د پاچا چارلز د تاج په سرولو مراسمو کې به د کوه نور له ناندرییز الماس کار نه اخیستل کېږي

Queen Mary's Crown

د عکس سرچینه، Royal Collection Trust

د عکس تشریح، د پاچا مېرمن کمېلا به د ملکې مېرې مریم تاج په سر کړي
    • Author, شان کوګلن
    • دنده, د شاهي کورنۍ خبريال

د بريتانيا بکېنګهم ماڼۍ وايي، د تاج په سرولو مراسمو کې به د کوه نور له ناندرییزه الماس کار نه اخیستل کېږي.

د هغې پر ځای به د پاچا مېرمن ملکه کمېلا، د پخوانۍ ملکې ماري تاج پرسر کوي، چې د مې د میاشتې د شپږمې نېټې تاج په سرولو مراسمو په خاطر د ټاور اف لندن له ماڼۍ څخه د ترمیم او اندازې بدلولو لپاره اخیستل شوی.

ګومان کېږي د هېواد "په وروستي تاریخ کې" دا لومړی ځل دی چې یو پخوانی تاج د تاج په سرولو لپاره "بیا کارول کېږي".

د ملکې دویمې الېزابېت له جواهراتو ځینې الماس به هم په دې تاج کې اضافه کېږي.

له پاچا سره یوځای به د کمېلا د تاج په سرولو مراسم هم د وېسټمنېسټر ابي په کلیسا کې ترسره کېږي.

Koh-i-Noor diamond set in the crown

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملکې الېزابت تاج چې کوه نور الماس په کې ټومبل شوی

د کوه نورالماس د ملکیت پرسر، چې د نړۍ یو ستر الماس دی، مناقشه موجوده ده، او داسې اندېښنې وې چې که د تاج په سرولو مراسمو کې وکارول شي ښايي د یو دپلوماتیک جنجال سبب شي.

هند څوځله ادعا کړې چې د دې الماس حقیقي خاوند دی. د کوه نور الماس د بریتانیا د ملکې د مور د تاج په سرولو پر مهال کارول شوی و.

بکېنګهم ماڼې وايي، د دې پرځای به د ملکې ماري تاج د کمېلا پر سر کېښودل شي- او وايي چې د دې تاج بیا کارول "د پایښت او اغېزمنتیا په ګټه دی".

د ملکې دویمې الېزابېت په ویاړ به د ملکې ماري په تاج کې د ملکې دویمې الېزابېت د شخصي جواهراتو له مجموعې څخه ځینې الماس وکارول شي، لکه د کولینان ۳،۴ او ۵ الماس. دا الماس د پخوانۍ ملکې د سینې په ګلانو یا د سینګار په سنجاقونو کې کارول شوي و او د جنوبي افریقا د کولینان له الماسو ترلاسه شوي وو.

درېیم پاچا چارلز به د سېنټ اېډوارډ تاج پرسر کوي، چې د شاهي کورنۍ له اصلي سترو جواهراتو دی.

دا تاج د پاچا چارلز د تاج په سرولو لپاره له ترمیم او چمتو کېدو وروسته په ټاور اف لندن ماڼۍ کې د نندارې لپاره اېښودل شوی و.

دا تاج لومړی په ۱۶۶۱کې د پاچا دویم چارلز لپاره جوړشوی و، چې د یوه مخکیني تاج پرځای یې وکاروي چې د انګلستان د کورنۍ جګړې په ترڅ کې له منځه تللی و.

پخوانۍ ملکې دویمې الېزابېت هم د خپل تاج په سرولو مراسمو کې د سېنټ اېډوارډ تاج کارولی و خو د تاریخ په اوږدو کې نورو پاچاهانو نور واړه تاجونه کارولي وو.

Queen Consort Camilla visits the STORM Family Centre, in London, 9 February 2023

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاچا مېرمن ملکه کمېلا به هم د تاج په سرولو مراسمو کې وي

د تاج په سرولو د اوږدې رخصتۍ پلانونه

شنبه د مې ۶مه: د وېستمېنسټر ابي په کلیسا کې د تاج په سرولو مراسم. د مراسمو لاریون. د بکېنګهم ماڼۍ په برنډه کې د شاهي کورنۍ څرګندېدل.

یکشنبه د مې ۷مه: د وینزر په کلا کې کنسرټ او د رڼا ننداره. د تاج په سرولو د غرمې ډوډۍ خوړل او د سړک پر سر مېلمستیاوې.

دوشنبه د مې ۸مه: د رخصتۍ اضافي ورځ. د سترې مرستې مراسم چې خلک په محلي کچه رضا کاره کارونو ته هڅوي.

د کوه نور الماس پر سر شخړه:

که څه هم دا د نړۍ تر ټولو ستر او بې عیبه الماس نه دی، د کوه نور تاریخ ښيي چې یو ډېر ناندر ییزه الماس دی.

ډېر کلونه کېږي چې د دې الماس په اړه سیال نظریات او افسانې موجودې دي خو تاریخپوهان په دې نظر دي چې دا په ۱۹۹۳ کې د ایراني واکمن نادرشاه لخوا له هند څخه وړل شوی و.

The St Edward's Crown

د عکس سرچینه، Reuters / His Majesty King Charles III

د عکس تشریح، پاچا چارلز به د سېنټ اېډوارډ تاج په سر کړي

د لوټمارۍ او فتوحاتو په ترڅ کې څوځله له یو لاس څخه بل لاس ته شوی او په پای کې په ۱۸۴۹ کې بریتانوي هند سره د پنجاب له یوځای کېدو وروسته یوه بریتانوي ګورنر جنرال ته سپارل شوی.

دا چې په کومو حالاتو کې د کوه نور الماس د یوه ماتې خوړلې ځوان پاچا لخوا د ختیځ هند بریتانوي شرکت ته چې د هند نیمې وچې پراخه برخه یې فتح کړې وه - لاسلیک سره سپارل شوی دی - د مناقشې وړ ګرځېدلې.

مشهوره خبره ده چې وايي دا یوه "ډالۍ یا سوغات" و خو د بي بي سي یوه خبریاله انیتا انند چې د کوه نور په اړه یې یو کتاب په لیکلو کې برخه درلوده وايي، "له داسې ډېرو په اصطلاح ډاليو څخه خبره نه یم چې د برچې په زور چاته سپارل شوې وي."

شهزاده البرټ په ۱۸۵۰ کلونو کې د کوه نورالماس بیا له سره تراش کړ چې ځلا یې زیاته کړي او د ملکې ویکټوریا د سینې په ګل یا د سینګار په یو سنجاق کې کارول شوی و.

په پای کې دا الماس د بریتانیا په شاهي جواهراتو کې ورګډ کړل شوی و.

په پاکستان او افغانستان کې هم د ځینو کسانو لخوا د دې الماس د ملکیت په اړه ادعاګانې شوې وې.نه:

.