د بريتانیا پاچا څه کوي او په شاهي کورنۍ کې څوک دي؟

The Royal Family - Charles, Anne, Andrew, and Edward - standing in a line at the Queen's funeral.

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, جنېفر کلارک
    • دنده, بي بي سي

د مې پر شپږمه د شنبې پر ورځ به پاچا درېیم چارلز د بریتانیا څلوېښتم پاچا شي چې د لندن په وېستمینسټر ابي کلیسا کې به یې د تاج په سرولو مراسم ترسره کېږي.

هغه د سپټمبر په میاشت کې، د خپلې مور دویمې الېزابت له مړینې وروسته پاچا شو.

پاچا کوم کارونه کوي؟

پاچا د بریتانیا د دولت مشر دی. خو واکونه یې سمبولیک او تشریفاتي دی، او له سیاسي پلوه بې طرفه دی.

پاچا هره ورځ په یو سره رنګه چرمي صندوق کې د حکومت لخوا رسمي راپورونه ترلاسه کوي، لکه له مهمو غونډو وړاندې معلوماتي راپورونه، یا هغه سندونه چې دی یې باید لاسلیک کړي.

د هېواد لومړی وزیر معمولا د چارشنبې پر ورځو په بکینګهم ماڼۍ کې له پاچا سره کتنه کوي، چې د حکومتي چارو په اړه ورته معلومات ورکړي.

دا غونډې په بشپړه توګه خصوصي دي او د خبرو اترو کوم رسمي ریکارډ یا ثبت یې نه ساتل کېږي.

King Charles shaking the hand of incoming Prime Minister Rishi Sunak

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا چارلز د لومړي وزير رېشي سونک سره

پاچا یو شمېر پارلماني دندې هم لري:

د حکومت ټاکنه- د هغه ګوند مشر چې عمومي تاکنې یې ګټلې وي معمولا د بکېنګهم ماڼۍ ته غوښتل کېږي، او هلته ورته بلنه ورکول کېږي چې حکومت جوړ کړي. پاچا همدا راز له عمومي ټاکنو وړاندې حکومت په رسمي توګه منحلوي.

د دولتي مراسمو په ترڅ کې د نوي پارلمان پرانیستل- پاچا په رسمې دولتي مراسمو کې پارلماني کال پیلوي، هلته د سنا یا اعیانو د جرګې په تالار کې له پاچاهي تخت څخه د حکومت پلانونه بیانوي.

د قوانینو توشیح کول- کله چې یو قانون د پارلمان لخوا تصویب شي، د دې لپاره چې په قانون بدل شي باید په رسمي توګه د پاچا لخوا تائید یا توشیح شي. پاچا کولی شي قانون تایید نه کړي خو اوس دا کار نه کېږي او شاهي تائید په یوه تشریفاتي کار بدل شوی. وروستی ځل چې پاچا یو قانون نه و تایید کړی په ۱۷۰۸ کال کې و.

برسېره پر دې، هرکال په نومبر کې، د بریتانیا پاچا په لندن کې د وژل شویو بې نومه سرتېرو په ویاړ د جوړشوي څلي تر څنګ د کلنیو یادګاري مراسمو مشري کوي.

پاچا همدا راز د مېلمنو بهرنیو دولتي مشرانو کوربتوب کوي- لکه د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا- او په منظمه توګه له لندن مېشتو بهرنیو سفیرانو اوعالي کمېشنرانوسره ملاقاتونه کوي.

پاچا درېیم چارلز د خپل لومړني دولتي سفر لپاره جرمني ته ولاړ، او د بریتانیا لومړنی پاچا و چې د جرمني پارلمان ته یې وینا وکړه.

South Africa's President, Cyril Ramaphosa, King Charles and Camilla, Queen Consort

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا او مېرمن يې کمېلا د جنوبي افريقا له ولسمشر سره

د بریتانیا پاچا د کامنویلت یا همګټو هېوادونو مشر هم دی. کامنوېلت د ۵۶ خپلواکو هېوادونو یوه ټولنه ده چې ۲.۵ میلیارده خلک پکې ژوند کوي. د بریتانیا پاچا، د ۱۴ دغو هېوادونو چې د کامنوېلت پاچاهۍ نومېږي، د دولتونو مشر هم دی.

ملکه کمېلا، د پاچا مېرمن، پاچا سره د هغه په دندو او کارونو کې مرسته کوي او د ۹۰ خیریه موسسو په استازیتوب چې دا یې ملاتړې ده خپله هم یو لړ دولتي دندې لري.

زیاتره دا خیریه موسسې د روغتیا او خیرښېګڼې کارونه کوي او له هغو خلکو سره مرسته کوي چې جنسي تېری ورباندې شوی یا له جنسي پلوه ځورول شوي دي.

