د ملکې الېزابت د واکمنۍ اویایمه کلیزه؛ بریتانیا کې ځانګړي مراسم پیل شول

The Queen

د عکس سرچینه، Ranald Mackechnie

د بریتانیا ملکې دویمې الېزابیت د واکمنۍ اویاکلنۍ مراسم په دې هېواد کې پیل شوي دي. حکومت نن او سبا عمومي رخصتي اعلان کړې او تر یکشنبې پورې به څلور ورځې په هېواد کې په دې مناسبت مراسم روان وي.

پوځي مارش او په لارو، کوڅو کې به داسې مېلمستیاوې چې د خلکو له لوري ترتیب شوې دي هم د دې مراسمو برخه وي.

په دې مناسبت د ملکې یو رسمي تصویر هم خپور شوی دی. دا تصویر د سږ کال په لومړیو کې په وینډسر کلا ماڼۍ کې رانالډ مکیچني اخیستی دی.

ملکې الېزابیت دویم د جشن مراسمو ترتیبولو له کبله له خلکو مننه کړې او په خپل پیغام کې یې ویلي، ''د خوښۍ ډېرې خاطرې به رامنځته شي. ''

د ملکې الېزابیت دویم په پیغام کې راغلي:

'' زه پرلپسې د هغه حسن نیت له کبله الهام اخلم چې ماته څرګندېږي. هیله ده په داسې حال کې چې موږ راتلونکي ته په ډاډ او جوش سره ګورو، راتلونکو ورځو کې به پر هغه څه رڼا واچول شي چې تېرو ۷۰ کلونو کې لاسته راوړل شوي دي. ''

د چهارشنبې پر ورځ بریتانویان د بکنګهم ماڼۍ مخې ته د رسمي مراسمو له پیله مخکې راټول شوي وو.
د عکس تشریح، د چهارشنبې پر ورځ بریتانویان د بکنګهم ماڼۍ مخې ته د رسمي مراسمو له پیله مخکې راټول شوي وو.

د بریتانیا ملکه چې اوس یې عمر ۹۶ کالو ته رسېږي، د خپل هېواد په تاریخ کې یې تر ټولو اوږد مهال واکمني کړې.

د یادونې ده، چې د مشترک المنافع یا دولت مشترکه هېوادونو کې به هم په دې مناسبت ډول - ډول مراسم تر سره کېږي.

د بریتانیا ملکه د دې سازمان مشره ده، چې کاناډا، اسټرالیا او نیوزیلنډ هم پکې شامل دي.

د بریتانیا ملکې په دې مناسبت خپل پیغام کې له مسوولینو مننه کړې او په وینا یې د خلکو حسن نیت الهام بښونکی دی.