د بریتانیا ملکې د واکمنۍ ۷۰مه کلیزه لمانځل کېږي
د فبرورۍ پر شپږمه د بریتانیا ملکې واکمنۍ ۷۰ کاله پوره کېږي. ملکه الیزابیت وايي دا غواړي چې کله یې زوی شاهزاده چارلس پاچا شي د هغه مېرمن ډچز اف کارنیوال کمیلا د 'کوئین کنسورټ ' په نامه یاده شي.
ملکې د بریتانیا تخت سمبالولو ۷۰ کلیزې په مناسبت یوه پیغام کې دا څرګندونې کړې دي.
ملکه وايي، دا یې 'مخلصانه هیله ' ده، چې ډچز اف کارنیوال ته دا خطاب ورکړل شي.
بریتانوي ولیعهد ملکې ته د ۷۰ کاله واکمنۍ په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ د خپلې مور د هغې هیلې هرکلی کړی، چې د ده له پاچا کېدو وروسته یې مېرمن کمیلا ډچز اف کارنیوال د کوئین کنسورټ په لقب یاده شي.
د بریتانیا ولیعهد شاهزاده چارلس وايي دی او مېرمن یې ''د زړه له تله دا درناوی محسوسوي. ''
ملکه الیزابت د بریتانیا لومړنۍ واکمنه ده، چې د تخت سمبالولو اویایمه کلیزه لمانځي.
