د بریتانیا ملکه الېزابت-دویمه؛ ژوندلیک

Queen Elizabeth II

د عکس سرچینه، Getty Images

د برتانیا ملکه دویمه الیزابت په خپلې اوږدې واکمنۍ کې په دې ستایل شوې خپله دنده یې په ښه توګه ترسره کړې او خپل ژوند یې د پاچاهۍ وقار ساتلو او خپلو خلکو ته وقف کړی و.

په داسې حال کې چې په سرعت بدلېدونکې نړۍ کې د برتانیا اغېز کم شوی، ټولنه دومره بدله شوې چې نه پېژندل کېږي او پخپله د شاهي کورنۍ ونډه تر پوښتنې لاندې راغلې ډېرو خلکو ته ملکه یوازینۍ مرجع وګرځېده.

د ډېرو سختو حالاتو په اوږدو کې د شاهي نظام سمالولو کې د ملکې بریا، هغه هم په داسې حال کې چې د دې د زوکړې پر مهال هېچا وړاندوینه کولی نه شوای چې تخت به د دې په قسمت کې لیکلی وي، ډېر د پام وړ و.

الیزابت الکساندر مېري ونزر په لندن کې بېرکلي سکور ته څېرمه په یوه کور کې د ۱۹۲۶ کال اپرېل پر ۲۱مه وزېږېده. دویمه الیزابت د یارک دډیوک لومړی اولاد و چې دی پخپله د پنځم جورج او مېرمنې یې الیزابت بوویس-لیون دوهم زوی و.

ماشومه الیزابت له خپل مور او پلار سره.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماشومه الیزابت له خپل مور او پلار سره.
White Line 1 Pixel

دواړو دویمې الیزابت او خور یې مارګارېت روز چې پر کال ۱۹۳۰ وزېږېده، په کور دننه زدکړې وکړې او له مینې ډکې کورنۍ کې لویانې شوې. الیزابت دواړه پلار او نیکه پنځم جورج ته ډېره ګرانه وه.

کله چې شپږ کلنه وه الیزابت د آس سپرلۍ ښوونکي ته ویلي ول چې غواړي "کلیوالي ژوند ولري او ډېر آسونه او سپي وساتي."

ویل کېږي له لومړي سر او له ډېر کوچنیوالي یې د مسولیت اخیستو عجیب و غریب احساس درلود. ونسټن چرچل چې وروسته بیا لومړی وزیر شو ویلي ول چې "په دې کې د واک داسې نښې نښانې پرتې وې چې په یوه ماشوم کې حیرانوونکی و."

سره له دې چې ښوونځي ته نه وه تللې خو الیزابت د ژبو په زدکړه کې ځان ثابت کړ او د اساسي قانون تاریخ یې په جزیاتو ولوست.

د لومړي بکنګهم ماڼۍ د نجونو یوه ځانګړې لارښود ډلګۍ جوړه شوه چې دا وکړی شي له همځولو نجونو سره ناسته ولاړه وکړي.

ښی لاس ته شهزادۍ الیزابت او کیڼ لاس ته شهزادۍ مارګارېت د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال خلکو ته راډیويي وینا کوي.
د عکس تشریح، ښی لاس ته شهزادۍ الیزابت او کیڼ لاس ته شهزادۍ مارګارېت په ۱۹۴۰ کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال خلکو ته راډیويي وینا کوي.

