ملکې الېزابت سره وروستۍ خدای پاماني؛ خلک ساعتونه په کتار کې ولاړ دي

بریتانیا

د بریتانیا په لندن کې د ملکې الېزابت دویمې وروستۍ خدای پامانۍ ته د لا نورو عامو خلکو ورتګ د شپږو ساعتونو لپاره ځنډول شوی.

د لندن مرکز وېسټمېنسټر هال ته، چې د ملکې تابوت په کې ایښی، ورغلې لارې له خلکو ډکې شوې دي.

د بریتانیا حکومت وايي، ساوت وارک پارک کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له خلکو یې غوښتي تر هغه چې د ورغلو خلکو قطارونه نه وي کم شوي تازه وګړي دې نه ورځي او له مخکېنیو لیکو سره دې نه یو ځای کېږي.

د ملکې تابوت به وېسټمېنسټر هال کې تر دوشنبې ورځې ایښی وي او له همدې ځایه به وړل کېږي او خاورو ته به وسپارل شي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، Jacob King/PA Wire

د بریتانیا ملکې الېزابت دویمې مړی چارشنبې له غرمې وروسته د لندن له بکېنګهم ماڼۍ وېسټمېنسټر هال ته ولېږدول شو او څلور ورځې به هلته وي.

په یاد ځای کې د ملکې تابوت له رارسېدو سره سم مذهبي مراسم پیل شول چې د شاهي کورنۍ نورو غړو هم ګډون پکې درلود.

هلته له مذهبي مراسمو وروسته د ملکې د وروستۍ خدای پامانۍ مراسم پیل شول چې وروسته لومړی د پارلمان غړي او بیا عام خلک کتو ته ور روان شول.

د جنازې وروستي دولتي مراسم د سپتمبر پر ۱۹مه د سهار ۱۱ بجې پیلېږي چې ګډونوال به یې تابوت تر وېنزر ماڼۍ پلی بدرګه کوي.

ملکه الېزابت دویمه به وېنزر کې د پاچا شپږم جورج په یاد جوړې شوې کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.

له دغو مراسمو سره هممهاله پاچا چارلس درېیم له خپلې مېرمنې کمېلا سره د بریتانیا د پاچا په توګه د خپل لومړي سفر په لړ کې ویلز ته ورسېد.

ویلز کې هم خلک د پاچا هرکلي ته ورټول شوي دي.

هلته خلکو د سهار له ۰۳:۰۰ بجو ځانونه کارتیف ته رسولي وو چې د پاچا لیدو لپاره غوره ځای پیدا کړي.

پاچا له خپلې میرمنې سره چورلکه کې کارتیف ته تللی دی او د راغلاست په توګه ورته د توپ ډزې هم وشوې.