د بریتانیا ملکه دویمه الېزابت نن دوشنبه خاورو ته سپارل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
میلیونه کسان د بریتانیا له ملکې دویمې الېزابت سره وروستۍ خدای پاماني کوي.
ټاکلې د هغې د جنازې رسمي دولتي مراسم نن دوشنبه په ځايي وخت سهار ۱۱ بجې لندن کې د ویسټ منسټر ابي کې ترسره شي.
په دغو مراسمو کې ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي.
د ملکې الېزابت د جنازې مراسمو ته د نړۍ ګڼ مشران او د شاهي کورنیو غړي رابلل شوي دي.
تمه ده چې د نوموړې د جنازې د لېږدېدو پر مهال به د بریتانیا د پلازمېنې لندن پر سړکونو سلګونه زره کسان کتار ولاړ وي.
دا مراسم په تلویزیونونو هم په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي چې د نړۍ لروبر به یې میلیونونه کسان ننداره وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
پر دې ورځ بریتانیا کې عمومي رخصتي اعلان شوې، ښوونځي او ډېر پلورنځي به تړلي وي.
له دغو مراسمو وروسته به د ملکې الېزابت تابوت د ویسټ منسټر له کلیسا د لندن د هایډ پارک څنډه کې ولېنګټن ارچ ته ولېږدول شي.
هغه به د وېنډسور ماڼۍ کې د خپلې سلطنتي کورنۍ له وروستیو مراسمو وروسته تدفین شي.
د ملکې الېزابت تابوت له څلورو ورځو د پارلمان ویسټ منسټر هال کې عامه دعا او لیدو ته ایښودل شوی وو.

د عکس سرچینه، UK Parliament
په دې موده کې هره ورځ زرګونه کسان دعا او درناوي ته ورتلل.
د بریتانیا پاچا دریم چارلس له خلکو مننه کړې چې د مور د مړینې له کبله یې د ده او کورنۍ ملاتړ کړی دی.