ډېرېدونکې ترینګلتیا

شهزادۍ الیزابت له خپلې خور مارګاریت او مور او پلار سره د تاج اېښودو مراسمو پر مهال.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهزادۍ الیزابت له خپلې خور مارګاریت او مور او پلار سره د تاج اېښودو مراسمو پر مهال.
White Line 1 Pixel

په ۱۹۳۶ کال کې چې پنځم جورج مړ شو، تر ټولو مشر زوی یې ډېوېډ، پاچا او نوم یې اتم اېډوارډ کېښودل شو. خو دا چې د ښځې په غوراوي کې یې پر دوه ځلې طلاق شوې امریکايۍ والېس سمپسن لاس کېښود، د مذهبي او سیاسي دلایلو له کبله د نه منلو وړ وګڼل شو. د کال تر پایه له پاچاهۍ تېر شو. د یورک ډیوک چې زړه یې هم نه و پاچا او شپږم جورج ونومول شو. ده ته د تاج پر سرولو مراسمو الیزابت ته د دې ځکه ورکړه چې دا به هم همداسې څه په مخ کې لري او دې بیا وروسته لیکلي ول چې مراسم "ډېر، ډېر عالي ول."

په اروپا کې ترینګلتیا مخ په ډېرېدو وه چې نوي پاچا او مېرمن یې ملکه الیزابت مخه کړه چې پر شاهي کورنۍ د خلکو اعتماد ډېر کړي. د هغوی بېلګه یې لور هم ژوندۍ وساتله.

په ۱۹۳۹ کال کې ۱۳ کلنه شهزادۍ له پاچا او ملکې سره دارتموت کې شاهي سمندري کالج ته ولاړه.

دا او خور یې مارګارېت یوه ځوان پوځي محصل د یونان شهزاده فېلېپ چې درېم تربور یې کېده بدرګه کړل.

خنډونه

د شهزادۍ الیزابت او فېلېپ مونتبټن واده.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د شهزادۍ الیزابت او فېلېپ مونتبټن واده.
White Line 1 Pixel

دا لومړی ځل نه و چې دوی سره کتل، خو لومړی ځل و چې فېلېپ ته یې د خریدار په سترګه وکتل.

شهزاده فېلېپ به له سمندري ځواکه د رخصتۍ پر مهال خپلو شاهي خپلوالو ته ورته او تر ۱۹۴۴ کاله چې الیزابت ۱۸ کلنه وه، په ښکاره پر فېلېپ میېنه وه. د ده عکس يې په خپله کوټه کې ايښی و لیکونه یې سره تبادله کول.

ځوان شهزاده په دوهمې نړیوالې جګړې کې د ATS په نامه له پوځ سره د مرستې په موخه جوړ شوي تخنیکي تشکیل کې شامل شو، او د جګړې تر پایه یې د لارۍ چلول او ابتدايي ترمیم زده کړل.

په اروپا کې د دوهمې نړیوالۍ جګړې د بري نمانځنې کې چې زرګونه کسان په کې راټول شوي ول الیزابت د بکنګهم مانۍ کې له شاهي کورنۍ سره وه.

الیزابت بیا وروسته ویلي ول چې په یاد مې دي چې "موږ له خپل مور او پلاره غوښتنه وکړه چې که د باندې ووځو او پخپلو سترګو یې ووینو. زما یادېږي چې ډارېدو چې څوک مو ونه پېژنو. زما د ناآشنا خلکو لیکې په یاد دي چې لاسونه یې سره ورکړي ول او د وایټهال پر سړک په پښو روان ول، موږ ټول په خوښۍ او له ستونزو د خلاصون په احساس یو ځای روان وو. "

تر جګړې وروسته شهزاده فېلېپ سره د الیزابت د واده هیله له یو شمېر خنډونو سره مخ شوه.

پاچا زړه نه کاوه داسې لور له لاسه ورکړي چې ډېر یې ورباندې حساب کاوه او فېلېپ اړ و د داسې یوه بنسټ پر تعصب غلبه وکړي چې د ده بهرنی ټبر ورته د منلو وړ نه و.

د پلار مړینه

خو د دې جوړه ارمان تر سره شو او د ۱۹۴۷ کال نومبر پر ۲۰ یې په وستمنستر اببي کلیسا کې واده وکړ.

شهزاده فېلېپ ته د "یډېنبرا ډوک" لقب ورکړل شو او د سمندري ځواک افسر پاتې شو.

