د بريتانيا ملکه الېزابت خاورو ته وسپارل شوه

د عکس سرچینه، PA Media
د بريتانيا شاهي کورنۍ اعلان وکړ چې ملکه الېزبت د خپل مېړه شهزاده فېلېپ تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.
د هغې پلار، پاچا جورج شپږم هم هلته خښ شوی دی.
د ملکې الېزابت مړی نن په پلازمېنه لندن کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له ویسټ منسټر هال پورته او بیا تر وېنزر ماڼۍ ولېږدول شو.
د دویمې ملکې الېزابت چې ۷۰ کاله يې پر بريتانیا واکمني وکړه د جنازې وروستي مراسم يې د دوشنبې په ورځ ترسره شول.
څه شېبه وړاندې د ملکې تابوت وېنزر ماڼۍ کې د سېنټ جورج چپل شاهي والټ ته ښکته کړل شو.
ملکې ته د درناوي په موخه د نړۍ د شاوخوا سلو هېوادونو مشران په دغو مراسمو کې ګډون ته ورټول شوي وو. پخپله د بریتانیا ګڼو سیاسي مشرانو او د شاهي کورنۍ غړو هم د هغې مړی تر قبره بدرګه کړ.
د دغو ځانګړو دولتي مراسمو په ترڅ کې ځای ځای ملکې ته د توپونو په ډزونو او د کلیسا د ټالۍ په کړنګولو سره سلامي وهل کېده.
د شاهي کورنۍ ځانګړو ساتونکو او د تشریفاتو ډلې په ډول او سورڼيو د هغې تابوت له ویسټ منسټر ابې تر وېنزر ماڼۍ په داسې حال کې لېږداوه چې پر واټونو زرګونه خلک ورته ولاړ وو.
مراسم پر تلویزونونو او د لندن په ځينو سیمو کې پر لویو تلویزوني پردو هم په ژوندۍ بڼه ښودل کېدل.

پر دې ورځ بریتانیا کې عمومي رخصتي اعلان شوې، ښوونځي او ډېر پلورنځي تړلي وو.
مراسم په ځايي وخت سهار یوولس بجې په ویسټ منسټر هال کې پیل شول، چیرې چې د ملکې مړی د خلکو لیدو ته له څو ورځو راهیسې اېښودل شوی و او زرګونه خلک یې کتو ته ورغلل.
تابوت یې په سلطنتي بیرغ کې پوښل شوی او پرې د پاسه د ملکې تاج ایښودل شوی و.
شاهي سمندري ځواکونو یې مړی ویسټ منسټر ابې یا کلیسا ته دننه کړ او هلته یو لړ د دعا مراسم ترسره شول.
ویسټ منسټر ابی هغه ځای دی چې ملکې په ۱۹۴۷ کې واده پکې وکړ او په ۱۹۵۳ کې د ملکې تاج ورباندې کېښودل شو. همدلته یې د شاهي کورنۍ د بېلا بېلو غړو ودونه او جنازې هم لېدلې او ګډون یې پکې کړی دی او نن پخپله د دې د جنازې مراسم پکې ترسره کېدل.

د یادولو ده چې په دغو مراسمو کې له ټولې اروپا د شاهي کورنۍ غړو هم ګډون کاوه چې تر ډېره د ملکې خپلوان دي.
کله چې په ويسټ منسټر کلیسا کې د ملکې د جنازې مراسم پای ته ورسېدل نو د مړي په درناوي یې په تالار کې دننه او د بریتانیا په بېلا بېلو سیمو کې خلک دوه دقیقې غلي پاتې شول.
ورپسې د دغه هېواد ملي سرود وغږول شو. بیا یې مړی له ویسټ منسټر ابې وایستل شو او د هایډ پارک کارنر پر لور د پلیو په بدرګه ولېږدول شو.
وېلنګټن ارچ ته له رسېدو سره تابوت په یوه ځانګړي موټر کې کېښودل شو او د وېنزر ماڼۍ پر لور یوړل شو.

وېنزر ماڼۍ هغه ځای دی چې له شاوخوا زر کاله راهیسې د بریتانیا کم زیات ۴۰ واکمنانو یو په بل پسې په ودان کړی او ملکې الېزابت ته یې ډېر ارزښت درلود.
په تنکۍ ځوانۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر لندن د هوايي بمبارۍ له وېرې ملکه همدې ماڼۍ کې ژوند ته اړ شوې وه او په دې وروستیو کې یې پخپله د کورونا وبا له کبله دا ماڼۍ د هستوګنې په توګه غوره کړې وه.
تر وېلنګټن ارچ وروسته د ملکې مړی د لانګ واک پر لار وېنزر ماڼۍ ته ولېږدول شو چې په سېنټ جورج کلیسا کې خاورو ته وسپارل شي.

پر بریتانیا د تر ټولو اوږدې واکمنۍ کوونکې دا ملکه د روانې سپتمبر میاشتې پر اتمه نېټه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه. هغه ۷۰ کاله د بریتانیا ملکه پاتې شوه.
د بکېنګم ماڼۍ د مالوماتو له مخې ملکې په ژوندوني په دولتي کچه د خپلې جنازې د مراسمو په تنظیم کې برخه اخیستې وه او په دغو مراسمو کې یې ځينې بدلونونه هم راوستلي وو.
نن (دوشنبه د سپتمبر ۱۹) یې د جنازې وروستي مراسم ترسره شول او سېنټ جورج کلیسا کې تر ماښام وروسته خاورو ته سپارل کېږي












