د نړۍ له لر او بره ویرجنو خلکو ملکې الېزابیت ته درناوی وړاندې کړ
د نړۍ له بېلا بېلو سیمو په بریتانیا کې د بکینګهم او ونډسر ماڼیو مخې ته راټول شوي چې د بریتانیا ملکې الېزابیت دویم ته درناوی وړاندې کړي، چې د ۹۶ کالو په عمر مړه شوه. په بریتانیا کې په دې مناسبت د کلیساوو جرسونه وکړنګول شول او د توپونو سلامي وړاندې شوه.