که څه هم د لنډې مودې له پاره و خو مالتا کې وظیفې ته د استولو پر مهال دې جوړې له نسبتاً عادي ژونده خوند واخیست.

لومړی اولاد یې، چارلس پر کال ۱۹۴۸ وزېږېد، بیا یې په ۱۹۵۰ کې لور پیدا شوه چې ان نومېږي. خو پاچا چې د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې یې ډېر فشار تېر کړی و، یو عمر شاپه شا سګرټ څکولو د سږو په سرطان اخته کړی و او له امله یې دوامداره ناروغ و.

د ۱۹۵۲ کال جنوري میاشت کې ۲۵ کلنې الیزابت او فېلېپ په بهرني سفر روانېدل. د ډاکتر د لارښوونې خلاف پاچا د خدای پامانۍ له پاره هوايي ډګر ته ولاړ. دا وروستی ځل و چې الیزابت خپل پلار ولید.

الیزابت چې د پاچا د مړینې خبر واورېد د کینا یوه تفریحي استوګنځي کې وه او سمدستي لندن ته د نوې ملکې په توګه ستنه شوه.

وروسته یې بیا کیسه کوله چې"په یوه حساب، ما شاګردي ونه کړه. پلار مې ډېر ځوان ومړ. نو دا د مسولیت یو دمې منل و چې باید ډېر ښه کار وکړئ. "

آسټرالیا او نیوزیلنډ

د شهزادۍ الیزابت او فېلېپ مونتبټن واده.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د تاج پرسر کولو مراسم یې لومړنی ول چې پر ټلویزيون ژوندي خپرېدل.

په ۱۹۵۳ جون میاشت کې د الیزابت تاج اېښودلو مراسم پر ټلویزیون خپاره شول. سره له دې چې لومړی وزیر ونسټن چرچل یې مخالف و، میلیونونه کسان ټلویزیون ته کښېناستل، ډېریو یې لومړی ځل ټلویزیون کاته چې ملکې دوهمې الیزابت لوړه وکړه.

په داسې حال کې چې برتانیا لا د دوهمې نړیوالې جګړې له اغېزو نه و خلاصه، د نظر خاوندانو دغه تاج اېښودنې ته د نوې الیزابتۍ دورې سباوون په سترګه ورته کتل.

دوهمې نړیوالې جګړې د برتانیا امپراتورۍ په زوال کې ونډه درلوده، او تر هغه چې پر کال ۱۹۵۳ نوې ملکه د مشترک المنافع هېوادونو پر لوی سفر ووځي، د هند په ګډون د برتانیا پخوانيو ملکیتونو خپلواکي ترلاسه کړې وه.

الیزابت لومړنۍ واکمنه وه چې آسټرالیا او نیوزیلنډ ته یې سفر وکړ. اټکل کېده چې له څلورو درې برخې آسټرالیایان د کورونو وتلي ول چې مخامخ یې وویني.

د ۱۹۵۰ مو کلونو په اوږدو کې نورو هېوادونو هم د برتانیا بیرق ښکته کړ او پخوانۍ مستعمرې او واک لرونکې مستعمرې په خپله خوښه د ملتونو یوې متحدې کورنۍ چتر لاندې سره ټول شول.

ډېرو سیاستوالو احساس کاوه چې د مشترک المنافع هېوادونو نوی جوړښت به وکړی شي د نوې رابرسېره کېدونکې اروپايي اقتصادي ټولنې پر وړاندې ودرېږي، او تر یوه بریده د برتانیا تګلاره د اروپا له وچې اوښتې.

