د ملکې الېزابت مړينې ته نړيوال غبرګونونه
ملکه الېزابت پر بريتانيا سربېره د اسټراليا، کاناډا، نيوزيلنډ او جمېکا په ګډون د ۱۴ نورو هېوادونو د دولتونو مشره وه.
د نړۍ مشرانو او نورو مخورو څېرو د ملکې لپاره درناوی وړاندې کړی، د امريکا ولسمشر جو بايډن دا له يوې ملکې لويه څېره وبلله، چې په وينا یې يو پېر يې روښاناوه.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون بيا دا زړه سواندې او د فرانسې ملګرې بللې ده. دې راپور کې نړيوال غبرګونونه دي.