د بریتانیا پاچا چارلز د خپلې مور ملکې الیزابېت ۱۴ اسونه پلوري

ملکه الیزابیت دویمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا پاچا دریم چارلز به د خپلې مور ملکې الیزابېت دویمې له میراث ورپاتې ځینې د ځغاستې اسونه وپلوري.

د مړې شوې ملکې د ځغاستې اسونه ډېر خوښېدل او ځینې وخت به د اسونو د ځغاستې سیالۍ ته ورتله او ان پر اس سپرېدل یې خوښېدل.

د انګلستان په ختیځ نیومارکېټ ټاټرسالس لیلامځي ویلي،‌ د ملکې له اسونو به ۱۴ وپلوري.

خرڅلاو ته د وړاندې شویو اسونو ډله کې د (جاسټ فاین) او (لاف افایزر) په نامه اسونه هم دی چې سر مایلک سټاوټ د شاهي اسونو سیالیو لپاره په څه باندې ۱۰۰ اسونو کې ښه روزلي دي.

د ټاټرسالس ویاند جیمي جورج ویلي دا "د معمول خلاف کار نه دی. هر کال دوی اسونه پلوري".

نوموړی زیاتوي: "ملکې د بروډ ماریس ډوله اسونه لرل او د نسل ډېرېدو او خرڅلاو لپاره یې پالنه کوله‌. ټول دا ډول اسونه تاسو نه شئ ساتلی".‌‌

د ملکې الیزابېت دویمې اسونه ډېر خوښېدل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملکې الیزابېت دویمې اسونه ډېر خوښېدل

دی وايي، د ملکې د اسونو خرڅول په دې معنا نه ده چې ګنې شاهي کورنۍ له اسونو سره خپله تړاو ختموي.

جیمي جورج وايي: "هر کال شاهي کورنۍ ځینې اسونه خرڅوي او ملکې هم د اسونو د نورو څښتنانو په څېر دا کار کاوه".

ملکې ته له خپل پلار پاچا جورج شپږم د اسونو پالنه په میراث ورپاتې وه.‌

د ملکې د اسونو د ځغاستې سمبالګر جان وارن مخکې ویلي وو،‌ اسونه د ساتېرۍ ښه نښه ده.