شخصي برید

په ۱۹۵۷ کې یې امریکا ته سفر وکړ. د هغه ترڅنګ یې ګڼ بهرني سفرونه ترسره کړي ول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۵۷ کې یې امریکا ته سفر وکړ. د هغه ترڅنګ یې ګڼ نور بهرني سفرونه ترسره کړي ول.
White Line 1 Pixel

خو د برتانیا اغېز په ۱۹۵۶ کال کې د سویس مسله کې د ناکامۍ له کبله ژر کم شو، هغه مهال چې دا روښانه شوه چې مشترک المنافع هېوادونه د ناورین په وخت کې د یوموټي عمل کولو اراده نه لري.

کله چې د مصر له خوا د سویس کانال د ملي کولو ګواښ د مخنیوي په پار پرېکړه وشوه برتانیوي سرتېري واستول شي، د دوی له شرمه ډک په شا کېدل لامل شو لومړی وزیر انتوني یدین استعفا ورکړي.

د دې کار له امله ملکه یوه سیاسي کرکېچ کې ته ورښېوه شوه. محافظه کار ګوند داسې کوم میکانیزم نه درلود چې نوی رهبر وټاکي، وروسته له یو لړ مشورو، ملکې له هارولد مکمېلن وغوښتل چې نوی حکومت جوړ کړي.

پر ملکې د لارد الترنچم له خوا شخصي بریدونه هم وشول. د یوې مجلې په مطلب کې ده ادعا وکړه چې د دې شاوخوا یا د دربار خلک "ډېر برتانیوي" دي او "اشرافزاده ګان" یې په دې تورن کړل چې یوه ساده وینا له لیکلو پرته نه شي لوستلی.

د ده څرګندونو په رسنیو کې غوغا پورته کړه لارد الترنچم باندې د امپراتورۍ یو شمېر پلويانو په کوڅه کې فزیکي برید وکړ.

په هرحال، دې پېښې وښوده چې د شاهي کورنۍ پر وړاندې د برتانیوي ټولنې د فکر ډول ژر په بدلېدو دی او پخوانۍ مسلې چې په اړه یې اطمینان شته و، نور تر پوښتنو لاندې دی.

له "پاچاهۍ" تر "شاهي کورنۍ "

د هارولد مکمېلن استعفا یوه سیاسي کړکېچ رامنځته کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هارولد مکمېلن استعفا یوه سیاسي کړکېچ رامنځته کړ.
White Line 1 Pixel

د خپل مېړه په تشویق ملکې چې د دربار له تشریفاتو هسې هم په تنګه وه له نوي نظم سره ځان عیار کړ. د "پاچاهۍ" کلمه لږلږ په "شاهي کورنۍ " واوښت.

په ۱۹۶۳ کال کې ملکه یو ځل بیا په سیاسي مشاجره کې ښکېله شوه. هارولد مکمېلن له صدراعظمۍ استعفا ورکړه. محافظه کاره ګوند لا هم اړتیا لرله چې د نوي مشر ټاکلو ته یو سیستم جوړ کړي، ملکې د مکمېلن وړاندیز ومانه او يیرل اف هوم یې د ده پرځای وټاکه.

دا د ملکې له پاره سختې شپې ورځې وې، د واکمنۍ نښه یې قانوني سمون و او د دغه مهال حکومت او پاچاهي سره جلا ساتل.

ملکې له خپل حقه چې له هرڅه دې خبره وي، لارښوونه وکړي او خبرداری ورکړی جدي کار اخیسته، خو تر دغه هاخوا یې پښه نه کېښوده.

دا وروستی ځل و چې په داسې یوه موقف کې برابرېده. محافظه کار ګوند بالاخره له هغه دود سره پرېکون وکړ چې د ګوند مشر به "څرګندېده" او یو سم سیستم یې جوړ کړ.

د کرارۍ حالت

د ۱۹۶۰کلونو په پای کې، بکنګهم ماڼۍ پرېکړه وکړه چې اړتیا لري یو مثبت ګام واخلي چې شاهي کورنۍ ډېره رسمي ونه ښيي او دا چې خلک ورسره اړیکه ټینګولی شي.

