پناه ورکړي چې په ريښتیا له ظلم او ځورونو راتښتي لکه ښځې، ماشومان او هغه کورنۍ چې د نړۍ په وحشتناکو برخو په پنډغالو کې په بدو شرایطو کې ژوند کوي.

هغې وویل دا انساني کار نه دی چې خلک د ناقانونه مهاجرت په ترڅ کې قاچاقي راوستل شي ځکه خلک په لاریو او ګاډو کې مړه موندل کېږي یا په سمندر کې ډوبېږي.

اغلې پتېل وویل خلک باید د اروپايي تولنې په هېوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي ځکه لومړی هلته ورځي، نه داچې له هغه ځایه بریتانیا ته د راتګ لپاره کار واخلي او اړینه ده چې نور هېوادونه هم ددې کار مخه ونیسي.

هغې زیاته کړه چې دا د جګړې سیمه نه ده. دا خوندي هېوادونه دي. ددې خبرې یادول مهم دي.

خو د حکومت مخالف کارګر ګوند وايي د حکومت دا پلانونه به د جنايي ډلو مخه و نه نیسي او د پناه وړونکو د ملاتړ ډلو هم د حکومت دا وړاندیزونه ناعادلانه او غېر واقعي بللي.

حکومت وايي دا به د پناه وړنې په سیستم کې تر ټولو لوی بدلون وي چې په تېرو څو لسیزو کې به ساری و نه لري او وايی نور جزییات به یې وروسته اعلان شي.

تېرکال، تقریبا ۳۰،۰۰۰ کسانو بریتانیا کې د پناه اخیستو غوښتننه کړې وه او د هغوی څه باندې ۸،۰۰۰ یې د انساني قاچاق وړونکو په مرسته په وړو بېړیو کې د برتانیا سواحلو ته راغلي و.

د کورنیو چارو وزارت وايي د پناوړنې سیستم د ناقانونه راتلو تر بار لاندې د ړنګېدو په حال کې دی، خو د راتلونکو خلکو اوسنۍ کچه هغومره نه ده لکه چې ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته ورځي.

خوسره د دې، د هغوکسانو شمېر چې غوښتنلیکونه یې سپارلي او پریکړې ته انتظار باسي د لس کاله پخوا په پرتله اته ځله لوړه دی. د کورونا وبا دا چاره لا نوره هم ستونزمنه کړې ده.

د همدغو شمېرو له امله منتقدین وايي اصلي ستونزه د کلونو کلونو په ناسم مدیریت کې ده، ځکه نورو هېوادو ته د پناه وړونکو بېرته استول یواځې د دغو هېوادو په موافقه ترسره کېداې شي.

په داسې حال کې چې په منظم ډول خلک په الوتکو کې د نړۍ نورو برخو ته استول کېږي، حکومت له اروپايي ټولنې سره اوس په دې اړه کومه موافقتنامه نه لري.

د بریګزیټ یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو د یوې برخې په توګه، بریتانیا له هغه سیستم څخه وتلې چې کولای یې شول پناه وړونکي بېرته فرانسې یا بل اروپایی هېواد ته ستانه کړي.

معلومه نه ده چې کله به بیا برسلز سره پدې اړه بله موافقتنامه لاسلیک شي.

Asylum seekers crossing the English Channel in 2019

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ډېری انساني قاچاق وړونکي پناه وړونکي په خطرناکه وړو بېړیوکې بریتانیا ته وړي.

د بریتانیا د پناه وړونکو د شورا مشر، انور سولومن، د بریتانیا دکورنیو چارو وزیرې د وینا په غبرګون کې پرحکومت تور ولګاوه چې غواړي په ناعادلانه ډول د مستحق اونامستحق پناه وړونکي ترمنځ توپیر وکړي، ځکه پردې بنسټ پناه وړونکو ته خوندیتوب ورکوي چې په څه ډول بریتانیا ته راغلی دي.

د بریتانیا د سره صلیب ټولنې مشر، مایک اډمسن، وویل:

''د حکومت دا وړاندیزونه عملا یو نامنصفانه دوه ګونی سیستم رامنځته کوي، چې پناه وړونکو سره د رویې څرنګوالی به پردې بنسټ ولاړ وي چې په څه ډول هېواد ته راننوتلي، نه پردې بنسټ چې د خوندیتوب لپاره یې اړتیاوې څه دي. ''

هغه وویل دا نا انساني ده.

د حکومت مخالف کارګر ګوند دکورنیو چارو مسول، نېک ټامس سېمونډز، بي بي سي ته وویل دا پلانونه به دا پروسه ګړندې نه کړي چې د جنایتکارو ډلو مخنیوی وشي، له خطرناکو لارو د خلکو راتګ کم شي، او کېداېشي د اړمنو خلکو ملاتړ له منځه یوسي.

د حکومت نوي وړاندیزونه څه دي؟

دکورنیو چارو وزارت وویل چې د لومړي ځل لپاره به دا مسله چې پناه غوښتونکي بریتانیا ته له قانوني لارو راځي، د یو بل خوندي هېواد له لارې راخي، لکه فرانسه، دا به پردې اغېز ولري چې د غوښتنلیک سره یې څه ډول رویه کېږي.

حکومت به هغه کسان په ګړندي ډول له بریتانیا څخه باسي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي، د استیناف پروسه کې به هم سمون راوستل شي چې دا پروسه ګړندۍ کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي هغه پناه وړونکي چې له تاوتریخوالي او ځورونو څخه تښتي او د قانوني استوګنې له لارو بریتانیا ته راځي لکه له سوریې او ایران څخه، هغو ته به سملاسي اجازه ورکول کېږي چې د نامعلوم وخت لپاره په بریتانیا کې پاتې شي.

د نویو پلانونو له مخې به، هر هغه کس چې بریتانیا ته د راتلو لپاره قاچاق وړونکو ته پېسې ورکوي، یواځې دلته د پاتې کېدو موقتي اجازه ورکول کېږي او په منظمه توګه به له بریتانیا څخه د اېستل کېدو لپاره ارزول کېږي.

په نورو وړاندیزونو کې، دا راغلي چې د عمر معلومول به په جدي ډول ترسره کېږي او د هغو بالغو کسانو مخه به نیسي چې ماشومان نه دي او ادعا کوي چې ماشومان دي.

د کورنیو چارو وزیرې وویل د جنايی سوابقو درلودونکي پناه غوښتونکي چې له بریتانیا څخه له اېستل کېدو وروسته بیا دې هېواد ته راځي ترپنځو کلونو پورې د بند سزا ورکړل، اوسنۍ لوړه سزا شپږ میاشتې بند دی.

هغې خبرداری ورکړ چې انساني قاچاق وړونکي چې د سمندر له لارې په وړو بېړیوکې په ناقانونه توګه خلک بریتانیا ته راوړي، ښايي د عمري بند سزا سره مخ شي.