د بریتانیې د ملکې دویمې الیزابیت ۷۰ کاله په واک کې؛ ماشوموالي کې یې فکر کاوه چې ملکه به شي؟

د عکس سرچینه، Universal History Archive/Getty Images
دا یکشنبه د فبرورۍ شپږمه ۷۰ کاله بشپړېږي چې د بریتانیې ملکه دویمه الیزابیت په واک کې ده. دا نه یوازې چې د بریتانیې ملکه ده بلکې په نړۍ کې ډېر نور هېوادونو هم چې پخوا د بریتانیوي امپراتورۍ او یا د هم-ګټو هېوادونو برخې وې ملکه د خپل هېواد د مشرې په توګه مني. په دې حساب ملکه الیزابیت د کابو ۵۰۰ میلیون وګړو واکمنه پاتې شوې.
کله چې د ملکې دویمې الیزابیت اکا له پاچاهۍ تېر شو او د دې پلار شپږم جورج ته یې تاج وسپاره، او بیا وروسته پاچا د ناروغۍ له امله یو ناڅاپې مړ شو، واک په ډېرې ځوانۍ کې دویمې الیزابیت ته پاتې شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری مهال ویل شوي چې ملکه دویمه الیزابیت د ژوند په لومړۍ لسیزه کې ډېره هیله منه نه وه چې د شاهۍ تخت به یې نصیب کې وي. ظاهراً یوه بېغمه ماشومه وه چې ډېر وخت یې له خپلو آسونو او سپیانو سره په لوبو تېراوه. د هغه څه له سیوري لېرې چې وروسته یې په نصیب شو.
کله چې شپږ کلنه وه الیزابیت د آس سپرلۍ ښوونکي ته ویلي ول چې غواړي "کلیوالي ژوند ولري او ډېر آسونه او سپي وساتي."
دواړو دویمې الیزابیت او خور یې مارګارېت روز چې پر کال ۱۹۳۰ وزېږېده، په کور دننه زدکړې وکړې او له مینې ډکې کورنۍ کې لویانې شوې. الیزابیت دواړه پلار او نیکه پنځم جورج ته ډېره ګرانه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو سختو حالاتو په اوږدو کې د شاهي نظام سمالولو کې د ملکې بریا، هغه هم په داسې حال کې چې د دې د زوکړې پر مهال هېچا وړاندوینه کولی نه شوای چې تخت به د دې په قسمت کې لیکلی وي، ډېر د پام وړ و.
په ۱۹۳۶ کال کې چې پنځم جورج مړ شو، تر ټولو مشر زوی یې ډېوېډ، پاچا او نوم یې اتم اېډوارډ کېښودل شو. خو دا چې د ښځې په غوراوي کې یې پر دوه ځلې طلاق شوې امریکايۍ والېس سمپسن لاس کېښود، د مذهبي او سیاسي دلایلو له کبله د نه منلو وړ وګڼل شو. د کال تر پایه له پاچاهۍ تېر شو. د یورک ډیوک چې زړه یې هم نه و پاچا او شپږم جورج ونومول شو. د ده مشره لور الیزابت وه چې وروسته ملکه شوه.
خو آیا ځوانه شهزادۍ رښتیا هم د واک ترلاسه کولو ته چمتو نه وه؟
کله چې شهزادګۍ لا کشره وه او د پلار پر سر یې د تاج اېښودلو مراسم ول، دې خپلې کشرې خور مارګارېت روز ته ویلي ول چې "پلار مو پاچا کېږي". شپږ کلنې مارګارېت ورته ویلي ول چې دا خو په دې معنا ده چې ته به بیا ملکه شې؟
الیزابیت ورته په سړه سینه ویلي ول چې "هو، فکر کوم همداسې دی."
نو لس کلنه شهزادۍ له کومو شیانو خبره وه او کله پوه شوه؟
--------
ملکې دویمې الیزابیت ته نیکه پاچا پنځم جورج (۱۸۶۵-۱۹۳۶) ښه بېلګه وه چې وروسته په ژوند کې یې هماغه دنده پرغاړه شوه. پر نیکه هم الیزابیت ډېره ګرانه وه او پرې یې "لیلي بت"نوم ایښی و. د ۱۹۲۹ کال اپرېل میاشت کې چې درې کلنه وه انځور یې د ټایمز مجلې پر پوښ چاپ شو.

د عکس سرچینه، Time Magazine
یو ځل چې په ۱۹۲۹ کال کې پاچا پنځم جورج د سږي له دوهم عملیات وروسته په رغېدو و ځانګړې غوښتنه یې وکړه چې لمسۍ یې ور وړل شي. د همدې کال په لومړیو میاشتو کې و چې پنځم جورج خپله هیله بربنډه کړه چې غواړي یوه ورځ یې لمسۍ د بریتانیې واکمنه ملکه شي.
ده خپل دوهم زوی ته چې د الیزابیت پلار کېده وویل چې مشر ورور دې "به دې هېڅکله پاچا نه شي." که څه هم وروسته ډېوېډ پاچا شو خو بیا وروسته له پاچاهۍ تېر شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاچا پنځم جورج اندېښنه درلوده چې مشر زوی یې ډېوېډ ښايي خپله واکمني پخپله کمزورې کړي. دا اندېښنه یې هم درلوده چې بل زوی یې بېرتي هم کمزوری دی او هم د سږو ستونزه لري او ښايي ډېر دوام ونه کړي. نو ځکه یې تمه درلوده چې یوه ورځ یې لمسۍ واک په سمه توګه وچلوي.
د الیزابیت پلار پاچا شپږم جورج د واکمنۍ په موده کې د خلکو درناوی خپل کړی و.
د شاهي کورنۍ د یوې کیسې پر بنسټ په ۱۹۳۳ کال کې چې الیزابیت اووه کلنه وه په دې پوه وه چې واک ته د رسېدو په کتار کې درېم کس ده. خو وروسته چې یې تره ډېوېډ له پاچاهۍ تېر شو او پلار یې پاچا شو نو پوه شوه چې تر پلار وروسته دویم کس ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
انا یې مېرمن سترتمور وايي، کله چې دویمه الیزابیت چې لس کلنه وه "د ورور دعا یې کوله". خو ورور یې په نصیب نه شو چې ویې ژغوري. هغه کوچنۍ نجلۍ چې له خپلو آسونو او سپیانو سره لویه شوه، باید یې ځان پر برتانیې واکمن کېدو ته چمتو کړی وای.