پایله یې یو جالب مستند فلم و، شاهي کورنۍ. بي بي سي ته اجازه ورکړل شوه چې شاهي کورنۍ پخپل کور کې فلمبرداري کړي. د دې کورنۍ ویډیوګانې د کباب کولو پرمهال، د کرېسمس ونې د سینګار کولو، ماشومان په موټر کې چکر ته بیولو او نورو عادي فعالیتونو پر مهال واخیستل شول چې تر دې وړاندې هېڅکله نه و ښودل شوي.

نیوکګرو ادعا کوله چې د رېچارد کاوستن دې فلم د شاهي کورنۍ افسانوي انځور خراب کړ او عام خلک یې وښودل. په دې کې د شهزاده فېلېپ هم ښودل شوی و چې د سکاټلند بالمورال ځمکو کې ساسچ کباب کوي.

فلم
د عکس تشریح، د شاهي کورنۍ مستند فلم خلکو ته د هغوی د کور دننه انځور وښوده.
White Line 1 Pixel

خو دې فلم د هماغه وختونو یو عادي کرار حالت ټولو ته وښود او عام خلک یې بیا له شاهي کورنۍ ملاتړ ته رامات کړل.

تر ۱۹۷۷ کال پورې د ملکې واک ته رسېدل د ټولې برتانیې په کوڅو او مراسمو کې په شور او زوږ نمانځل کېدل. ښکارېدل چې له شاهي کورنۍ سره د خلکو علاقه شته او دا تر ډېره بریده د ملکې له وجې وه.

دوه کاله وروسته لومړی ځل برتانیا ښځه صدراعظمه درلوده، مارګارېت ټاچر. ویل کېږي د ښځینه حکومت مشرې او ښځینه هېواد مشرې ترمنځ اړیکي عجیب شانې وې.

توطیې او ناورینونه

وینزر ماڼۍ کې د اور لګېدنې انځور.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، وینزر ماڼۍ کې د اور لګېدنې انځور.
White Line 1 Pixel

یوه ربړه مشترک المنافع هېوادونو ته د ملکې ځان وقف کول و چې مشري یې کوله. الیزابت د افریقا مشران ښه پېژندل او د هغوی سیاسي هڅو سره یې زړه سوی درلود.

ویل کېږي له دغو هېوادونو سره د صدراعظمې ټاچر طرز د فکر او ښکر په ښکر کېدلو چلن ملکې ته "حیرانوونکی" و، په تېره بیا چې په جنوبي افریقا کې یې د اپارتاید یا توکمپالنې پر ضد د بندیزونو مخالفت کاوه.

هر کال دعامو خلکو په تړاو د ملکې مسولیتونو دوام کاوه. په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج تر جګړې وروسته، د امریکا متحده ایالتونو ته ولاړه او لومړنۍ برتانیوۍ واکمنه وه چې د کانګرېس ګډې غونډې ته یې وینا وکړه. ولسمشر جورج اچ ډبلیو بوش وویل، "تر هغه چې زموږ په یاد دي د آزادۍ ملګرې ده".

خو یو کال وروسته یو لړ توطیو او ناورینونو پر شاهي کورنۍ اغېز کول پیل کړل.

د ملکې دوهم زوی، د یارک ډیوک او مېرمن یې ساره سره جلا شول، په داسې حال کې چې شهزادۍ انني له خپل مېړه مارک فېلېپس طلاق واخیست. بیا ورپسې معلومه شوه چې د وېلز شهزاده او شهزادۍ ډېر سره ناسازه دي چې بالاخره بېل شول.

پر همدې کال د ملکې تر ټولو زړه ته نژدې استوګنځي، ونزر قصر کې اور ولګېد. دا لکه یوې مناسبې نښې ښکارېده چې شاهي کورنۍ په ستونزو کې ګیر دی. له وضعیت سره د خلکو دې بحث هم مرسته ونه کړه چې آیا د ترمیماتو لګښت د مالیه ورکوونکو له جېبه ورکول کېږي که ملکه یې ورکوي.

