د نړۍ په لر او بر کې د بریتانیا ملکې ته د درناوي مراسم، د تصویر په ژبه

Image shows Sydney Opera House with image of Queen

د عکس سرچینه، BIANCA DE MARCHI/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، د اسټرالیا پر سډني اوپروا هاوس د ملکې الېزابیت تصویر لګول شوی.

د بریتانیا ملکې الېزابیت له مړینې وروسته د نړۍ په لر او بر کې د غمرازۍ څرګندونه شوې، چې دلته یې ځینې تصویري بېلګې وینو.

A portrait of the Queen draped in black ribbon

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ویر او خفګان څرګندولو نښې په توګه د ملکې پر تصویر تور رنګه پټۍ ټومبل شوې.

د ملکې درناوي په پار خلک راټول شوي او د ګلونو ګېډۍ ږدي.

د روسیې پلازمېنه مسکو په یوه انګلیکن کلیسا کې یو سړی د ملکې الیزابیت ته د درناوي وړاندې کولو په پار د ګلونو له ګېډۍ سره ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې پلازمېنه مسکو په یوه انګلیکن کلیسا کې یو سړی د ملکې الیزابیت ته د درناوي وړاندې کولو په پار د ګلونو له ګېډۍ سره ولاړ دی.
د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې ځايي خلکو د ملکې په یاد شمعې بلې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې ځايي خلکو د ملکې په یاد شمعې بلې کړې.
د جاپان پلازمېنې توکیو کې یوه ښځه د بریتانیا سفارت سره ملکې ته د درناوي مراتب وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Photo by FRANCK ROBICHON/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، د جاپان پلازمېنې توکیو کې یوه ښځه د بریتانیا سفارت سره ملکې ته د درناوي مراتب وړاندې کوي.
د هند ممبۍ کې د هنرونو محصلین د ملکې مړینې په مناسبت د درناوي په پار د نوموړې تصویرونه انځوروي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هند ممبۍ کې د هنرونو محصلین د ملکې مړینې په مناسبت د درناوي په پار د نوموړې تصویرونه انځوروي.
A flagpole with a union flag at half mast

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسپانیا په بیندیدورم ښار کې د بریتانیا بېرغ نیم ځوړند دی.

د ۵۶ مشترک المنافع هېوادونو مشرانو د ملکې الېزابیت پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړې ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

Locals reading a newspaper with a tribute to the Queen on the front page

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کینیا په نیروبي کې ځايي ورځپاڼو پر خپلو پاڼو د بریتانیا ملکې ته درناوی وړاندې کړی دی.

ملکه الېزابیت د ۹۶ کالو په عمر له ۷۰ کاله واکمني وروسته د بالمورال سیمې په خپل استوګنځي کې مړه شوه.

Image shows mourners on the Nice beachfront

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرانس پر نیس سمندرغاړه ملکې ته د درناوي مراسم وړاندې شول.
د هند امرتسر ته نژدې یوه ځايي اوسېدونکي ملکې ته د درناوي په پار له کاغذه د لندن برج یوه ماډل چمتو کړی، چې د ملکې تصویر هم پکې ټومبل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، On the outskirts of Amritsar, in India, a paper artist holds up a model of London's Tower Bridge adorned with a special tribute
د بلجیم په برسلز کې د اروپايي ټولنې د انرژۍ او اقلیم چارو وزیرانو له غونډې مخکې ملکې ته د درناوي په پار یوه دقیقه خاموشي غوره کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بلجیم په برسلز کې د اروپايي ټولنې د انرژۍ او اقلیم چارو وزیرانو له غونډې مخکې ملکې ته د درناوي په پار یوه دقیقه خاموشي غوره کړه.

د نړۍ په لر او بر کې د خواخوږۍ پیغامونو ثبتولو لپاره ځانګړي کتابونه پرانیستل شول.

په سیول کې د بریتانیا سفارت کې ایښي کتاب کې د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک - يېول په لاس لیکل شوی پیغام.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سیول کې د بریتانیا سفارت کې ایښي کتاب کې د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک - يېول په لاس لیکل شوی پیغام.
په سویلي افریقا کې په همدې مناسبت یادګاري کیک چمتو شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سویلي افریقا کې په همدې مناسبت یادګاري کیک چمتو شوي.
د هند بنګال خلیج پر غاړه یوه ځايي هنرمن سدرشن پټنایک د ملکې مجسمه جوړه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند بنګال خلیج پر غاړه یوه ځايي هنرمن سدرشن پټنایک د ملکې مجسمه جوړه کړې.
د جرمني په برلین کې ځايي خلکو د بریتانیا سفارت مخې ته ګلونو ګېډۍ، د ملکې مجسې او داسې ګوګرد ایښي چې د ملکې تصویر پرې چاپ شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني په برلین کې ځايي خلکو د بریتانیا سفارت مخې ته ګلونو ګېډۍ، د ملکې مجسې او داسې ګوګرد ایښي چې د ملکې تصویر پرې چاپ شوی.