"سعودي وليعهد د ملکې الېزابت د جنازې مراسمو کې ګډون نه کوي"

د عکس سرچینه، Reuters
د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي، تمه نه کېږی چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان به د ملکې الېزابت دويمې په جنازه کې ګډون وکړي.
رویټرز خبري اژانس د دغې سرچینې له خولې ویلي چې سعوديانو پخپله دغه پروګرام کې بدلون راوستی دی.
د بشري حقونو ډلو د سعودي عربستان وليعهد ته چې د دغه هېواد اصلي واکمن دی د بلنې پر پرېکړه نيوکه کړې وه.
د امریکا د مرکزي استخباراتو یوه راپور موندلې وه چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو اجازه ورکړې وه.
که څه هم خپله شهزاده او د سعودي عربستان دا خبره ردوي خو لوېدیځوال هغه ته د یوه پړه کس په سترګه ګوري او له هغې راهیسې تر اوسه بریتانیا ته هم نه دی تللی.
د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي کوژدنې خدیجې چنګیز د ملکې جنازې ته د ولیعهد شهزاده بلل کېدل د هغې په یاد یو داغ بللی و.
سعودي عربستان د بشري حقونو په برخه کې له نیوکو سره سره په خلیج کې د بريتانیا نژدې ملګری هېواد دی او د ایران د پراختیا غوښتنې په وړاندې د لوېدیځ لپاره د یوې تکیې په سترګه ورته کتل کېږي.
د بي بي سي امنيتي برخې خبريال فرانک ګارډنر وايي، شهزاده محمد بن سلمان په لوېديځ کې د يوه کرکه لرونکې څېرې په توګه پيژندل کېږي.
تر دې مخکې د سعودي سفارت ته نژدې سرچینو تائيد کړې وه چې د سعودي ولیعهد به روانه اوونۍ لندن ته ولاړ شي.
خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت سرچینې ویلي، تمه ده چې د سعودي شاهي کورنۍ یو بل جګپوړی غړی شهزاده ترکي الفیصل به د ملکې په جنازه کې ګډون وکړي.
د بشري حقونو ډلو ویلي چې محمد بن سلمان ته بلنه ورکول د سعودي عربستان د بشري حقونو د ویرونکي ریکارډ د پټولو هڅه ده.
بل پلو چین ته بلنه په سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو سره د بېجېنګ د چلند له امله د جنجال لامل شوې. چین منلې چې د ولسمشر مرستیال وانګ کیشان به د ملکې د جنازې مراسمو ته استوي.