د خلکو له بحث سره هممهاله عزت

ملکې د لندن په ښار کې په یوې وینا کې ۱۹۹۲ کال دې ته "ستونزمن کال" بللی، ښکارېدل چې اعتراف یې کاوه چې د لږې دښمنې رسنۍ په بدل کې اړتیا ده پاچاهي له عامو سره نژدې وي.

"هېڅ بنسټ، ښار، شاهي کورنۍ او نور دې تمه نه لري چې دوی ته د وفاداره خلکو او ملاتړو له ځیرکتنې دې خوندي وي، دا خو لا څه چې پلویان یې نه وي. خو موږ ټول د خپل ملي ټولنیز جوړښت برخه یو او ځیرکتنه هم مهال کولی شي اغېزمنه وي چې د کرارۍ، خوش طبعۍ او پوهاوي پر معیارونو برابر وشي."

شاهي بنسټ تر ډېره دفاعي موقف درلود. بکنګهم ماڼۍ سیلانیانو ته پرانستل شوه چې د ونزر ماڼۍ ترمیم ته پیسې ترلاسه شي او اعلان وشو چې ملکه او د وېلز شهزاده به د هغه عاید مالیه ورکړي چې له پانګونې ترلاسه کېږي.

ملکه په خپلې ټولې مودې کې مشترک المنافع هېوادونو ته ژمنه پاتې شوه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملکه په خپلې ټولې مودې کې مشترک المنافع هېوادونو ته ژمنه پاتې شوه.

له کور د باندې، د مشترک المنافع هېوادونو تمې چې د دې د واکمنۍ په پیل کې ډېرې لوړې وې، بشپړې نه شوې. برتانیې په اروپا کې له نوي جوړجاړي سره خپلو پخوانیو شریکانو ته شا واړوله.

ملکې لا هم مشترک المنافع هېوادونو ته اهمیت ورکاوه او هغه مهال ډېره خوشحاله شوه چې د عمر له پخېده سره یې جنوبي افریقا توکمپالنه او اپارتاید له مینځه یووړ. د ۱۹۹۵ کال مارچ میاشت کې یې نمانځنې ته ورغله.

پر کور دننه په داسې حال کې چې عام بحث روان و چې آیا پاچاهي راتلونکې لري که څنګه، ملکې هڅه کوله د شاهۍ عزت او وقار وساتي.

د وېلز شهزادۍ ملکه ډیانا مړینه

د شهزادۍ ډیانا تر مړینې وروسته پر ملکې کلکې نیوکې وشوې.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د شهزادۍ ډیانا تر مړینې وروسته پر ملکې کلکې نیوکې وشوې.
White Line 1 Pixel

په داسې حال کې چې برتانیې د نوي برخلیک موندلو هلې ځلې کولې، ملکې هڅه کوله یوه ډاډبخښونکې څېره پاتې شي او یوې آني موسکا یې رسمي تشریفات صميمي کولی شوای. تر هر بل څه دې رول ته یې ډېر ارزښت ورکاوه چې ملت یو سمبول وه.

خو شاهي کورنۍ ولړزېده او د۱۹۹۷ کال اګست میاشت کې په پاریس کې د موټر ټکر پېښې کې د وېلز شهزادۍ ډیانا تر مړینې وروسته پر خپله ملکې هم غیرعادي نیوکې وشوې.

کله چې په لندن کې خلک په ځینو ځایونو کې د ګلانو په اېښودو د درناوي مراتب وړاندې کول، ښکارېدل چې ملکې هڅه ونه کړه هغسې تمرکز پرې وکړي لکه تل چې یې په سترو ملي شېبو کې کاوه.

