نړیوالو مشرانو ''مهربانې ملکې'' ته درناوی وړاندې کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تیفانې ویرتهیمر
- دنده, بي بي سي
نړیوالو مشرانو او مخورو شخصیتونو د بریتانیا ملکې ته چې نن د ۹۶ کالو په عمر مړه شوه، درناوی وړاندې کړی. نړیوال مشرانو الیزابیت دویم د مسوولیت پېژندونکې، استقامت لرونکې او داسې مهربان شخصیت په توګه یاده کړې، چې د شوخۍ حس یې هم د یادولو دی.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ملکه الیزابیت ''د مهربان زړه لرونکې ملکې '' په توګه یاده کړې، چې د ''فرانسې دوسته '' وه.
د امریکا متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر باراک اوباما ویلي، ملکې ''د خپلې واکمنۍ پر مهال د وقار، نه ستړي کېدونکو کاري اخلاقو او ظرافت له لارې '' د نړیوالو تخیل قوه ''تسخیر '' کړې. ښاغلي اوباما چې څو ځله یې له ملکې سره لیدلي و، په یوه بیانیه کې په دې هکله ویلي:
''زه څو، څو ځله د هغې د مهربان، ارامونکي او پاموړ شوخ طبعه چلن له کبله په خاص او له ولولو ډکو شېبو کې متاثر شوی یم. ''
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د ملکې شخصیت ''له یوې واکمنۍ پورته '' څه بللی او په وینا یې هغه ''د یوه دوران عرف او استازې '' وه. نوموړی ۲۰۲۱ کال کې بریتانیا ته د ولسمشر په توګه د سفر خاطره داسې بیانوي: ''هغې د خپلې ځیرکتیا له کبله موږ مسحور کړو، د مهربانۍ له کبله یې متاثر کړو او خپله سلیقه یې نه ده رانه دریغ کړې. ''
ملکې الیزابت دویم د خپلې واکمنۍ په موده کې د امریکا له ۱۴ ولسمشرانو سره لیدلي وو.

د عکس سرچینه، 10 Downing Street
د امریکا یوه بل پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دی به ''هېڅکله د ملکې الیزابیت له سخاوته ډکه دوستي، بې کچې ځیرکتیا او د خوش طبعۍ حس '' هېر نه کړي. نوموړي پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي: څه ستره او د عالي شخصیت لرونکې مېرمن وه، هېڅ ساری نه لري. ''
په کاناډا کې بیا د ملکې الیزابیت دویم د واکمنۍ موده کې ۱۲ لومړي وزیران واک ته رسېدلي دي. لومړي وزیر جسټن ټرودو د هغې له مړینې لږ وروسته په یوه احساساتي وینا کې وویل: ''په ځانګړې توګه یې له کاناډایانو سره ډېره او تلپاتې مینه درلوده. '' نوموړی وايي: ''په دې پېچلې نړۍ کې د هغې وقار او تلپاتې هوډ موږ ټولو ته ارامتیا راکوي. '' نوموړی زیاتوي تل به د هغې په خبرو پسې خپه وي، ''چې تل به ګټورې، معقولې او له ورین تندي سره وې. ''
نوموړي په داسې حال کې چې هڅه یې کوله، اوښکې تم کړي وویل: ''هغه له هغو انسانانو یوه وه، چې په ټوله نړۍ کې راته خورا زیات ګران دي او له زړه مې نه وځي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د هالنډ پاچا ولیم الکسانډر دی او ملکه ماکسیما ''په خورا درناوي او ډېره مینه '' د ملکې الیزابت شخصیت چې ''باثبات او ځیرکه '' وه، یادوي.
د بلجیم پاچا فیلیپ او ملکه ماتیلدا هم وايي: ''د ملکې الیزابیت شخصیت فوق العاده و... چې د خپلې ټولې واکمنۍ په ترڅ کې یې وقار، جراات او قربانۍ جذبات څرګند کړي دي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ملکې سره د خپل لیدنو یادونه کوي، چې په وینا یې تل به یې په یاد کې پاتې وي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''د هغې مهربان او له لطفه ډک چلن به هېڅکله هېر نه کړم. په یوه لیدنه کې یې هغه دستمال راښکار کړ، چې د واده پر ورځ مهاتما ګاندي ورته ډالۍ کړی و. د هغې دا له مینې ډک چلن به هېڅکله هېر نه کړم. ''
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز بیا د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ''د جرمني او بریتانیا تر منځ دوستۍ ته د هغې ژمنتیا '' داسې څه بولي، چې ''تل به په ذهنونو کې پاتې وي. ''
ملکه الیزابیت د خپلې اووه لسیزې واکمنۍ پر مهال د یو لړ غیر عادي نړیوالو پېښو شاهده وه، چې په ځینو پیغامونو کې ورته اشاره شوې ده.
باراک اوباما وايي، ''له خیریه تر اقتصادي رکود دورې، سپوږمۍ ته د انسان له رسېدو بیا د برلین دېوال تر نړېدو پورې پېښې یې تجربه کړې. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایرلنډ ولسمشر مایکل دې هیګنز د ملکې ''فوق العاده مسوولیت پېژندنې '' ته په اشارې سره په یوه بیانیه کې لیکي: ''د هغې اویا کلنه شاهي دوره د لویو بدلونونو شاهده وه. ''
د ایرلنډ دولت رئیس مایکل مارټین د ملکې یادونې په لړ کې وايي: ''څرګنده ده، چې هغې ځان د خپلې دندې تر سره کولو او خلکو خدمت ته ځانګړی کړی و او د هغې ځیرکتیا او تجربه په حقیقت کې د دې خپله ځانګړنه وه. ''
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، د ملکې الیزابیت په دوره کې ''تېرو څو لسیزو کې لوی بدلونونه راغلل چې له افریقا او اسیا د استعمار لېرې کېدل او د مشترکو ګټو دولت رامنځته کېدل د ډاډ وړ دي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هروتزوګ په تېرو ۷ لسیزو موده کې چې بریتانیا کې ملکه الیزابیت دویمه واکمنه وه، د نړۍ لویو بدلونونو ته اشاره کوي او په خبره یې ملکه ''د ټیکاو، مسوولانه رهبرۍ، اخلاقو، وطن او انسانیت دوستۍ روڼ مشال وه. ''
که څه هم ملکه الیزابیت هېڅکله اسرائیل ته سفر نه دی کړی، خو چارلس، ایډورډ، ویلیم او شاهزاده فیلیپ چې مور یې بیت المقدس کې خاورو ته سپارل شوې وه، هغه هېواد ته سفرونه کړي دي.
ښاغلي هرتزوک لیکلي: ''ملکه الیزابیت یوه تاریخي څېره وه، تاریخي ژوند یې وکړ، تاریخ یې جوړ کړ او د هغې مړینه پاموړ او الهام بښونکی میراث پرېږدي. ''










