د شهزاده فېلپ پر مړینه نړیوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، PA Media
د نړۍ له لر او بره د هېوادونو مشران د بریتانیا شاهي کورنۍ ته د شهزاده فېلپ د مړینې په مناسبت د خواخوږۍ پیغامونه استوي او دغه مشران د ادنبرا دوک په تړاو خپل یاداشتونه شریکوي.
له دې مخکې بکنګم ماڼۍ اعلان وکړ، چې ملکه الیزابیت دویمې مېړه شهزاده فېلپ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي:
'' د بریتانیا ملکې الیزابیت دویم د مېړه شهزاده فېلپ د مړینې خبر مې په خواشینۍ سره تر لاسه کړ. شهزاده فېلپ د بریتانیا شاهي کورنۍ له هغو مهمو شخصیتونو یو و چې په ځانګړې توګه به یې د ځوانانو او ورزشکارو لپاره خپلو خلکو او هېواد ته خدمت تل په یاد وي. زه په داسې حال کې چې ځان د بریتانیا له خلکو او شاهي کورنۍ سره په دې ستر غم کې شریک بولم، له دې لارې د افغانستان خلکو او حکومت په استازیتوب له ملکې الیزابیت دویم او د هغه هېواد له خلکو سره خپله خواخوږي شریکوم. ''
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي د شهزاده فېلپ په مړینه په ژوره توګه خواشینی شوی. ښاغلي کرزي ملکې دویمې الیزابیت او شاهي کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او په یوه ټویټ کې یې ویلي هغه د ښه خدمت لوی میراث تر شا پریښی.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل پیغام کې وايي:
''د ادنبرا د ډیوک شهزاده فېلپ د مړینې د خبر په اورېدو خواشینی شوم. د زړه له کومې جلالتمابې ملکې، شهزاده چارلس، شاهي کورنۍ او د برتانیا ولس ته غمرازي وړاندې کوم. ''
د امريکا ولسمشر جو بايډن:
د شهزاده فېلپ ميراث به نه يوازې د هغه د کورنۍ له لارې وي بلکې د هغو ټولو خيريه هڅو له لارې به هم وي چې ده ترسره کړې دي. زما او جېل [مېرمنې] مې، په دې وخت کې ملکه د شهزاده فېلپ اولادونه، لمسيان، کړوسيان او د بريتانيا خلک په زړونو کې دي.
د امريکا پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش ويلي، شهزاده فېلپ اوږد او فوق العاده ژوند درلود او خپل ځان يې د ښو هدفونو او نورو خلکو لپاره وقف کړی و.
د بریتانیا لومړي وزير بوریس جانسن ډاونېنګ سټريټ کې د خپل دفتر مخکې غبرګون کې وويل، شهزاده فېلپ د بې شمېره ځوانانو ژوند ته هيلې او الهام بښلي و.
د بريتانيا کارګر ګوند مشر سر کېر سټارمر ويلي هېواد يې يو کمساری خدمتګار بايللی، او زياته کړې يې ده، ملکې ته به د هغه کمسارې ژمنتيا او اخلاص يادېږي.
د کارګرګوند مشر یوه بیان کې ویلي د ملکي او شهزاده فلیپ ګډ ژوند ملیونونه بریتانویانو ته الهام ورکړی او د دوی ګډ ژوند د پیاوړتیا، ثبات او هیلې یو سمبول وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اډنبرا ډیوک شهزاده فېلپ د مړینې په مناسبت د هغه کورنۍ، د بریتانیا او ټولګټو هېوادونو خلکو ته د غمرازۍ پیغام کې ''ولسونو، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال او دغه راز د چاپیریال ساتنې په برخه کې د شهزاده فېلپ خدمتونه '' ستایلي دي، چې ''د ځوانانو لپاره د الهام بښونکي دي. ''
ډونلډ ټرمپ، باراک اوباما او جورج ډبلیو بوش هم د شهزاده فېلپ د مړینې په مناسبت د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه ټیټ کې لیکلي:
''د شهزاده فېلپ د مړینې په پار مې ټوله خواخوږي د برتانیا له ولس او شاهي کورنۍ سره ده. شهزاده فېلپ عالي پوځي خدمت کړی او د ولسي خدمتونو په ګڼو نوښتونو کې یې مخکښ رول لوبولی دی. ''
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
'' د ادنبرا دوک شهزاده فېلپ د مړینې له کبله د خواشینۍ څرګندونه کوم. بریتانیا له یوه داسې ځېرک مشره محرومه شوه، چې د ولس د خدمت لپاره یې فوق العاده جذبه درلوده. د پاکستان او بریتانیا د اړیکو ودې لپاره به د هغه خدمتونه تل یاد پاتې شي. ''
د سکاټلنډ مشرې وزيرې نيکولا سټرجن ويلي د شهزاده په مړینې غمجنه شوې، او پر خپل ټويټر يې د ده پر مړينې ژوره خواشيني او له ملکې سره خواخوږي ښوولې ده.
د امریکا مخکیني ولسمشر جورج بُش یوه بیان کې د شهزاده فلیپ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه ښه او اوږد ژوند درلود. او خپل ټول ژوند یې د ارزښت وړ مسلو او د نورو لپاره وقف کړی وو.

د عکس سرچینه، AFP
د بلجیم د پاچا په پېغام کې ویل شوي، د بریتانیا ملکې ته په یوه شخصي پیغام کې د بلجیم شاهي کورنۍ خپله خواشیني ښوولې ده. د بلجیم پاچا هیله ښوولې چې په مناسب وخت کې به د بریتانیا له ملکې سره خبرې وکړي.
د نیوزیلانډ لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډین د خپل هېواد د خلکو په استازیتوب د شهزاده فلیپ د مړینې له امله له ملکې او شاهي کورنۍ سره خواشینې ښودلې.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي شهزاده فلیپ یو باهدفه شخص وو.
د مصر ولسمشر عبد الفتاح السیسي ملکې دویمې الیزابیت ته د خواخوږۍ پیغام استولی او شاهۍ کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.
په هېواد کې دننه هم د شهزاده فېلپ مړینې ته ولسي غبرګون پراخ وو، د هغه د مړینې له اعلان وروسته ګڼ شمېر خلک د شاهي ماڼۍ خوا ته له هغې سره د خواخوږۍ ښودلو په دود را روان دي.
ګڼ شمېر خلک د دې ماڼۍ مخې ته له ګلونو او کارتونو سره ورځي او د ګلانو لپاره یې په ځانګړي ځای کې ږدي.
پر خواله رسنیو هم د خواخوږۍ ګڼ شمېر پیغامونه خپاره شوي دي.