ډېرو نیوکګرو یې دا درک نه کړی شوای چې دا له داسې یوه نسله وه چې د شهزادۍ تر مړینې وروسته دعامو خلکو تقریباً د نه کنټرولېدونکو احساساتو څرګندونې بڼې څخه یې ځان لېرې ساته.

دې د خواخوږې انا په توګه غوښتل د کورنۍ په حلقه کې دننه د ډیانا زامنو غم کې شریکه واوسي.

بالاخره یې یوه ژوندۍ وینا وکړه، خپلې انږور ته یې درناوی وکړ او هوډ یې څرګند کړ چې شاهي کورنۍ به ځان عیار کړي.

له لاسه ورکونې او نمانځنې

د دې شخصي شهرت ته هېڅکله زیان ونه رسېد.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د دې شخصي شهرت ته هېڅکله زیان ونه رسېد.
White Line 1 Pixel

په ۲۰۰۲ کال کې د مورملکې او شهزادۍ مارګارېت مړینې چې د ملکې ‍د واکمنۍ پنځوسم کال کې چې طلايي جیوبیلي کال یې هم نوموي پېښ شول، په ملي کچ یې پر مراسمو سیوری وغوړاوه.

خو له دې سره سره او د شاهي کورنۍ پر راتلونکې له بیا بیا بحثونو سره، د جیوبیلي په ماښام یو میلیون خلک د بکنګهم ماڼۍ مخکې راټول شول.

د ۲۰۰۶ کال اپرېل میاشت کې کله چې ملکې د خپلې زوکړې پر ۸۰مې کلیزې په غیر رسمي ډول په ونزر کې د خلکو ترمنځ وګرځېده، زر مینه وال یې په کوڅو ورته ولاړ ول.

او د ۲۰۰۷ نومبر میاشت کې دې او شهزاده فېلېپ وېستمنستر ابي کې د خپل واده ۶۰مه کلیزه نمانځله چې ۲۰۰۰ کسان ورته ټول شوي ول.

په ۲۰۱۱ کال کې هم یوه بله د خوشحالۍ موقع وه، ملکې د خپل لمسي، د کېمبرېج ډیوک ویلیم او کترین مېډلټن واده کې ګډون وکړ.

د همدې کال مۍ میاشت کې لومړنۍ برتانیوۍ واکمنه وه چې د آیرلند ډیموکراتیک ته یې رسمي سفر وکړ چې له تاریخي پلوه یې ډېر ارزښت درلود.

په یوې وینا کې چې په آیرلندۍ ژبه یې پیل کړه هغې د سړې سینې او پُخلاینې غوښتنه وکړه او داسې اشاره یې هم وکړه چې "کاشکې ځینې شیان بل ډول ترسره شوي واي او یا هېڅ نه شوي نه وای."

ټولپوښتنه

له مارتن مکګېنس سره د ملکې روغ بړ.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، له مارتن مکګېنس سره د ملکې روغ بړ.
White Line 1 Pixel

یو کال بعد چې د طلايي جیوبیلي مراسمو په لړ کې شمالي آیرلنډ ته ولاړه، ملکې د آی آر اې یا د آیرلند جمهوریپال پوځ چې د برتانیویانو پر وړاندې یې ترهګریز بریدونه کول، له پخواني قومندان مارتن مکګېنس ته لاس ورکړ.

دا د واکمنې له پاره اغېزپاروونکې شېبه وه، ځکه چې زړه ته ورنژدې تربور یې لارډ لوویس مونتبټن په ۱۹۷۹ کال کې د آی آر اې په بمب ووژل شو.

د طلايي جیوبیلي مراسمو نمانځلو ته د لندن لارو او کوڅو ته په یوه اوونۍ سلګونه زره خلک ووتل او شپې یې د باندې تېرې کړې.

په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلنډ پر خپلواکۍ ټولپوښتنه د ملکې لپاره د آزموینې وخت و. یو څو کسانو یې په ۱۹۷۷ کال کې پارلمان ته وینا هېره کړې وه چې په ښکاره یې له متحدې برتانیا سره خپله ژمنه څرګنده کړې وه.