د تاج په سرولو مراسموکې څه پېښېږي؟

د وېسټمنېسټر ابي کلیسا کې به د دې مراسمو په ترڅ کې پاچا له خپلې ملکې مېرمن سره د تاج په سرولو مراسم ترسره کوي.

د تاج په سرولو د انګلیکان کلیسا مذهبي مراسم دي، چې د کنټربري د مشراسقف یا مشر پادري لخوا ترسره کېږي.

په دې مراسمو کې پر پاچا "سپیڅلي تېل" پاشل کېږي، او د شاهي سمبولونو په توګه تزیین شوې یا زېور شوې کره او امسا ورسپارل کېږي.

St Edward's Crown

د عکس سرچینه، Reuters

د دې مراسمو په پای کې، مشر اسقف د سېنټ اېډوارډ تاج د چارلز پر سر ږدي- دا یو طلايي تاج دی چې ۱۶۶۱ کال کې جوړشوی.

دا تاج د شاهي جواهراتو له سترو جواهراتو دی چې په ټاور اف لندن شاهي ماڼۍ کې ساتل کېږي، او یوازې د پاچا د تاج په سرولو مراسمو کې پرسر اېښودل کېږي.

د شاهي واده مراسمو برعکس، د تاج په سرولو مراسم یوه دولتي موقع ده- لګښت یې حکومت ورکوي، او د وربلل شویو مېلمنو د فهرست په اړه هم د حکومت لخوا پرېکړه کېږي.

په شاهي کورنۍ کې نور څوک شامل دي؟

Members of the Royal Family on the Queen's official birthday

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د بريانيا د شاهي کورنۍ غړي چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د ملکې الېزابت کليزه لمانځله

شهزاده ویلیام د پاچا چارلز او د هغه د لومړۍ ښځې شاهزادګۍ ډیانا مشر زوی دی.

د بریتانیا د ملکې له مړینې وروسته، شهزاده وېليم د وېلز شهزاده او د کورنوال ډیوک لقبونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې خپل پخوانی لقب د کېمبرېج ډیوک یې هم وساته.

شهزاده وېليم له کترین، یعنې د وېلز شهزادګۍ او د کورنوال او کېمبرېج ډچېس سره واده کړې. هغوی دری اولادونه لري: شهزاده جورج، شهزادګۍ شارلېټ او شاهزاده لوییس.

شهزادګۍ رویال(شهزادګۍ ان) د بریتانیا د ملکې دویم اولاد او یواځینۍ لور وه. هغې له مرستیال اډمیرا ل ټیموټي لارنس سره واده کړې. هغه له خپل لومړي مېړه، کپټان مارک فېلیپس څخه دوه اولادونه لري: پیټر فېلیپس او زارا ټینډال.

د ایډنبرا ډیوک (شهزاده اېډورډ) د ملکې کشر اولاد و. هغه له ایډنبرا ډچېس (سوفي ریس-جونز) سره واده کړې. هغوی دوه اولادونه لري: مېرمن لوییس وینډزر او د ویسېکس اېرل (جیمزمونټباټن-وېنزر).

د یورک ډیوک (شهزاده انډریو) د ملکې دویم زوی و. هغه له خپلې پخوانۍ ښځې، د یورک ډچېس (سارا فېرګوسن) څخه دوه لوڼې لري: شهزادګۍ بیوټریس او شهزادګۍ یوجیني.

شهزاده انډریو په ۲۰۱۹ کې د هغو ادعاګانو په تړاو چې ویل کېدل ویرجینیا جیوفري یې له جنسي پلوه ځورولې، د بي بي سي نیوزنایټ خپرونې سره له یوې بحث پارونکې مرکې وروسته "د شاهې کورنۍ کاري غړیتوب" څخه استعفا وکړه. د ۲۰۲۲ په فبروري کې، یې یوه اندازه پیسې چې اندازه یې نه ده څرګنده شوې ورکړې او د جنسي تېري قضیه یې حل کړه چې اغلې جیوفري د ده پرخلاف د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوې مدني محکمې ته وړاند ې کړې وه.

د سسېکس ډیوک (شهزاده هري) د شهزاده وېليم کشر ورور دی. هغه له سسېکس ډچېس (مېګن مارکل) سره واده کړی. هغوی دوه ماشومان لري: شهزاده ارچي او شهزادګۍ لیلیبېت.

په ۲۰۲۰ کال کې، هغوی اعلان وکړ چې د شاهي کورنۍ له مشرغړیتوبه لاس اخلي او کالیفورنیا ته ولاړل.

