تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ په لر او بر کې د بریتانیا ملکې ته د درناوي مراسم، د تصویر په ژبه
د بریتانیا ملکې الېزابیت له مړینې وروسته د نړۍ په لر او بر کې د غمرازۍ څرګندونه شوې، چې دلته یې ځینې تصویري بېلګې وینو.
د ملکې درناوي په پار خلک راټول شوي او د ګلونو ګېډۍ ږدي.
د ۵۶ مشترک المنافع هېوادونو مشرانو د ملکې الېزابیت پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړې ته یې درناوی وړاندې کړی دی.
ملکه الېزابیت د ۹۶ کالو په عمر له ۷۰ کاله واکمني وروسته د بالمورال سیمې په خپل استوګنځي کې مړه شوه.
د نړۍ په لر او بر کې د خواخوږۍ پیغامونو ثبتولو لپاره ځانګړي کتابونه پرانیستل شول.