دې ویلي ول "زه د اینګلنډ او سکاټلند پاچایان او ملکې او د وېلز شهزادګان په خپلو نیکونو کې شمارم چې دغه هیلې په آسانه درک کړلی شم. خو نه شم هېرولی چې د برتانیې او شمالي آیرلنډ د ملکې په توګه مې تاج پر سر کړی. "

د سکاټلنډ د ټولپوښتنې په ماښام یې په سکاټلنډ کې خپل استوګنځي سره مینه والو ته ،ښکاره ده په دې نیت چې نور یې هم واوري وویل، تمه لري خلک د راتلونکې په اړه په دقت فکر وکړي.

چې کله د رایو پایله ښکاره شوه، په خپل بیان کې ملکې ښودلې وه د اتحاد له پاتې کېدو څومره خوشحاله ده، سره له دې چې یې منلې وه چې سیاسي وضعیت بدل شوی.

ویلي ول "اوس چې پر مخ ځو، موږ باید په یاد ولرو سره له دې چې د بیان شویو نظرونو ترمنځ توپیر شته، څه چې زموږ ترمنځ مشترک دی د سکاټلند تلپاتې مینه ده، چې یو له هغو شیانو دی چې مرسته کوي موږ ټول یوموټی پاتې شو."

The Queen, 1955

د عکس سرچینه، Getty Images

White Line 1 Pixel

د ۲۰۱۵ کال سپټمبر پر نهمه ملکه د برتانیې تر ټولو اوږدمهالې واکمنه شوه، د خپلې انا تر انا ملکې ویکټوریا تر واکمنۍ یې هم واړوله. لکه څنګه چې یې عادت دی، دې مسلې ته یې چندان اهمیت ور نه کړ او ویې ویل دا داسې یو لقب "نه دی چې کله مې يې هم هیله کړې وي."

تر یوه کال لږ وخت کې، د ۲۰۱۶ اپرېل میاشت کې يې خپله ۹۰مه کلیزه ونمانځله.

د عمر په ۹۰مو کلونو کې يې هم د خلکو پر وړاندې د خپلو مسولیتونو ترسره کولو ته دوام ورکړ، ډېری مهال یوازې، ځکه په ۲۰۱۷ کال کې د یډېنبرو ډوک متقاعد شو.

پر کورنۍ یې دوامداره فشارونه ول، د مېړه د موټر د پېښې په ګډون. په جرم له تورن امریکايي سوداګر سره د یورک ډیوک د ملګرتیا غلط قضاوت، او په شاهي کورنۍ کې له ژوند سره د شهزاده هاري مخ په ډېرېدونکې لوړې ژورې.

دا نه اوارېدونکې شېبې دي چې له داسې یوې واکمنې سره وشول چې ښودل یې لا یې هم واګې په لاس کې دي.

سره له دې چې د پیل پرتله د ملکې د واکمنۍ په پای کې پاچاهي دومره ځواکمنه نه وه، خو دا هوډمنه وه چې د برتانویانو په زوړنو کې شاهي باید همداسې د ارادت او درناوي د مقام واکدار پاتې شي.

د سپینو زرو جیوبیلي نمانځې کې دې ته هغه هوډ ورپه یاد شو چې ۳۰ کاله وړاندې یې جنوبي افریقا ته تګ کې څرګند کړی و.

"کله چې ۲۱ کلنه وم، ما هوډ وکړ چې ژوند مې د خپلو خلکو په چوټر کې تېر کړم او په ترسره کولو کې مې یې د خدای مرسته وغوښته. که څه هم دا هوډ مې په تنکۍ ځوانۍ کې کړی و، هغه مهال چې قضاوت مې هم پوخ نه و، ترې پښېمانه نه یم، یوه کلمه یې هم بېرته نه اخلم."