د پاچا د ځایناستو ترتیب څه ډول دی؟

د پاچا د ځایناستو ترتیب کې دا مسله روښانه شوې چې که برحاله پاچا مړ شي یا له پاچاهي لاس واخلي د شاهي کورنې کوم غړی به د هغه ځای نیسي.

د پاچا د ولیعهدۍ لپاره لومړی نوبت د پاچا د مشر اولاد دی.

د شاهي ځای ناستیتوب په مقرراتو کې په ۲۰۱۳ کال کې دا بدلون راغی چې زامن به نور د خپلو مشرو خویندو پرتله د لومړیتوب حق نه لري.

An illustration of the UK Royal Family tree

د پاچا چارلز ولیعهد د هغه مشر زوی، د وېلز شهزاده یا شهزاده وېلیم دی.

د شهزاده وېليم مشر زوی شهزاده جورج په دویم نوبت کې راځي، او لور یې شهزادګۍ شارلېټ په درېیم نوبت کې ده. شهزاده لوییس په څلورم نوبت کې او شهزاده هري په پنځم نوبت کې دی.

شاهي کورنې په خلکو کې څومره محبوبیت لري؟

د تاجپوشي له مراسمو وړاندې د عامه ذهنیت معلومولو لپاره، د بي بي سي پانوراما خپرونې د یوګف له موسسې وغوښتل چې په دې اړه یوه نوې نظرپوښتنه وکړي.

د دې نظرپوښتنې پايلې وايي د شاهي نظام د ساتلو په پلوي په ټولنه کې پراخ ملاتړ موجود دی، ۵۸ سلنه هغو خلکو چې په ټولپوښتنه کې یې برخه اخیستې ویلي چې د یوه انتخابي دولتي مشر پرتله شاهي نظام غوره بولي. په داسې حال کې چې د نظرپوښتنې ۲۶سلنه برخه والو د دولت د انتخابي مشرتوب ملاتړ کړی.

خو، د سرخط جوړونکو ارقامو لاندې، نظرپوښتنه دا هم ښيي چې د بېلابېلو عمر لرونکو خلکو نظرونه څومره سره توپیر لري. په تیره بیا، داسې ښکاري چې په ځوانو خلکو کې شاهي نظام ډېر محبوبیت نه لري. پداسې حال کې چې ډېری هغه خلک چې عمرونه یې له ۶۵ لوړ دي ښايي ۷۸سلنه یې د شاهي نظام ملاتړ وکړي. په ۱۸-۲۴ کلو عمر لرونکو خلکو کې د شاهي نظام ملاتړ ښايي ترټولو لږ وي.

په نظرپوښتنه کې یوازې ۳۲سلنه دغو خلکو د شاهي نظام ملاتړ کړی. ۳۸ سلنه دغو ځوانو خلکو د دولت د انتخابي مشر پلوي کړې او پاتې ۳۰ سلنه یې نه پوهېدل چې د کوم یوه پلوي وکړي.

کېدی شي بې تفاوتي هغومره یوه مسله وي لکه مخالفت چې دی، ۷۸سلنه ځوانو خلکو ویلي د شاهي کورنۍ سره "علاقه نه لري".

د بریتانیا شاهي کورنۍ چېرته اوسېږي؟

Graphic showing results from Panorama's YouGov poll asking the question: Should Britain continue to have a monarch, or should it be replaced with an elected head of state? (18-24 year olds - 32% monarchy, 38% elected head of state; 25-49 year olds - 48% monarchy, 31% elected head of state; 50-64 year olds - 67% monarchy, 22% elected head of state; 65+ - 78% monarchy, 15% elected head of state; all ages together - 58% monarchy, 26% elected head of state.)

پاچا چارلز او مېرمن یې ملکه کمېلا، د بکېنګهم په ماڼې کې ژوند کوي. هغوی پخوا کله د لندن په کلارېنس هاوس او کله د ګلوسېسترشایر په هایګروف کې اوسېدل.

د شاهي کورنۍ نور استوګنځي- د وینزر کلا، ساندرینګهم، په نارفوک کې، د هالیروډ هاهوس ماڼۍ په اېډنبرا کې، او د بالمورال کلا په ابر‌ډینشایر کې دي.

د ۲۰۲۲ په اګست کې، د ویلز شهزاده او شهزادګۍ په لوېدیځ لندن کې د کېنزېنګټن ماڼې څخه د هغوی د وېنزر په مېنه کې اډیلیډ کاټیج ودانۍ ته کډه وکړه او هلته ژوند کوي.

Prince George, the Princess of Wales, Prince Louis, the Prince of Wales and Princess Charlotte walking hand-in-hand on the children's first day at Lambrook School

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د وېلز شهزاده او شهزادګۍ له خپلو اولادونو سره
line